نظــر

استعمار په نړی، سیمه او هیواد کی – دریمه برخه

لیکوال: – الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

دموکراسی نظام : یا   تروریستی ، مافیه ،  فتنه او وحشت

د دیموکراسی نظام  ، فطرت د مظلوم بشریت  استثمارول او غلامول دی اسلام یوآخی دین نه بلکه د سولی او هوساینی نظام  او دموکراسی د جنګونو ،  استثمارولو غلامی ، فسادونو او بی ګناه وینو تویولو د دیموکراسی شیطانی نظام  به یا  استثمارول او غلامول پریږدی(  کوم چه  د دوی فطرت جوړ شوی د فطری خواصو پریښودل محال خبره ده ) که دا نه شی کولی یا نه کوی اسلام او اسلامی نظام به له منځه وړی چه د سولی نظام دی سوله او جنګ یو د بل مخالف قطب کی قرار لری ، تر دی چه مسلمانان هم  د نورو په شان استثمار او غلامان کړی  د اسلامی نظام په شتون کی د دوی استثماری ګټی په خطر کی دی یا به اسلام وی د دوی استثماری ګټی به نه وی او یا به د دوی ، استثماری ګټی ، جنګونه او وینی تویول وی سوله او اسلام به نه وی   د اسلام  او مسلمانانو سره  ځکه  په دشمنی کی دی دا پوښتنه چه دوی له نورو ادیانو سره ولی دشمنی نه کوی ؟

ځواب یی ښکاره دی ، هغه دا چه لمړی دا چه انسانی ساخت ادیان خو د بحث وړ نه دی انسان د دی وړتیا نه لری چه دین جوړ کړی یعنی هغه چه د انسان په لاس جوړ شوی دینونه هغه هم د استثمارګرو یوه فتنه چه د اسمانی ادیانو اهمیت او باور د خلکو تر منځ کم کړی او داسی نور ، بل اسمانی ادیان لکه اسلام ، یهودیت او عیسویت ، دوی باید ټول په اخره کی یو اسلام ته راټول شوی وی مګر هلته هم د استثمارګری ګټو په خاطر مذهبی استثمارګرو  ( یهودانو ) اول تورات کی دومره لاسوهنه وکړه  چه ډیر یهودان یی د عیسویت له منلو بی برخی کړل  او چه کله د دی الهی سلسلی اخری دین ( اسلام ) نازل شو داځل د یهودانو سره د دی وخت عیسوی استثمارګر هم یو ځای شول د تورات او انجیل په لاسوهنه یی یهودان او عیسویان له اسلامی اګاهی بی خبره باتی او بی برخی کړل که نه دا ټول باید اخره کی یو دین وی .

دا چه د یهودیت او عیسویت او په دی سلسله کی چه نور ادیان تیر شی یوی خانګړی سیمی او قومونو ته نازلیدل الله ج ته چه  د خپل مخلوق اړتیا وی او نیمګړتیاوی ورته ښی معلومی دی هغه وخت نه دومره اړتیا او نیمګړتیا وی چه خلک دی ورسره ډیری ستونزی ولری او د هغه ستونزو د هوارولو د پاره دی یو نظام . حکومت او غښتلی قانون ، پولیس او عسکر ولری  او نه انسانی فکر لکه دنن په شان دومره وده کړی وه چه د وسیلو په لرلو دی د ټولی نړی ستونزی سره ګډی او یو په بل اغیزه ولری یعنی له نړی دی یو کلی یا سیمه جوړه شوی وی ، الله ج ته په هر وخت کی د هر وخت او مکان علم دی ، چه په دی اخرو پیړیو کی به له یوی خوا د انسانانو شمیر ډیر زیات او د فکری ودی ، او هغه اړتیاوو له مخی چه د انسانانو تر منځ به ستونزی زیږوی  او د هغه ستونزو د حلولو د پاره ډیر پیاوړی او غښتلی نظام او شرعی قانون ته اړه ولری نو ځکه یی اسلام د اسلامی نظام او شریعت سره نازل کړو ، چه د دی متمدنی او پرمخ تللی پیړیو د استثمارګرو د استثمارولو اوغلامولو مخه یی نیولی وی ، الله جه د حضرت محمد د پیدایښت او پیغمبری له دوری تر قیامته پوری دا یوه دوره  ټاکلی ده یعنی تر اسلام بل نظام ته اړه نشته اسلام د دی ژوند تر اخری شیبو پوری کولای شی د انسانانو ستونزی په سوله او عادلانه شکل حل وفصل کړی .

د حق پلویانو د پاره  الله ج پیاوړی اسلامی نظام راولیږلو د باطل پلویانو د پاره شیطان د دموکراسی شیطانی نظام جوړ کړلو دومره کار یی ورباندی کړی چه تر اسلامی نظام یی غښتلی او پیاوړی وښیوی  او په ښکاره همداسی ښکاری ازموینه همدی ته ویل کیږی شیطان  ډیر انسانانو ته  دغه ساحرانه  نظام جنت جوړ کړی او هغه انسانان چه دا نظام نه منی د هغو د پاره هر ډول شکنجی  ، وژنی او داسی نور لکه دوزخونه هم له ځانه سره لری ، هماغه چه وایی چه دجال به له ځانه سره دوزخوه او جنتونه لری هغه همدغه جنتونه دی چه کرزی او غلامی اداری ته یی ورکړی او همدغه دوزخونه دی چه مجاهدینو ته یی ورکوی  .

نور اسمانی او غیر اسمانی ادیان د دوی غلامیو او استثمارولو ته غاړه ايښی ، تسلیم شوی  او یا د دوی د بدن غړی جوړ شوی  هغوی ته د دین نوم ورکول مناسبه خبره نه ده هغوی ټول اوس د حق په مخالف قطب کی قرار لری عیسویت او یهودیت په استثمار او غلامولو کی تر انسان ساخته ادیانو په اول صف کی قرار لری . حتی ډير مسلمانان یی دومره بی ځانه او بی ضمیره کړی چه تر کفارو په مسلمانانو ډير کفر او وحشت تر سره کوی ، د هغو مسلمانانو شمیر چه فعال او یا بینادی مسلمانان دی د مسلمانانو د شمیر په فیصدی کی هم نه راځی .

څه چه په اسلامی شریعت کی حلال په دیموکراسی  کی حرام او څه چه په اسلامی شریعت کی حرام په دموکراسی کی حلال دی  په بل عبارت اسلام  د سولی او دیموکراسی د جنګونو او استثمارولو ، وژنو او بیګناه وینو تویولو  نظام دی  دموکراسی  په  تروریستی ، جنګونو ، فتنو ، ، بد اخلاقیو ، بی بند وباره ازادیو ، درغلنو ټاکنو   فسق او فسادونو  تکیه لری  همدا یی د دین او نظام ستنی دی  د هغو زیر بنا استثماری ګټی ( اقتصاد ) دی  او د اسلام زیربنا  توحید یعنی  د یو خالق لایزال  بندګی کول دی د استثمارګرو ته غاړه نه ږدی او نه یی په  نورو ظلم   او وحشت ته پریږدی، د دموکراسی بندګان په همدی ژوند باور لری د الله ج سره   په  مخامخیدلو ، حساب کتاب ، دوزخ ، جنت  او نورو معنوی سپیڅلتیاوو عقیده  نه لری کله  د کمونستانو په شان په لفظی  او کله د کاپیتالیستانو په شان په عمل کی د مادیاتو بندګی او له معنویاتو انکار کوی  مادی لاسته راوړنو ( اقتصاد ) ته د یو معبود حیثیت ورکوی او هر څه د اقتصاد په ښه والی او خرابوالی پوری تړی  وایی همدا ژوند دی چه مړه په ژوندو او ژوندی په مړو بدلیدلو رابدلیدلو سایکل به تل دوام لری وایی مآده له منځه نه ځی  .

د تاریځ پاڼی واړوی هر چیری او هر وخت کی چه کوم وحشت ، بربریت ، د قومونو او نسلونو وژنه  رامنځته شوی مهمه نه ده چه هغه د چنګیزیانو له خوا  ، که هغه د انګریزانو ،روسانو او امریکایانو له خوا وی  او یا هغه د کمونیزم ، نشنلیزم او کاپیتالیزم په نوم وی  یا د دموکراسی  ، سکولریزم او  د یهودی ماسونیزم  په واسطه رامنځته شوی او یا یا د نورو کومو دلایلو له مخی  پيښ شوی جنګونه ،  دوی دخپلو استثماری ګټو د پاره څرخولی او څرخوی په جنګ او سوله کی  یوآځی دوی حضور لری جه نه جنګ ختم شی  او نه سوله رامنځته  شی  پرونی  کمونستانو او روسانو څومره   د امریکایانو  او اروپا یانو سره سرسخته دشمنی لرله په افغانانو یی  مات  او ټولی مستعمری یی تری خپلواکی کړی مګر کله چه د نړیوال یهودی استعمار پلان  بدل شو یعنی د روسانو په ځای د امریکایانو د اشغال نوبت راورسیدلو  هماغه روسان او افغانی کمونستان  ،  د انګریزی یهودی استعمار  سره په ملتیا   د نوو ( مجاهدینو ) په ضد یوه خوله او یو موټی شول .

د نن ورځی د کمونستانو او کاپیټالستانو د ګد دریز او سنګر څخه دا ثابته او په ډاګه شوه چه  کمونیزم ، نشنلیزم  او کاپایتالیزم دری واړه  د  یوه  دموکراسی شیطانی نظام زیږنده ده  له یوی سرچشمی خړوبه کیدل او خړوبه کیږی صرف په دومره توپیر چه هغوی به ورته  دیموکرات او کمونستی او دوی ورته  دموکراسی او سکورلیزم وایی کمونستانو به ویل چه اقتصاد باید د ټولنی ( حکومت ) په  واک کی وی او حکومت د کمونستانو لاس کی یعنی اقتصاد او هر څه د کمونستانو په واک کی وو یعنی کمونستان سرمایداران  او سیاست مداران وو  نور مظلوم اولس د دوی د استثمار او غلامی  لاندی وو او د دغه استثمار او غلامولو د پاره چه کمونستانو هم په روس او هم په نورو مستعمره  هیوادونو کی تر سره کړل په تاریخ کی ساری نه لری چه دوه میلونه  یی زمونږ په هیواد کی  په شهادت ورسول .

په کاپیټالیستی کی هم  ( چه ټوله سرمایه به د  فرد یا افرادو په واک  )  یعنی یو څو کسانو په واک کی وی او نور دی د هغو غلامان او د هغو د کارخانو چلونکی وی او دومره معاش ورکړی چه ژوندی پاتی شی او دا چه د لوړو او مسلکی زده کړو نه روپی لری او نه وخت ،   د مسلکی او حکومتی  چارو د مخ بیولو وړتیا هم نه لری په هر صورت په سلو کی نهه نوی خلک غریب او په سلو کی یوه برخه د زر ، زور او زیور یا هر څه لرونکی دی  .  یعنی هماغه  یوه دیموکراسی ده  په  روسانو کی د کمونیزم او امریکا ، اروپا او نورو هیوادونو کی د کاپیتالیزم او په ځینو هیوادونوکی بیا د نشنلیزم په نوم  راښکاره کیږی کله د صلیبیانو په مقابل کی کمونیستی بلاک جوړوی او کله بیا د مسلمانانو په مقابل کی  صلیبیی جنګونه او اوس کمونستان ، یهودان او صلیبیان د مسلمانانو په ضد نړیوال جنګ رامنځته کړی وای خر هماغه ، مګر کته یی بدله ده   .

د سیافانو او رباینانو په شان پلورل شوی یی  یا له اوله په  اسلامی خوځښتونو کی ځای په ځای کړی او یا یی لکه د حزبیانو په شان اخره کی په بیه رانیول  کله له  اتحادونو او  اعتلافونو کار اخلی . کله د خپلو شومو ګټو په خپلولو او  ویشنه کی سره دوستان او کله  یو د بل سرسخته دشمنان  جوړ  شی ، کله په ښکاره دشمنان په پټه دوستان او کله په ښکاره دوستان  په پټه یو د بل د بدنامولو او ناکامولو وسی او هڅی لری مګر د مسلمانانو به مقابل کی خپلی هر ډول دشمنی شاته غورځوی  او یو د بل سره سکه ورونه جوړیږی .

دا چه د دموکراسی شیطانی نظام  زیربنا اقتصاد ( استثماری لاسته راوړنی ) دی ، د هر څه څخه چه  د دوی اقتصاد قوی او د دوی شیطانی غریزی مشبوع کوی هغو ته په ډير مهارت او شیطانی  تاکتیکونو لاسونه اوږدوی .  مثلا د نشه توکو تولید او توزیع د نړی په ټولو مستعمره هیوادونو کی تولید او د دوی  د خرڅلاو بازارونو ته وړاندی کیږی د ممنوعیت  او غیر قانونیت په نوم یی قیمت څو ځلی لوړوی . یا د ښځو  او د بشری حقوقو د دفاع چیغی وهی ، برخلاف  له ښځو یی د تبلیغاتو د پاره لکه د خامو موادو په حیثیت کار اخلی د هغو بربنډو او نیم بربنډو  بدنونو خپل تجارتی مالونه خرڅوی  او هم د ښځو رسمی فاحشه خانی چه رسمی لایسنس ولری وازوی ، د ښځو د ښځو او د نارینه وو د نارینه وو سره ودونه قانونی کوی  اوکله یوه ښځه د څو نارینه وو او یا څو ښځی د یوه او یا د څو نارینه وو تر منځ جنسی غریزی تر هغی چه رضایت سره ولری باک نه لری حتی د دوی په قانون کی یو له بله د میراث  مستحق دی. دا چه د حیواناتو سره څه نه کوی د ویلو وړ نه دی .

د دی دپاره چه  د دوی د استثمار د پاره اسانتیاوی ولری ډډیره هڅه  یی داده چه کورنی جوړښت د نکاح په لمنځه وړلو او بی معنی کولو ړنګ کړی نه مور او پلار معنی لری ، نه ورونه او خویندی نه خور ، لور او دا سی نور ، یعنی  د ټولو تر منّځ  د وینی یا عقیدوی اړیکوپه ځای یواځی مادی اړیکی وی .

دموکراسی نظام د نکاح په لمنځه وړلو او  بد اخلاقیو  په رواجولو پاندی انفرادیت رامنځته کوی په انفرادیت کی د دوی استثماری کړنی په اسانی ترسره کیدلی شی  او په دی واسطه به یی د مظاهرو اوپاڅونونو مخه نیولی وی  دایی له درنده حیواناتو زده کړی هله ښه ښکار کولی شی چه ښکاری حیوانات یی ځانله کړی وی دوی هم  خپل مظلوم اولس او هم د  نړی مظلوم بشریت  په اسانی استثمارولی شی بی له دی چه دوی دهغوی په مقاومت وخت او روپی ضایع او یا نطامی کړنی تر سره کړی .

دا  د الهی  اود دموکراسی شیطانی نظام توپیرونه وو او د نړی اوسنی د حق او باطل جنګونه چه د نړی مظلوم بشریت او په ځانګړی ډول د اسلامی نړی فعال او رښتینی مسلمانان ورسره مخ دی ،  الهی ازموینه اسانه نه وی ازموینه کی داسی څه رامنځته کیږی چه د هغه شخص یا اشخاصو له وړتیا پورته وی ، که هغه شخص او یا هغه اشخاص په دی باوری وو چه د الله ج  د قدرتپه مقابل کی بل قدرت نشته  همدغی ته ایمان وایی چه الله ج ورته د بریاوو زیری ورکوی ، انتم االعلون ان کنتم مومنین ( تاسی بریالی ،  که تاسی مومنان یاست ) یعنی تاسی په دی باور ولری چه دالله ج  د طاقت سره هیڅ طاقت د مقایسی وړ نه دی او دالله ج  هغه لوی طاقت د هغه شخص یا اشخاصو سره دی نو هغه شخص او اشخاص ولی د کمزوری او ناهیلیو احساس وکړی هغه په یو ځان کولی شی د نړی تر تولو لوی طاقت سره په ډيره میړانه وجنګیږی او بریاوی هم تر لاسه کړی مونږ په تاریخ کی  د دی ډير مثالونه لرو .

جنګ وسله نه کوی ، جنګ وسله چلونکی کوی ، وسله چلونکی که قوی مورال و نه لری جنوګ نه شی کولی قوی مورال د قوی ایمان سره تر لاسه کیږی او د قوی ایمان خاوند باید سپیځلی هدف و لری که هغه پوهیږی چه هغه په چا ظلم نه کوی بلکه د ځان او نور مظلوم بشریت له حقوقو څخه د دفاع په خاطر د ظالمانو په مقابل کی جنګیږی ، قربانی ورکوی  د دغسی مجاهد او مجاهدینو په مقابل کی د نړی یو  طاغوت هم مقابله نه شی کولی ، رشتینی مجاهدین بریاوی تر لاسه کوی ، دا  هغه قانع انسانان دی ،چه الله ج په اړه فرمایی زه له دوی او دوی له ما راضی دی دوی زما رښتینی بندګان او زما جنتونو کی دی ننوځي .

په نړی او سیمه کی د استعمارګرو مظالم او وحشت  

ښه مثال یی د روسانو او امریکایانو پرونی دشمنی او نننی دوستی او یو  بل سره هراړخیزی مالی ، میدیاوی ، استخباراتی او نظامی مرستی او یو بل ته د  اسانتیاوو برابرول د حیرانتیا وړ دی ، هماغه هیوادونه چه پرون د روسانو اقمار بلل کیدل نن د امریکایانو او هغه چه د امریکایانو اقمار وو نن د روسانو په اقمارو کی یی ځای نیولی ،  هماغه د  چین او روس کمونستان  چه  د امریکا په ګډون لویدیز ته  به یی د بشریت دشمن او  امپریالیزم ویلو او حتی په افغانستان باندی د روسانو دیرغل بهانه همدا وه چه افغانستان کی د امپریالیزم په ضد د افغانستان د کمونست حکومتونو سره د مرستی د پاره یرغل کوی مګر کله چه د  امپریالیزم د  رښتینی یرغل او اشغال وخت راورسید روسانواو چینایانو ورته نه یواخی هر کلی ووایه بلکه هر ډول مالی ، استخباراتی ، میدیاوی او نظامی مرستی یی ورسره وکړی ، دا چه روسان او چینایان د لویدیز او امریکا له سیالی وتلی ( امریکایانو ته د خپل نفوذ لاندی عادی هیوادونو په شان ښکاری )  په نړیوال استعمار به فوکس وکړو .

په عربی هیوادونو کی چه مجاهدین د دوی د وحشی غلامانو په مقابل کی د جهاد ژغ پورته کړلو  دوی په اوایلو کی ونه توانیدل چه د خپلو غلامانو څخه دفاع وکړی ځکه ډيری بدنامی څيری وی اولسونه یی له وحشت او مظالمو تر پوزی رارسیدلی وو وخت یی وو چه باید لیری شوی وی  او نړیوال استعمار هم په خپلو غلامانو تر  اخری کچی عاشقان نه شی پاتی کیدلی که قوت یی درلود او د دوی استثماری ګټی یی خوندی کولی او ساتلی شولی دوی یی سپورتوی او ستاینه یی کوی او که له کاره ولویدل دوی یی هم  ټولی سرمایی په خپلو هیوادونو کی فریز کړی  یعنی څه چه یی رشوت کی ورکړی وی هغه یی تری تر لاسه کړی او ځینو ته دوی خپله هم د  دیکتاتور او ظالمانو نوم هم واخست  اوحتی لکه د ایران رضا شاه ته یی سیاسیی پناه هم ورنکړه  په دی چه دهغو په بینکونو کی سرمایه یی فریز کړی ، قذافی بیچاره چه هر څه یی ورته تسلیم کړل د همدوی په لاس په بی عزتی سره ووژل شو ، صدام حسین چه دایران په مقابل کی یی هر ډول ممنوعه وسلی او وسیلی  ورکولی مګر کله چه د پلان برخه دی کچی ته ورسیدله چه هلته د شیعه وو کمربند جوړ کړی اعدام یی کړلو  ، او داسی نور او نور .

یعنی هماغه دمجاهدینو جهادی روحیه یی  په نشنلستی یا د عربانو په پسرلی مسمی کړه  او هماغه د عربانو د پسرلی پواسطه یی خپل پخوانی سپی لیری او نوی سپی چه تر پخوانو یی غاشونه لوی او پیاوړی دی کینول ، په مصر کی چه د دوی په خلاف د اخوانیانو اسلامی ګوند د همدوی د شیطانی دیموکراسی له مخی سیاسی قدرت تر لاسه کړو هلته یی موازی ورسره د السیسی یهودی جنرال په واسطه کودتا ورته جوړه کړی وه ختم یی کړل مشران یی ورله شهیدان او کشران یی ورله په زندانونو کی تر ټولو سختو شکنجو لاندی نیولی دی ، په سوره کی وګوری چه هم یی د بشار الاسد ملحد او شیعه رژیم ته  په پټه څو بیلونه ډالر د القاعده ( مجاهدینو ) د مخنیوی د پاره ورکړی وی او هم یی د مجاهدینو سره ځانونه په دی خاطر ملګری ښودل چه مجاهدین د اسلامی نړی په سترګو کی د امریکا او لویدیز جاسوسان معرفی کړی او هم د سوری شاوخوا یی خپلی جنګی بیړی ځای په ځای کړی وی چه مجاهدینو د نړی د مسلمانو د خلکو یا د هغو وسلو مخه نیولی وه چه د اسد د هوایی قواوو د ویشتلو د پاره موثره وی ، د اسد او مجاهدینو تر منځ یی جنګ اوږد وساتلو تر څو ډیر مسلمانان او نظامی قوتونه پکی کمزوری او نابود شی په اخره کی یی د روسانو سره موافقه وکړه چه د اسد د مخالفینو سره به مرسته نه کوی په دی شرط چه د اسد رژیم له کیمیاوی او بیالوژیکی وسلو کار وانه اخلی .

د نړی په هر هیواد کی د دوی لاس او پښی دی که کوم هیوادونه چوب دی د همدوی په واسطه چوب او که په کوم یو هیواد کی اور بل دی خلک وژل کیږی او تباه کیږی هغه هم د دوی له لاسه او دوی پکی خپلی استثماری ګټی لټوی او خپلوی ، د وحشی او ظالمو انګریزی اسراییلو او د مظلوم فلسطینیانو حال ته وګوری چه د امریکا او انګریزانو په مستقیمو کړنو اسراییلو په زور هلته د خپلی خوښی حکومت جوړ کړلو د فلسطین مهمی سیمی چه د هغو خوښی وی هغو ته یی اصلی اسراییل ، او فلسطینیان ته چه یی کومی سیمی نیمه ایله کړی هغه هم یو د بل سره نښتی نه دی یو د بل سره حتی تماس هم نیولی نه شی د یوه بل سره به مرسته که غواړی هم نه یی شی کولی  ویست بینک یعنی د عباس ملحد برخه خو یی تر دی کچی رسولی عسکری قوه خو نه لری مګر پولیس یی هم د وسلی ګرځولو حق نه لری ، او د غزی مسلمانان چه فکری او رښتینی مسلمانان یعنی مجاهدین دی که هغو سره څه وسلی شتون لری مګر په زندان کی اچولی چه یو اړخ ته یی اسراییل ، بل اړخ ته یی اوبه او بل اړخ ته تر اسراییل بدتر د یهودی السیسی ظالم او غیر قانونی حکومت شتون لری ، چه اوبه او خواړه یی هم د اسراییلو له خوا دی کله چه یی خوښه شی پریږدی یی او که نه  اسراییل کولی شی چه د همدی بندیزونو په واسطه هم هغه مسلمانان ووژنی او یا یی غلامان کړی . خو دا کار سمدلاسه نه کوی په قرار قرار خپل نظامی روزنی ورباندی تر سره کوی  په هر ځل حمله کی یی څو زره بی ګناه خلک په شهادت رسیږی نړیوال استعمار نه یواځی یوه اوښکه ورباندی نه تویوی ، حتی نه یی غندی او حتی د اسراییلو دمظالمو تایید او د جنګ ټوله پړه د حماس ګوند په مجاهدینو ورتپی .

دمنځنی ختیز حالات یی داسی ترینګلی کړی  چه هره ورځ ، هره اونی او هره میاشت د سنیانو اوشیعه ګانو د لوی جنګ د رامنځته کیدلو موجبات یو د بل پسی خلق او حمایه کیږی  چه اسراییل ایران او امریکا سعودی ته وسلی ، وسیلی او پیسی ورکوی  امریکا د بحرین د شیعه انقلابیانو په سرکوبولو کی د سعودی حمایت کوی خو په عراق او افغانستان ، سوریه او عراق کی د شیعه وو کمربند جوړوی( یو بام دوه هوا )  په بزنیه کی د مسلمانانو سره مرسته خو په چچنیه کی د مسلمانانو په ضد د روسانو دریز تاییدوی او داسی نور او نور

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x