نظــر

د غرب میډيایي مهارتونه!

لیکوال: استاد عبدالجبار وحدت

غرب په ډېر حکمت لګیا دی عجیب الفاظ په ډېر مهارت بیانوي .

مثلاً: یو مسلمان ساینس پوه اختراع کوي، دوی وایي یو عرب اصله فرانسوي اختراع وکړله ، یا چې یو بد خبر وي، مثلاً په امریکا کې یوه دهتشګرد په چاړه دوه نفره ژوبل کړل ، منډه یې کړه الله اکبر! نارې یې پیل کړې ، مانا قاتل مسلمان وو.

یا عملاً د فسلطین غمیزه وګورئ، خبر شروع کړي چې په تړانګه کې د اسرائیلي پوځیانو او حماس سخت دریځو تر منځ جګړه روانه ده او یو څو فلسطینیان سرسریز ټپیان دي، مانا د شهیدانو شمېر په مراتبو کم ښیي.

د فلسطین جګړې ته یې اسرائیلي روایات پیدا کړي دي ، صهیون غر د ځان بولي او همدا ساحه خپل مسلم حق بولي.

یا د افغانستان اړوند د یوه راپور مقدمه په ډېر ښه شکل سره پیل کړي، ستا توجه جذب کړي ، مثلاً: وایي په افغانستان کې امنیتي پېښې کمې شوي دي او امنیت وضعیت ښه دی، خو بعضي شنونکې! وایي چې امنیت یوازې فزیکي نه وي، دا شنونکې هیڅ مالوم نه دي، چې دا څوک او له کومه ادرسه دا نظر ورکوي، او یا د ښځو ځينې فعالانې! وایي چې په افغانستان کې د ښځو حقوق تر پښو لاندې شوي دي اخیر کې خبره دومره خرابه کړي چې سړی په کور کې له ځان سره ووېرېږي،چې ولا درېیم نړیوال جنګ پېښېدونکی دی.

یا له یوه نا معلوم پوډري سره مرکه پیل کړي ، چې ښا ستاسې اوسنی اقتصادي وضعیت څرنګه دی؟ که تاسې ته کار پیدا نه شي، بیا خو به پوډرو ته نه مخه کوې، مانا مثبت اړخ چې د پوډریانو درملنه ده هیڅ نه یادوي.

یا BBC، افغانستان انترنیشل او په اصطلاح ازداي راډیو! ټوله ورځ هغو شنونکو ته د خبرو نوبت ورکوي او په وار وار یې مېلمانه کوي چې د غرب په اخور یې خوړلي وي، که یو فیصد د دوی د داعیې او پالیسي خلاف خبره کوي ،ټلیفون دستي پرې بندوي.

یا یې په شل کلن اشغال کې امریکا حق په جانب معرفي کړې وه، دوی ته یې سوله ساتي، نړیوال امنیت ساتونکي، د بشر د حقوقو مدافعین او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزین ویل، په مقابل کې یې برحقو مبارزینو ته اورپکي، ترهګر او نور بېګانه و سپک نومونه یادول.

د افغانستان او عملاً اوس د غزې غمېزې وښودله چې نړیوال هیڅ سازمان ته نور اعتبار نسته . د بشر حقوق،نړیوال نظم، جنګي جرمونه، د امنیت شورا او …. دا هر څه تش په نوم دي.

حل لاره: اوس د اطلاعات او کلتور وزارت ته په بویه چې د دې برخې قوي متخصصین، اګاهان او هغه علمي خلک په دې برخه کې وګماري چې د ناټو شل کلن تپل شوي ادبیات چلینج کړي، د اسلامي امت ځوانان خپل اصالت او رسالت ته متوجه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx