نظــر

‏د دوحې غونډې پای ته رسیدل او راتلونکي ویښتابه ته اړتیا

 

خالقیار احمدزی
وروسته تر هغه چې د حاکم نظام د بهرنیو چارو وزارت له بهرنیانو سره له څو پړاویزو خبرو وروسته نتیجې ته ونه رسیدل او په تعقیب یې له غونډې یواځې څو ګړۍ مخکې د شرایطو د عدم تعمیل له امله، خپل ګډون بې ګټې وباله؛ د دوحې د لوړې کچې کنفرانس هم خپل وِجاهت له لاسه ورکړ او له دې امله چې د خبرو اترو لپاره مقابل لوری نه وه او ټول په خپلو کې د خپلو ګټو د تحقق لپاره راټول شوي وه، نو ورغلو دیپلوماتانو ته هم دا غیر متوقع سفر حیرانوونکی وه او یواځې د ساتیري لپاره یې څو ورځې د دوحې په لوړپوړیزو ودانیو کې تیرې کړې.

د دوحې په غونډه کې د ا.ا.ا د استازو نه ګډون وښودله چې هغوی له لویدیځ سره د تعامل لپاره بیړه نه لري او په خپلو اصولو او معیارونو کې لا هم لویدیځې نړۍ ته د سر خَم کیدو لپاره چمتو نه دي.
د دوحې د کنفرانس جوړښت یوه پلان شوې مرموزه لوبه وه، چې ا. ا. ا په خپل عدم حضور سره ګډوډه کړه.
امریکا او متحدینو یې تر پایه هڅه وکړه چې
د سیمې هېوادونه (ګاونډیان، چین، روسیه، ترکیه او…) د ا.ا.ا پر وړاندې ګډ دریځ نیولو ته وهڅوي، خو له پاکستان پرته یې کوم متحد ونه موند.

ګاونډي مسـ‌‌‌‌/‌‌‌ـلمـ‌‌‌/‌‌‌ـان (پاکستان) تر پایه د ملګرو ملتونو لخوا د ځانګړي استازي ټاکل(چې د ا.ا.ا لخوا رد شوی وه او نورو هیوادونه یې هم په ټاکلو کې دوه زړي ول، د انتصاب غوښتنه کوله؛ خو بل لور ته د چین، ایران او روسیې هیوادونه بیا د ا.ا د دریځ پلویان وه.
چې وروسته له رابلل شویو افغان نما څیرو سره هم د روسیې او ایران استازو له کتنې ډډه وکړه، خو د پاکستان په ګډون نورو یو څه لیفټ ورکړ.
د ناستې تر تدویر وروسته د ترکیې انادولو خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا له خولې ولیکل چې د افغانستان په اړه هر ډول نوښت او د یو نوي سمت رامنځته کول د ا‌‌سـ‌‌لامي ا‌‌مـ‌ـ‌‌ـا‌‌‌ر‌‌ت‌‌ او سیمې هېوادونو له مُـ‌‌‌‌ـ‌لا‌‌تړ پرته له ماتې سره مخ دي.

امریکا چې تر پرونه یې د افغانستان په تړاو ټولې غونډې د ا. ا. ا د استازو له ګډون پرته تر سره کولې، نن په دومره مهمه او د لویې کچې غونډه کې د ا.ا پر نه ګډون ګوته په غاښ شوه او تر دې وروسته ښایي د خپلو موخو د تحقق لپاره پر نورو کسات اخیستونکو ګامونو غور وکوي

دا چې دا ګامونه به څه وي او څومره باید ورته ځیر شو، دلته یې جوتوم.

۱_ امریکا لکه څنګه چې ظاهراََ د حکومت له مخالفو څیرو سره همکاري ردوي نو ښایي چې تر دې وروسته به په منځني ختیځ، اوکراین او تایوان کې له خپلو رقیبانو سره د ښکیلتیا له امله، له ا.ا.ا سره تعامل ته د مجبوریت له کبله تن ورکوي، څو یې په سیمه کې د نورو رقیبانو سره د سیالي لپاره، یو ښه دوست موندلای وي؛ په دې توګه به د رسمیت باب د پرانیستې ترڅنګ، افغانستان له نړیوالې انزوا خلاص او ترڅنګ به یې د سیمې د مهم سوداګریز او اقتصادي څلور لاري په حیث بدلیږي.

۲_که امریکا او متحدینو یې دغه آفشن د خپلو ګټو د ساتنې لپاره اغیزمن ونه باله بیا به نو د هر ډول سیاسي او…. فشارونو په واردولو سره به په جګړییز ډګر او سیاسي میز کې د ګالل شوي وقاحت بدله اخلي.
امریکا کیدای شي پر ا. ا. ا د فشار راوړلو په موخه د ټیشو پېپر په توګه د پوروړي پاکستان له مجبوریت او ناوړه سابقې، څخه د اوسني حکومت د مخالفینو (جبهه مقاومت او…..) په چاغښت، تمویل او تجهیز کې کار واخلي؛ کیدای شي هغوی ته د سیاسي دفترونو په نوم مجلل ځایونه په واک کې ورکړي او د افغانستان پر وړاندې یې په پټه او شکاره توګه وکاروي.

پورته دواړو متوقع پایلو که نتیجه ورنکړه، او امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د اوږدمهاله ګټو د خوندیتابه څرکونه ونه لیدل او د سیخ او کباب د نه سوځیدو لوبې ته یې دوام ورکړ، په دې ډول چې نه یې ځان د نورو، نه د واکمنو کړ او د اوسني ګونګ وضعیت دوام یې د ځان په ګټه وباله په دې توګه د افغانستان اوسني ویښ مشرتابه ته پکار ده چې د امریکا تر سیوري لاندې د ملل متحد په نامه د نیویارک میشتې ډلې د یوه ښه بدیل په توګه، سیمه کې د ځان په نفع ښه ځای پیدا کاندي.
د هند، روسیې، چین، ایران، ترکیې او د شمالي ګاونډیو هیوادونو سره رغنده تعلقات کولای شي، چې پر یـ‌هود‌پاله امریکا سر وڅرخوي او په خپلو محاسباتو کې یې پاته راولي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx