نظــر

‏د ترکمنستان د خارجه وزير خاطره

ذاکر جلالي

نن په عشق آباد کې د افغانستان او ترکمنستان د خارجه وزيرانو په مشرۍ د ټاپي، ټاپ، رېل پټلۍ او دوه اړخيز تجارت او ترانزيت کې د اسانتياوو په اړه تفصيلي کاري مجلس و.

افغانستان چې لسيزې يې نوم له يرغلونو، ناامنۍ او بې‌ثباتۍ سره تړلی و، چې دغسې د پرمختگ او ابادۍ بحثونه گورم لکه د تاريخ مسير چې بدل وي…لکه د دې ملت د لسيزو قربانيو رنگ راوړی وي.

نورې خبرې پر خپل ځای، د ترکمنستان خارجه وزير چې له ۲۰۰۱ راهيسې د دې هېواد خارجه وزير دی، امارت يې باوري شريک باله او جالبه خاطره يې وويله.

ويل يې، ۲۰۰۱ کې چې امريکا پر افغانستان بمبارۍ شروع کړې وې، حالات ډېر کړکېچن و خو زموږ کونسلګرۍ په مزارشریف ښار کې لا فعاله وه.

کله چې د بمبارد په مقابل کې ستاسې ځواکونو ته مقاومت ناشونی شو او نور له مزار ښار څخه طالبان شاتګ ته مجبوره شول، ستاسې مسؤولينو زموږ کونسلګرۍ ته خلته کې د برېښنا د بيل پیسې راوړې او غوښتنه يې وکړه چې دا مو بیل دی موږ ځو چي تاسي زموږ پر خلکو بریښنا قطع نه کړئ.

سبا ته امارت له مزار شريف څخه شاتګ وکړ!

رشيد مُرَدوف ويل، زموږ اړيکو کې رښتينولۍ موږ ته دا باور راکړی چې موږ او تاسې پرمخ تللی شو.

دا د افغانستان رښتينې او مسؤولانه استازولي ده!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx