نړۍ

واشنګټن: امریکايي پیلوټ د غزې جګړې پر خلاف ځان ته اور واچاوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه ،۷ کب، ۱۴۰۲ل): د امریکا دفاع وزارت پنټاګان نن د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه پیلوټ په واشنګټن کې د اسرائیلي سفارت مخته ځانته اور اچولی وو، د ټپونو له امله ومړ.

نوموړي په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د روانې جګړې پر خلاف احتجاجا ځان ته تېره ورځ اور واچوئ.

دغه پیلوټ چې آرون بوشنیل نومیده، عمر یې ۲۵ کاله ښودل شوی.

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر سره سم نوموړي تېره ورځ یکشنبه د اسرائیلو سفارت مخته په غزه کې د جګړې پر خلاف احتجاجا ځانته اور واچوئ.

د ورځپاڼې د خبر سره سم د امریکا د استخباراتي ادارې کارمندان وتوانیدل چې پر وخت اور مړ کړي او هغه روغتون ته انتقال کړي، خو وروسته په روغتون کې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په هغه ویډیو کې چې یاد پیلوټ ځانته تر اور اچونې مخکې ثبت کړې، او نظامې جامې یې په تن دی، ویلي، هغه به نور هیڅکله د نسل وژنې برخه ونه ګرځي او چیغې یې وهلې چې د فلسطین ازادي غواړي.

باید وویل شي چې د تیرکال ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشتې د اومې نیټې راهیسي اسرائیلي ځواکونو په فلسطین کې د غزې تړانګې پر ولسي اهدافو بمبارۍ پيل کړې چې له امله یې تر اوسه تر ۳۰ زره زیات فلسطینیان وژل شوی او په ملیونونو نور هجرت ته اړ شوي او د سختې مرګونې لوږې سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمیع الله

په فلسطین کې چی کوم ظلم روان ده هیڅ انسانیت یی نه منی خو مسلمانان پری ځان نا خبره اچوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx