شعـــــرونه

د شعر ادبي حجرې بیتي مشاعره

له مهال وېش سره سم دادی بیاهم دشعرادبي حجره کي اونیزه في البدیهیه بیتي مشاعره دشاعرمحترم(خواجه رزق الله)صاحب پرلاندیني بیت وسوه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
ستادزلفوپه تناب خفه مرۍ شوم
سره لمبه لکه ګیــاه ترککرۍ شوم
خواجه رزق الله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ټبر له پاره شکر پېغور نه شوم
مېخکی دښکلوحورو دنتکۍ شوم
م سیحان کندهاری

ستادمیني په تهمت باندي تورن وم
زه منصورددارپرسرباندي زندۍ شوم
مامون

څه به ووایم له خپلي بې وسۍ مي
لکه اوښکه ګرېوانه لره در توۍ شوم
سالک رضوان

دسکون حوره چي ولاړه زماله څنګه
لکه څاڅکی دباران سړه سیلۍ شوم
میرویس توحید یار

دملالې اکبرخان تاریخ مي هسک کړ
کلیوال زه ده میوندې ملالۍ شوم
اتل یار طالب

بغاوت مې د نفرت له کلي وکړ
مینې ستاشوم، چې کړۍ،کړۍ،کړۍ شوم!
امید شرر

دوطن دازادی په خاطر ګوره
څنګه تیر تر دا نازکی ګل ځوانۍ شوم
حنیف

نورله ماهغه دخوند وختونه لاړل
چي له غم سره زه غاړه اوغړۍ شوم
وصال ثمین

ایله پوه دمرګ په خوندشوم ذوالجلاله
په سینه سوری سوری چې په مرمۍ شوم.
انیس شینواری

د سرو وینو په قیمت مو هیواد خپل کړ
زه شهیددخپل وطن پراذادۍ شوم
حق پرست

درنځورو ارمانونه مې کنګل کړه
دساړه ژمي سړه يخه سېلۍ شوم
معاويه زيارمل

دزړه درد مي ګوره ورځ په ورځ زياتيږي
خدايه پاتي دشهيدوله ډلګۍشوم
فيض الهام

يار مي هم دی اودزړه مي ذِمه وارهم
په زخمي زړګي يي روغ زړه ته پټۍ شوم
ګمنام

چي مې ستا د ښایسته مخ دیدن کړی
هغه ورځ نه بس عادت په بېخابۍ شوم
هنرافغان

ستا له غمه په زړګي اره اره شوم
نفس تنګه له دې خپلې زندګۍ شوم
خالدأنس

جارلالیه ماته سترګي راښکاره کړه
بس لالیه نوربیزارله عاشقۍ شوم
وصال ثمین

د پګړۍ د ښه تدبیر له برکته
ځکه خلاص له استعماره دنړۍ شوم
مصطفی

خپل ملت مې له طوفانه خوندي کړی
امارت خو لکه سیوری او کېږدۍ شوم
حقمل خادم المؤمنین

له ځان ورک شومه، همه د عاشقۍ شوم
زړه بایللی چې په هرې شاپېرۍ شوم
اومیدشرر

دبیلتون او انتظار زور راپسې دی
په ملامات شوم په ملاخم لکه لیندۍ شوم
نصیب الله جالب

مادمینی اظهارندی کړی چیری
زه په مینه کی رسوا په شاعرۍ شوم
فکرمند

چې په غریو او په غمونو باندي بار وه.
زه همغه درد ځپلې مړه سلګۍ شوم.
نامعلوم

د جانان د تورو سترګو له دیــدنه
لیونی شوم بوج په درسته دنیاګۍ شوم
حافظ محمد بدر

ته مو ګران وطن راجوړ کړې پاکه ربه
بيخي ستړی نور له دې مسافرۍ شوم
فدا جو

دوی خــو حق د ژوندانه نه راکــولو
را اوچت  زه په کږه وږه پګړۍ شوم
ذاکر منصور

یـــوې پیغلې خپل فریاد داسې بهر کړ
ویل کونډه شوم سرتوره لیونۍ شوم
ذاکر منصور

بس له غمه یې هجران مرګ ته نژدې کړم
چې مین په لېونۍ سپیني سپوږمۍ شوم
نصیب الله منصور

که مي شپې ياره په غرو کي تيرولي
خونن ثبت زه په تاريخ کي دنړۍشوم
فيض الهام

ستا پر سترګو مې په نه دید زړه باللی
ځکه  زه نه پر ځوانۍ نه زندګۍ  شوم
وثیق ذکوان

زړه مي ستا دديدن تږی دی دلبره
ستاپه عشق کې ديوانه ګل دغوټۍ شوم
روحاني وقاص

زما قیمت په یعقوبی سترګوکی پروت دی
که لیلام دیوسف حسن شوم وړۍ شوم
نصیب الله جالب

ستا د دیدارمان به ګورته وړمه یاره
ګوره خاوري شوم ایره شومه دودنۍ شوم
ځلاند هروی

رحم وکړه په ما خدايه مهربانه
که نه زه له ګناه ډک توره  تبۍ شوم
روحاني وقاص

له هغي ورځي  په درد يمه رنځوريم
چې له کله نه بوخت ستاپه عاشقۍشوم
روحاني وقاص

آول خوږ وې بیا د زهرو پشان تریخ شوې
ډیر پښېمان دي د خبرو په یارۍ شوم
هنرافغان

بـس د زړه په دېـواله مې یادوګار یې
ستا په نشتون کې جانانه په سلګۍ شم
نورالله حنیف

دبې ننګؤ له کاروانه سره مل وم
رقیبانو ته ولا په دوه روفۍ شوم
وثیق ذکوان

خدای دې هغه وخت بیا نه راولي یاره
دنګ افغان زلمی به ښکاردجنګ په ژۍ شوم
ذاکر منصور

بیا د هجر تورتمونه دي تنها یم
د بیلتون په تور زندان کي هتکړۍ شوم
سعادت مهاحر

غلامي مي په سر سترګو کړه قبوله
ماچي ستا ازادي وليده مسکۍ شوم
ګمنام

د اُمت ځوانانو نن خو غیرت وکړئ
په سرو وینو کې لت پت ستاسې خورکۍ شوم
حقمل خادم المؤمنین

مخکې ښه وو اوس په یار کې بدلون راغی
زه ناصیح شومه و یارته په زارۍ شوم
نورالله حنیف

څوکلونه انتظار مې ورته وکړو
د یادګار څلی وم ړنګ له تنهایۍ شوم
سعادت مهاجر

لس روفی يې رانه وغوښتی خو نه وی
ډیر مایوسه زه له خپلي غریبۍ شوم
سعادت اسنا

حال دي نه اخلم اقصيٰ زه اوس بدل يم
عيش عشرت کومه خوښ په غلامۍ شوم
روحاني وقاص

نور نو څه غواړې چې وو هغه مې درکړو.
ســـتا لپاره تېر له زړه او له ځوانۍ شوم.
شاهددردمند
ــــــــــــــــــــــــــــ
دشعرادبي حجره ستاسوپه خدمت کي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx