اقتصادنړۍ

طاهر خان: افغان تاجرانو ولي د پاکستان څخه مخ اړولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه ،۶ کب، ۱۴۰۲ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ترکمنستان کې او د افغان تجارت وزارت په مشري د افغان تاجرانو هیئت په ایران کې، پاکستان چیری دی؟ په همدې پوښتنې د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه ژورنالیست طاهر خان پر اکس پاڼه خپل نظر لیکلی دی.

نوموړي ویلی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د نورو وزارتونو د هیئت په مشري ترکمنستان ته رسیدلی دی او د افغان تاجرانو یو بل هیئت په ایران کې دی تر څو د چابهار له لارې د افغانستان تجارت او ټرانزیت ته د ودې ورکولو لپاره د ایران سره مذاکرات وکړي، خو پوښتنه داده چې مونږ (پاکستان) چیرته یو؟

د نوموړي په وینا رشتیا ویل سخت دی مګر پټه خوله هم سخته ده.

د نن تازه خبر دادی چې د افغانستان او پاکستان د مشترک صنعت او تجارت مسؤول ضیاء الحق سرحدي ویلي، د پاکستان له لوري پر ټرانزیټ تجارت د یو لړ بندیزونو له امله افغانستان خپل اویا سلنه تجارت د ایران چابهار او بندر عباس ته اړولی دی چې له امله یې په پاکستان کې شل زره کورنۍ بې روزګاره شوی دی.

د نوموړي په وینا د افغانستان د تجارت خونې معاون مشر خان جان الکوزي ورته ویلی، افغان تجارانو د پاکستان له لارې تجارت په بشپړ ډول درولی دی.
د الکوزي په وینا له هغه راهیسي چې پاکستان په تېر اکتوبر کې د افغانستان پر وارداتو لس سلنه ټکس اضافه کړ او پر ځینو شیانو یې بشپړ بندیز ولګوئ، اوس د افغانستان تاجران د پاکستان پر ځای نورو ګاونډیانو ته مخه کړې ده.

طاهرخان د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی مخاطب کړی او د هغه څخه پوښتنه کړې چې د پاکستان پالیسي اوس څه ده؟

باید وویل شي له هغه راهیسي چې پاکستان د افغاني مهاجرینو د ایستلو لړۍ پیل کړې او هم یې په کراچې کې پر افغان تاجرانو د ټرانزیټ لاره سخته کړې ده، د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ترینګلي شوې دي.

د کارپوهانو په وینا په پاکستان کې سیاسي عدم استقرار او موقت حکومت د پاکستان پوځ ته دا فرصت په لاس ورکړی چې د افغانستان پر وړاندي سخت اقدامات وکړي چې له امله یې د افغانستان له لوري هم توجه د پاکستان پر ځای نورو هیوادونو ته اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx