نظــر

د افغانانو رښتني استازي څوک دي؟

شننه او لیکنه: ارسلا مفتون (ابرار بهیر)

دا چې دوه کاله او څو میاشتې پوره کیږي، چې افغانستان له بشپړ اشغال خلاص شوی، تازه یې د ارام ساه اخیستې، د بشپړ خود کفایې او ځان بسیاینې په لور ګړندي ګامونه اخلي.

سره له دي چې د نړیوالو، سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو د شومو پلانونو او نامشروع غوښتنو سره مخ دی، خو بیا هم د پخوا په پرتله په داخلي او خارجې اړیکو کې یو نمونه ګرځیدلی، خارجي سیاست کې د توقوع خلاف مثبت نتایج لري، که هغه د اړیکو، سیاسي، اقتصادي، نظامي، فرهنګي، تعلیمي او هره برخه کي وي.

ورځ په ورځ په نورو هیوادونو کې افغان سفارتونه طالب چارواکو ته تسلیمیږي، ورسره څنګ کې د نورو هیوادونو سفارتونه په افغانستان کې فعال حضور لري، چې په نتیجه کې یې سیاسي، اقتصادي، نظامي اړیکې د سیمې او نړۍ په کچه نورمال حالت کې دي.

چین، روسیه، ترکیه، عربي امارات، ایران، سعودي عرب، پاکستان، جرمني، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان، مالیزیا او ډیر شمېر نور هیوادونه له افغانستان سره هر اړخیزې اړیکې پالي، یو او بل ته باور لیکونه سپاري او لا نور هم دغه لړۍ جریان لري.

بل خوا طالب او اوسنی اسلامي نظام، د افغان غویور ملت له بطن څخه راټوکېدلی نظام دی، ملت یې په پوره میړانه په هر وخت کې کلک ملاتړ کړی، که هغه د اشغال د خاتیمې په برخه او یا د نظام د ټینګښت او جوړولو برخه کي وي. داخلي مشروعیت یې تر لاسه کړی، د دولت په ټولو پریکړو، تصمیمونو او د نظام په جوړښت کې ملت بشپړ او هر اړخیزه ونډه لري.

د نامطلوبو ګوندونو ختمول، د ژبې، قوم، خیل، سمت او نورو تعصبونو له مینځه وړل، له ظالم څخه د مظلوم حق اخیستل، د توپک سالاریو او ملک الطوایفي له منځه وړل د اوسني اسلامي نظام لویې لاسته راوړنې دي.

په اقتصادي برخه کې یې په ملیاردونو صادرات، د هیواد د لویو ښارونو تر منځ نښلوونکي عمومي سړکونو د پخېدو چارې پیل، د اوبو مهارول، د قوشتېپې کانال جوړول، د کانونو، معدنونو، تیلو، سیمنټو، نفتو، ګازو او د ډبرو سکرو پروسیس او د هغوی څخه د عوایدو تر لاسه کول یې لویې اقتصادي لاسته راوړنې دي.

که څه هم په ملې سطحه لا ځینڪب سطحي ستونزې شتون لری، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې به حل شي، خو په خارجي پالیسي کې یو مثالي نظام دی، چې په نړیواله کچه یې له خپل حق او حیثیت څخه قاطع دفاع کړې.

د دې ټولو لاسته راوړنو او مثبتو نقاطو سره سره بیا هم امریکا او نړیواله ټولنه غواړي د افغانستان اوسنی نظام تر سوال لاندې راولي، داخلي کشمکشونه، تعصبونه او ډلې ټپلې را مینځ ته کړي، خپلي جاسوسې کړۍ فعالې او په مختلیفو بهانو لکه: د بشر حقوقو، د ښځو حقوق، تعلیم او نورو بهانو دې نظام ته خنډونه ایجاد کړي.

بل دا چې امریکا او نړیوالې ټولنې څو ځلې دا کوښښونه کړي، چې دطالـــب چارواکو او د هغوی له نماینده ګانو په غیاب کې سیاسي حرکتونه او غونډې وکړي، خودسرانه پریکړې کوي تر څو یو داسي څوک میدان ته داخل کړې، چې نه افغان ملت او نه اوسني نظام ته د منلو وي.

طالبانو دا ډول حرکتونه په کلک غندلي او همیشه یې دا ‏د پردیو بلواکو کار او په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.

د دوحې په وروستۍ غونډه کې د طالبانو د استازو نه شتون وښودله چې د طالبانو حکومت له لویدیځ سره د تعامل لپاره تلوار نلری او په خپلو اصولو او معیارونو ولاړ دي. دوی ټولې هغه ادعاوي غلطي ثابتې کړې، چې ویل کیدل به، چې طالبان د غرب او په ځانګړې توګه د امریکا اشارې ته انتظار دي او د دې تعامل لپاره له خپلو ځینو اصولو څخه لاس اخیستلو ته چمتو دی.

د طالبانو د استازو نه ګډون د دې او دې ته ورته نظريو د باطلېدو ښکارندویې کوي.

په قطر کې د افغانستان لوی سفارت سفیر ډاکټر محمد نعیم وردګ یادې غونډې ته په غبرګون کې ویلي: نه مو مخکې په تشریفاتي غونډو کې ګډون کړی او نه اوس، یوازې په هغو غونډو کې ګډون کوو، چې په رښتونې توګه د مشکلاتو حل پکښې را وځي.

د دوحې د پلان شوې غونډې په اړه ویلی شو، چې دې غونډه کې د افغان پلاوي نه ګډون د اسلامي امارت استقلالیت او خپلواکي په ډاګه کوي او دا د هغو بلواکو، رټل شويو او تښتېدلو پر مخ درنه څپېړه ده چې کلونه کلونه یې پر بیلابیلو بهانو د افغانانو نماینده ګي کړې او د ځوریدلو افغانانو په سترګو کې یې خاورې شیندلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ارسلا مفتون

له نشرولو مو نړۍ مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx