افغانستان

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ترکمنستان ته په سفر ولاړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه ،۶ کب، ۱۴۰۲ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او ورسره مل پلاوی د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په بلنه عشق اباد ته سفر وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امیرخان متقي سره په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د اوسپني پټلۍ ادارې او برېښنا شرکت مسؤولین هم په سفر تللي دي.

د خبرپاڼې سره سم دواړه ګاونډیان به پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي چارو باندي خبرې اتري وکړي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنېدو وروسته دا دوهم سفر دی چې امیرخان متقي یې ترکمنستان ته کوي او د هغه تر مخه د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر درې ځله د لوړ رتبه هیئت په مشري سفر کړی دی. او په دې وروستیو کې د ټاپي ګاز نل لیکې، برېښنا او اوسپني پټلۍ په اړه یو لړ توافقات هم شوي دی چې په نیژدې راتلونکې کې به یې چاري پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx