حریت اونیزهپښــــتو ادب

حریت فکري روزنه؛ د نبوي مبارک سیرت د دویم پړاو د لومړي دور ازموینه واخیستل شوه

حریت فکري روزنه کې د مبارک نبوي سیرت د تدریسي حلقې د دویم پړاو د لومړ‎ۍ برخې – مکي دور – ازموینه له هغو زده کوونکو واخیستل شوه، چې دا حلقه يې تعقیب کړې وه. ۱۴۴۵/شعبان/۱۱

دا حلقه چې ټول پکې نهه درسونه را ټول و، شاوخوا ۵۵ تنو زده کوونکو، محصلینو او طالبانو ته د نبوي سیرت د مکي دور لړ‎ۍ تدریس شوه، په ازموینه کې يې څه کم څلوېښتو تنو ګډون کړی و.

د دې پایلو د اعلان په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د حریت اونیزې مسؤل دادمحمد ناوک وویل، د فکري رغون، کورني ژوند، ځان جوړونې ا

د زده کوونکو د نمرو لیست

و په پایله کې د ملت جوړونې او امت د روحيې د پیاوړتیا په موخه نبوي سیرت لوستل او تر نورو رسول د مسلمان ځوان لوی مسؤلیت دی.

هغه د اصحابو کرامو رضوان الله علیهم اجمعین د ځينو کارنامو د نمونو په وړاندې کولو سره وویل، چې ځوانان باید له ځانه د باندې، ټولنیزي، ملي او د امت په سطحه فکر ولري او د خپلو اسلافو کارنامې او ژوند دود دقیق مطالعه کړي.

انعام الحق انصاري دا تدریسي حلقې د الله جل جلاله فضل وګاڼه او په ځوانانو يې غږ وکړ، چې د دې حلقو جریان له لاسه ور نه کړي او هڅه وکړي چې مدني دور هم تر پایه ورسوي او راتلونکو حلقو کې خپل نور ملګري هم را دعوت کړي.

دې ازموینه کې ښاغلي محمد ظاهر د محمد جمعه زوی لومړۍ درجه خپله کړه، چې د نورو جوایزو تر څنګ لپټاپ کمپیوټر هم ډالۍ ورکړل شو، محمد بشیر د دریا خان زوی دویمه او فرید احمد د دولت خان زوی درېیمه درجه خپله کړه، چې په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.

په دې غونډه کې د زده کوونکو په استازیتوب موسی خان خبرې وکړې او له حریت فکري روزنې يې مننه کړه چې دغسې زمینه یې برابره کړې ده، په خبره يې له مکي دور نه وروسته يې رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې ډول وپېژانده چې وړاندې يې په دې اړه معلومات نه درلودل.

په دې حلقه کې د مولوي صاحب عنایت الله علمي «د سرورکاینات صلی الله علیه وسلم ژوند» له کتابه معلومات د تدریس په ډول وړاندې کېږي، چې اونۍ کې دوه ورځې تدریسېږي.
زموږ ادرسونه:
facebook.com/HuryatAwnizah
youtube.com/@huryatawniza
twitter.com/AwnizaH
t.me/HuryatAwniza
chat.whatsapp.com/JXU3Zpa37upAgQ8bJdquY8
whatsapp.com/channel/0029VaCt8HYJkK7GvL4nkI0b

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx