نظــر

د عفوې له امله زه او نظام مې عزتمن شول (د غزني د قصاص صحنه)

لیکوال: ضیاءالحق حسان

د پنجشنبې شپه وه، ماښام مې د موبایل په سکرين د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په نشر شوې خبرتیا سترګې ولګېدلې چې د دوو تنو د قصاص یې په کې ویلي وو، په ليدو يې زيات خوښ شوم، دغه خبرتیا مې له ډیرې خوښۍ په خپل رسنيز ګروپ او د واټساپ وضعیت ته هم کېښودله؛ سهار شو، لمر خپلې زرينې وړانګې د غزني په جنتي ښار خورې کړې، ریښتیا لمر هم داسې تازه و تابه ويل په سپیڅلې خاوره د اسلامي نظام د نفاذ له امله خوښ دی، د قصاص د پلي کېدو سیمې ته روان شولو، د بازار په لاره ګڼ موټران، موټرسيکل او پیاده خلک روان وو،ټولو د قصاص د پلي کېدو سیمې ته ګړندی مزل کولو، کله چې هلته ورسیدلو ګڼ خلک راغلي وو، دا چې له مشرانو سره تللی وم ځکه خو د ننه تلو اجازه راکړل شوه، کله چې د ننه ولاړلو د فوټبال اسټوډیم ګرد چاپیر خلک ناست وو، خو دا ځل ناستې له هغو نورو سره بلا توپیر لرلو پخوا به دلته د فوټبال د لوبې ننداره کېدله خو دا ځل بیا لوبه نه بلکه د یو الهي حکم د پلي کېدلو د لیدلو لپاره ګڼ خلک راغلي وو، لس، يولس آن دولس بجې شوې، مشران راورسېدل او د والیبال مخته هسکه غونډۍ باندې سلګونه کسان ښکاریدل، د سټیج له اړخه د ولایت ویاند حافظ عمر غږ وکړ:

د ولایت رهبري د دروازو مسؤلینو ته جدي هدایت کوي تر څو خلکو ته د ننه راتګ اجازه ورکړي همداسې وشول په څو شیبو کې د صحن ټولې خواوې ډکې شوې، د قرآن کریم له تلاوت وروسته د ویناوو لړۍ پیل شوه، د ولایت مرستيال والي حاجي محمود وویل:

د نړیوالو کفارو په دومره ازدحام او قوت کې د خوشحالۍ ځای دی چې په دومره لويه اجتماع او هسکو شملو یو الهي حکم نافذوو؛ دغه د هغو اتلو شهیدانو او ژوندیو مجاهدینو برکت دی چې پیرې او ګزمې کوي.

د غزني زون د نظامي محکمې رئيس قاضي سید اغا وویل:

کفار له حدودو او قصاص ویره لري، دوی خپل کفري قوانین نافذوي، څوک چې دا صحنه ويني یا پرې خبریږي بیا به د چا د وژلو پریکړه ونه کړي؛ زموږ امیر خپله هم په محاکمو کې خدمت کړی، دغه ادارې ته یې پوره واک ورکړی، چې اجراءات وکړی د چا واسطه او مرعات نه کوي، ځينو ویل: امارت د نړیوالو تر فشار لاندې دی ځکه حدود نه قائموي خو داسې نه ده بلکه په قصاص کې احتیاط ده.

د ديوان جزا عمومي رئیس شیخ مفتي عتیق الله درویش وویل:

زموږ مشرانو په اسلامي نظام کې له چا سره تعامل نه دی کړی، د خلکو خبر چې قصاص نه کیږي ناسمه ده ځکه له دې وړاندې هم په فرا او لغمان کې قصاص وشو دا دي نن غزني کې پلى کیږي ، زموږ سره راغلی وفد نورو ولایاتو ته هم سفر لري او زر به د نورو قصاصونو خبر هم واورئ!

له دې فیصلې ضم د امیرالمؤمینین حفظه الله دوه پاڼې خط هم دی چې د مقتول ورثوو ته یې رالیږلی او آخر کې یې لاسلیک هم کړی وایي:

د مقتول ورثوو ته سوال وکړه او ورته ووايه! قصاص ستاسو حق دی او څوک يې نه شي درنه اخیستی خو ما په شل کلن دور کې د ډیرو شهیدانو د قاتلينو وينې وبښلې چې له امله يې زه او نظام مې عزتمن شول، تاسو هم په عفوه کولو سره عزتمن کیږئ! نن تاسو کولای شئ یوې کورنۍ ته خوشحالي ورکړئ!

په آخر کې بیا د مقتول ورثوو ته وایم: فمن عفی واصلح فاجره علی الله.

په اخر د خط کې یې بیا لیکلي:

تاسو د مقتول ورثوو ته بیا خواست وکړې! چې عفوه وکړي.

قومي مشر حاجي موسی شهادت وویل:

د اولسونو په نماینده ګۍ وایم، موږ د نظام نه موټر، چوکۍ او نور نه غواړو، یوازې اسلامي احکام غواړو چې نافذ شي، که احکام مو نافذ کړل تر شا مو ولاړ یو، په دې لار کې له چا مه ویریږي!

د میدان وردګو ولایت د استیناف محکمې رئيس مولوي عبد الکريم شعیب وویل:

په دومره ډیر تعداد چې تاسو راغلي یاست له راتګ مو د الهي احکامو له نفاذ سره مينه معلومیږي، نن د الله تعالی د رحمت صحنه ده، دلته خلک د سیل لپاره نه بلکه عبرت لپاره راځي.

د ولایت والي حاجي امین جان وویل:

د ولایت مقام کې مو د مقتول ورثوو ته د ګڼو ادارو مسؤلین راوغوښتل او د مقتول ورثوو ته یې د عفوې په اړه ټینګار وکړ، موږ ورته وویل: څومره روپۍ چې تاسې غواړئ موږ یې درکوو، نن سهار مو یو ساعت زارۍ ورته وکړې.

د ویناوو لړۍ ختمه شوه،

د غونډې منځ ته یو ټانګ راغلو او دواړه قاتلان یې ترې راښکته کړل، له سټیج غږ وشو د ماسپښین لمانځه وخت داخل دی دوی دې لمنځونه اداء کړي، دواړو لمنځونه وکړل، د دوی لور ته دوه امبولانسونه هم ورغلل، د بندیانو سترګې تړلې وې، ډزې یې پرې وکړې، چې د ناستو کسانو په تکبیر بدرګه کېدلې.
غونډه خلاصه شوه خو د ټولو حاضرينو په څهرو کې خوښي ښکاریدله ځکه یو لوی الهي حکم نافذ شو.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx