شعـــــرونه

غـزل / بازمحمد

يو ښه عادت لــرم پــه مـینـه کې جـــفا نـــه منــم
او بله دا چې پـــه غـريب پــسې خــندا نــه مـنــم

زه به هرڅـه له ستـانه ځار کړمه پروا مـــه کــوه
ښکلی يې ښــکلی ای وطنه ستـــا ســودا نه منـــم

زه عبــادت د هر عابد مـنـم خــو دا مــې واورئ
چې کـــړي ريـــا په عــبادت کې هغـــه بـیا نه مـنم

ډيــر عــالمان او مـــــلایان پـــه دې مســکن مـنــمه
خــو بې عـمله مــلایان زه پـه ريښتيا نـــه منـم

هر څـه کـــوم زه بـــازمــحمد د رب رضــا دپــاره
ظلم زیاتی د خدای مخلوق ســره د چــا نــه منم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx