نظــر

د ا.ا.ا په غياب کې د بهرنيانو غونډې د افغانستان په هکله د مداخلو هڅه ده

د،ب،هيښ

د غوايي دکودتا (افغاني تراژيدي او د وحشتونو پيلامه)نه را په دېخواافغانستان دوحشي استعمارګرودپاره دبزکشۍميدان شو اوهريوه خپل جنايتي-اجنټي چاپ اندازانو ته ماموريت ورکړچې خپل دبربريت اسونه وځغلوي او د شيطانت خوسۍدافغان اولس په وژلواودافغانستان دديني-ملي ارزښتونواومقدساتو په پايمالولودحلال دایرې ته ورسوي.

د نظامي وحشيانه تجاوزونو او اشغال نه نيولې تر سياسي-اقتصادي تحريمونو پورې يې داسې نارواوې او ظلمونه وکړل چې د بشر په تاريخ کې بې مثاله دي.

د بل لوري نه ددې د پاره چې خپلو جنايتونو ته کاذب توجيهات پيدا کړي، خپل اولسونه وغولوي ،په ډېر مکارانه او شيطاني شکل د غونډو ،کنفرانسونو او مجلسونو(د ژنیو کنفرانس ، د بن غونډه ، په توکيو ، لندن او دوحه کې غونډې )په دايرولو ( بې د افغان اولس د استازيو) داسې وښيي چې ګواکي دوی په افغانستان کې د ددوی په وسيله دلګېدلې اور د ګل کولو د پاره د اطفايي وظيفه اجرا کوي، ځکه د دوی په استدلال افغانان د خپلو مشکلاتو د حل لياقت او ظرفيت نه لري . حال داچې د افغانستان د وروستيو لسيزو تراژيدي هېڅ داخلي بعد،انګېزه او علت نه لري ، بلکې د بهرنيانو د مستقيمو(نظامي تجاوزونو او اشغال ) او غير مستقيمو(د خپلو اجنټو او غلامو عمالو په وسيله لکه کمونستان ، تنظيمي اشرار او تکنوکرات په نامه د پرديو استخباراتو روزل شوي اجرتي قاتلان ) مداخلو نه سرچينه اخلي.

دغې شيطاني غونډو بې له مصيبت نه بل هېڅ ګټه افغانستان ته نه ده راوستلی ،بلکې د مذهب ،قوم ،ژبې او سمت په نامه فتنې يې هم په مصنوعي او پلان شوې توګه توليد او د خورولو د پاره ئې تلاشونه جاري کړل . نتيجه‌يې موږ په خپلو سترګو وليده چې څه شان هولناکه او زړه ټکانوونکي جنايتونه د افغان اولس په حق کې وشول .

اوس چې د ۲۰۱۵ م کال د اوګوست د مياشتې نه په افغانستان کې د افغان اولس په پریمانه قربانۍ او مبارزه د پرديو د مستقيمو او غير مستقيمو مداخلو ټغر ټول شو.

اجنټان او ملي خايينان د سياسي صحنې نه وشړل شول .

په تاريخي لحاظ اول وار داسې سياسي واکمني راغله ، چې د ديني-ملي-اولسي ارزښتونو په بنياد جوړه شوه.

شر-فساد او اصلي عامل(سياسي واک د اشرارو او پرديو د اجنټانو له لوري غصب) يې ورک شو.

سوله او سراسري امنيت برقرار او د هر افغان عزت ،ناموس ،مال او ځان د انسان نما درندګانو(داخلي او خارجي) د تجاوز او وحشت نه نه مصؤن شو.

دا عظيم او تاريخي تحولات د استعمارګرانو او د هغوی د اجنټانو د پاره قابل د هضم نه دي او د افغان اولس خپلواکي او مستقلانه سياست د دوی په سترګو کې اغزی دئ او خوند نه ورکوي چې فقير ، جنګ ځپلي ، په وچه کې ايسار افغانستان دې د نړۍ په جغرافيه کې د خپلواک سياست په مخته بيولو سره ظهور وکړي . ځکه دوی د سوونو کالونو راهيسي په نړۍ کې مستقيم او يا نيابتي تسلط لرلو او لري يې .

دوی همغه د پخوا په شان شيطاني محاسبه کوي، چې بيا به د څو خايينو او وطنفروشو عناصرو په وجود کې دلته د شرارت په جوړولو خپل شيطاني اهداف پوره او خپل استعماري تسلط وساتي .

په همدې مناسبت د نامنهاده ملل متحد ( چې د استعماري قدرتونو د شيطاني سياست اجنسي او دستګاه) ده په وسيله يې نويې توطئه د دوحې غونډه ترتيب کړه څو خپلو مداخلو ته دوام ورکړي او دغه موجود امنيت او ثبات بيا له منځه يوسي.

ددې توطيې دوه هدفونه وو:

اول داچې افغانستان کې خپل جنايتونه او وحشتونه توجيه کړي او داسې وښيي ، چې د دوی د ورکېدو سره په افغانستان کې حالات سم نه دي (د دوی په اصطلاح بشري حقوق ، د ښځو حقونه او ټول شموله واکمني نشته)

دوهم د افغان اولس له لوري عاق شوي ،استفراق شوي او منفور فراري عناصر (غله، غاصبان،جاسوسان، جنګي جنايتکاران او ملي خايينان ) چې د دوی د شيطاني پلانونو مجريان وو او اوس د کوما په حال کې دي ،په شا وټپوي ، په مړژواندي وجود کې يې مصنوعي هوا ور پمپ کړي او د بيا شرارت د پاره ئې حدالاقل په تبليغاتي جنګ کې استعمال کړي .

خو الحمدالله د افغان اولس سياسي زعامت چون د ملت د بطن نه زېږېدلی ، د ملت د زړونو نه خبردئ ، ايمان-تفکر-احساس-عقيده او تعهد يې د دين -ملت -وطن -خپلواکۍ او ملي ارزښتونو سره د ملت په شان ده او د پرديو د مداخلو او دسيسو د مصيبت اوږده تجربه لري ، په ډېره هوښيارۍ ، بېدارۍ او زرنګۍ دا دسيسه درک او په مقابل کې يې په قاطعيت دريځ ونيو او د نه ګډون پرېکړه يې وکړه، چې د مداخله ګرانو ټول پلانونه يې خاورې کړل.

د ااا په‌دې پرېکړه دا پيغام دونيا ته ورکړ ، چې افغانستان يو مستقل هېواد دئ او د نورو سره تعاملات او روابط به هم د استقلالیت په بنا جوړوي . نور د پرديو دخالتي- مشورتی او غونډې نه زغمل کيږي او نه تحمل کيږي.

په افغانستان کې هېڅ نوع سياسي ستونزه نشته .

ديني-ملي-اولسي حاکميت برقرار دئ.هېڅ نوع تعصب او توپيري چلند نه زغمل کيږي ، بلکې حرام،جرم او عظيمه ګناه ده ، چې مرتکبين به يې د سختې جزا سره مخامخ کيږي .

ټول افغانان مساوي(سياسي- تعليمي-تحقيقي-حرفه اي-مهارتي-اقتصادي-اجتماعي -جنسيتي او عدالتي) حقوق لري او هېڅ امتياز يو په بل نه لري مګر په تقوا(ديني-سياسي- اقتصادي-اجتماعي-ثقافتي او امنيتي)سره .

دا هم حقيقت دئ چې ځنې مشکلات وي ، بيا هم دا زموږ داخلي موضوع ده، چې حل کول يې زموږ ديني-ملي وجيبه ده ، نه د پرديو .

دلته يو عظيم، هوښيار او باتجربه اولس دئ، چې د هرې ستونزې د حل کولو ظرفيت لري .

تجربه او تاريخي شواهد ښيي چې بهرنۍ مداخلې (تر هر نامه او عنوان لاندې) چې صورت نيسي ،زموږ د ملت ستره ستونزه او مصيبت وو، دئ او وي به . خو سياسي واکمني لکه اوس ددې ستونزې(بهرني مداخلات) سره د ديني-ملي -اولسي ارزښتونو په پام کې نیولو سره بايد جدي او قاطع عمل وکړي . څو د پخوا په شان افغانستان د پرديو د مداخلو او رقابتونو لابراتوار او ډګر و نه ګرزي.

تل دې وي خپلواکي او ازادي
ژوندی او دوامداره دې وي خپلواک زعامت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx