دیني، سیرت او تاریخ

د شرعي حدودو؛ د پلي کولو ضرورت

د شرعي حدودو؛ د پلي کولو ضرورت

حسان مجاهد

هیڅ یوه ټولنه تر هغه وخته اسلامي ټولنه نه بلله کيږي ترڅو چي يې شريعت تطبيق کړی نه وي او دژوند په ټولو اړخونو کې يې شريعت ته رجوع نه وي کړې. دا ممکنه نه ده چې يوڅوک دي له سپيڅلي قران څخه{كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ} چې دروژې فرضيت تري څرګندیږي؛ راواخلي او {كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ} چې د قصاص فرضيت ترې ثابتیږي؛ هغه پريږدي. ددې تصور نه شي کيدای چي دلمانځه دفرضيت ایاتونه دي عملي شي او د ربا يعني(سود) دحرمت ایاتونه دي پريښودل شي.
قرآنکريم يوازې ددې لپاره نه ده نازل شوی چې په مړو انسانانو باندي ختم شي او مساجد دي ورباندې ښایسته شي الله تعالی رسول الله ﷺ ته داسی خطاب کوي « موږ تاته کتاب ددې لپاره نازل کړی ده چې ته په خلګو کې فيصله ورباندې وکړې په هغه توګه چې تاته يې الله تعالی علم درکوي»[النساء ۸۵]

الله تعالی وايي: ژباړه:«ای داؤد پيغمبره! بې شکه ته مو په ځمکه کې خليفه ګرزولی يې، پس ته دخلګو ترمنځ حقه فيصله کوه» دا دالله تعالی له لوري د حاکمانو لپاره وصیت ده چې دوی به درب تعالی له لوري په نازل شوي قانون فيصله کوي او له هغه قانون څخه به مخ نه اړوي[تفسير إبن کثير۸۶/۱۲]

په مسلمانانو دا لازمه ده چې دالله تعالی په حکم به فيصله کوي نه په هغه وضعي قوانينو چې حلال حرام ګڼي او حرام حلال.
اسلامي شريعت هيڅکله تجزيه نه قبلوي چي په بعضي احکامو دي عمل وشي او بعضي دي تر پښو لاندې شي که څه هم په سلو کې يو فيصد يا پنځه فیصده پاتي شي؛ ځکه که لږ پاتي شي ددې ویره شته چې ورپسې دي له نورو ستروحکمونو شاتګ وشي له دې امله الله تعالی په بني اسرائيلو شديد رد کړی ده چې بعضي احکام به يې قبلول او بعضي يې پريښودل« ايا تاسي په بعضو ایمان لرئ او بعضي پريږدئ؛ دداسې عمل ترسره کونکي لپاره په دنيا کې ستر تاوان او آخرت کې سخت عذاب دی» [بقرة۸۵]

ابن کثير رح وايي: څوک چې په رسول الله ﷺ باندې له نازل شوي شريعت پرته په نورو منسوخو شريعتونو فيصله کوي؛ هغه کافر دی نو په “ياسق” قانون باندې فيصله کول او هغه ته په شريعت ترجيح ورکول به څنګه کفر نه وي؟
[البداية والنهاية ټوک ۱۳ ص ۱۳۹] ياسق چې ابن کثير رح يې دلته يادونه وکړه؛ لومړی هغه وضعي قانون دی چې د تاتاریانو مشر چنګيز خان له لوري دشريعت په مقابل کې تصويب او په خلګو په زور منل کیده.

مسلمانان باید د ژوند ټولې چارې د شریعت الهي او د الله په قانون سره حل کړي، الله تعالی په سورت المائده ۴۹ نمبر ایت کې رسول الله ﷺ ته فرمایي: ژباړه: او پرېکړه کوه د دوی په منځ کې په هغه څه چې الله تعالی نازل کړی وي او د دوی د خواهشاتو او غوښتنو متابعت مه کوه.
لويديځي نړۍ داسلام له دقیقي مطالعې وروسته اسلامي نړۍ ته دشرعي قوانينو په بدل کې وضعي قوانين وړاندې کړل او ددې قوانينو دپلي کولو لپاره يې په ډيرو اسلامي هيوادونو کې خپل لاسپوڅي ګوډاګيان حاکمان وګرزول تر څو ملتونه په شرعي قوانينو بې باوره کړي او وضعي قوانينو ته يې سوق کړي. کله چې په کوم هېواد کې شرعي قانون/حد پلي کيږي؛ دميډيا له لارې یوه ډنډوره جوړه کړي او دشرعي حدودو تنفيذ دانساني اعضاو بې احترامي او دبشري حقوقو نقض ګڼي.
اسلام دعدل دين دی او مسلمانانو ته يې په ژوند کې داسې قوانين وضع کړي دي چې له مخې یې دټولنې وګړي په امن او سوکالۍ کې ژوند تير کړي. تر هغه وخته چې مسلمانان په اسلامي روحيه سمبال وي، دنورو وګړو دحقوقو درناوي ته ژمن پاتې شي او  له لاسه یې نور وګړي متضرر نه شي؛ بیا کومه ستونزه نه پيښيږي. البته کله چې مسلمانان په ژوند کې له ټاکلو پولو څخه تجاوز کوي، منکر اعمال ترسره کوي او دخلګو مال او ځان ته زيان اړوي؛ بیا نو دشريعت په رڼا کې په دوي باندې د عمل مطابق حد پلي کيږي او په سزا رسېږي. داسې هم نه ده چې اسلام يوازې دعقوباتو(سزا ګانو) دين دی، لکه غربیان او مستشرقين چې وايي، بلکې اسلام د‌عقائدو، عباداتو، معاملاتو او حقوقو قانون او تګلاره هم ده.
علامه ابن قيم رح ویلي: دشرعي حدودو تنفيذ يو عبادت ده لکه دالله تعالی په لاره کې جهاد کول، دحدودو تنفيذ دالله تعالی له لوري په بندګانو يو رحمت دی، والي بايد دحدودو په تنفيذ کې ډير جدي اوسي او دی باید د زړه سواندي له امله حدود معطله نه کړي. د حد له نافذولو څخه به د والي موخه په خلګو شفقت وي چې له منکراتو را منع شي، نه ددې لپاره چې خپل قهر سوړ کړي او په خلګو برتري وکړي. لکه پلار چې زوی ته داصلاح لپاره سزا ورکوي، که پلار سزا پريږدي نو زوی به فاسد شي او يا لکه طبیب/ډاکټر چې مريض ته دده دصحت په خاطر ترخه دوا ور کوي. دده نیت به درعيت اصلاح، له منکراتو راګرزول او د الله تعالی رضا وي، بیا نږدې ده چې ده ته به الله تعالی د بندګانو زړونه ور واوړي. [السیاسة الشرعية في اصلاح الراعي والرعية ص ۱۲۵] دشرعي حدودو په پلي کولو کې خورا ستر حکمتونه نغښتي دي؛ چې يو شمېر يې په لاندې توګه بیانیږي:
۱_ دحد له پلي کيدلو څخه د مجرم عبرت:
کله چې په مجرم باندې کوم حد پلي شي؛ نو په راتلونکي کې مجرم له ناوړو کړنو څخه ځان ژغوري او ويره لري چې بيا دخپل عمل په سزا ونه رسېږي.
يو څوک جاهل، ګمرا، ضعیف الايمانه او يا عنادګر انسان وي چې وعظ او تبلیغ هیڅ اغیز نه پرې کوي، ځينې له الهي عذابه ویره نه لري او ځيني حتی ايمان نه پرې لري، نو دداسې کسانو دسمون لپاره له سزا پرته بله هيڅ لاره نشته، دعثمان او عمر (رضی الله عنهما) څخه دا قول را نقل شوی ده چې« الله تعالی بعضي کسان دقرآن په ذريعه نه، بلکي دباچا په لاس اصلاح کوي.
۲_ ټوليزه ګټه:
په ټوليزه توګه دحدودو د تطبیق ګټه داده چې په ټولنه کې نور خلګ دحد له تطبیق څخه اغيزمن شي او دا احساس ورته پيدا کيږي چې که دوی هم ورته عمل ترسره کړي بيا به دمجرم په څير دخپل عمل په سزا ورسېږي.
۳_ د حد له پلي کيدو څخه دکفارو اغيزمنتيا:
دحدودو په تنفيذ سره له مسلمانانو ور هاخوا کفار هم اغيزمن شي او اسلام ته يې رغبت پيدا شي، چې په اسلامي ټولنو کې مجرم ته دا ډول سزا ورکول کيږي! داسلام په لومړیو کې ډير کفار له حدودو اغيزمن شوي او ايمان يې قبول کړی ده. مثلاً دمسلمان او کافر به جنجال شو اود فيصلې وروسته به کافر ته خپل حق ورکول شو؛ نو کافر به حيران شو چې اسلام دا سې دعدل دين دی! نن چې په غربي هيوادونو کې د غلا، جنسي زورونې او اختطاف تر څنګ نور پراخ فسادونه په جدیت سره روان دي او دغربي قوانينو له مخې دمجرم پر وړاندې څوک دمجازات غږ نه شي کولای؛ شايد دوي په اسلامي ټولنو کې دشرعي حدودو تنفيذ ته په کتو متاثره شي او اسلام ته را واوړي.
۴_ځمکه له فساده ژغورل:
په کومو ټولنو کې چې مجرمين سرې سترګې ګرځي او د حيواناتو په څېر په خپله خوښه په پراخه کچه منکرات او فاحش اعمال ترسره کوي، نو هغه ټولنه له فساده ښې برخمنې وي او الله جل جلاله وايي «په ځمکه کې له اصلاح وروسته دفساد هڅه مه کوئ» (سورة اعراف ۵۶)ډیرو اسلافو ويلي دي چې په ځمکه کې اصلاح د رسول الله ﷺ په بعثت او ددين په اشاعت سره رامنځته کيږي او فساد بيا هغه مهال رامنځته کيږي چې منکرات په پراخه کچه روان وي او مخنيوی يې نه کيږي.
۵_ دحد په تنفيذ کې دژويو ګټه:
د حدودو په تنفيذ سره انسانان څه چې حيوانات هم په راحت کې کيږي. عکرمه رضی الله عنه وايي: کله چې قحطي راشي نو دځمکې ټول حيوانات او حشرات وايي«له موږ څخه باران دانسان دګناه په وجه منعه شوی ده».
رسول الله ﷺ وايي: په ځمکه کې يو حد نافذول د څلویښتو ورځو تر باران غوره ده.[نسائي او إبن ماجه] يعني لکه څنګه چې دباران په اورښت سره نباتات، حشرات او حيوانات له ژوند څخه تازه او نوی خوند اخلي؛ دا شان دحدودو په نفاذ سره دفساد مخنيوی کيږي، دخلګو مال او ځان په امن کې کيږي او په حيواناتو، حشراتو او نباتاتو هم دالله تعالی رحمت را نازليږي.
دا چې اوسمهال دنړۍ پر مخ يوازې افغانستان ده، چې دحاکم اسلامي نظام تر چتر لاندې مجرمينو ته سزا ورکول کېږي او شرعي حدود پلي کيږي، دشکر او ستاینې ځای ده او په نوره نړۍ کې هم د ورته نظام غوښتونکي يو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx