افغانستان

د دوشنبې ورځې مهم خبرونه – نیټه: دوشنبه ،۷ کب، ۱۴۰۲ل

نن ټکی اسیا (دوشنبه ،۷ کب، ۱۴۰۲ل):

۱- د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال رشید مرادوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د افغانستان د ډیپلوماټیک حضور د کچې پر لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پېل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لارې پر رغونې، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د ترکمنستان د پانګونې په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي

۲- د اسلامي امارت سترې محکمې له لوري په قاتلینو د قصاص د تطبیق پر دوام نن په جوزجان ولایت کې په یو تن قاتل باندې د قصاص الهي حكم تطبيق شو.

۳- د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د خبریالانو په ستاین‌غونډه کې ویلي، چې د ارزښتونو او حقایقو په رڼا کې له رسنیو سره ګډ کار ته ژمن یو.

۴- د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره لیدلي.
دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې په زیاتوالي ټینګار کړی او دې برخه کې یې د افغانستان او اذربایجان په امکاناتو خبرې کړې دي.

۵- د هلمند نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په لړ کې ددغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۴۳۷ جریبه د کوکنارو کروندې له منځه وړې دي.

۶- سرحدي ځواکونو په اسلام کلا بندر کې درې کسه نیولي چې غوښتل یې یو میلون او ۷۰۰ زره سعودي ریال ددغه بندر له لارې ایران ته قاچاق کړي.

۷- د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۷ الفاروق د پنځمې سرحدي لوا د ژغورنې ټیم له لوري د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د شدیدې واورې د اورښت له امله ۴۰ تنه هیوادوال او د یاد ولایت په اسلام قلعه ولسوالۍ کې ۱۲ تنه هیوادوال چې په واورو کې بند پاتې وو، وژغورل شول.

۸- افغاني سرې میاشتې تېرو ۱۹ میاشتو کې ۲۹۱۲ ناروغان بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي، چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري تادیه شوی.

۹- د کندهار صنعتکاران وایي د یو شمیر ګاونډیو هیوادونو په پرتله یې صنعت مخ پر ودې روان دی. دوی زیاتوي، د تېر په پرتله یې صنعت ښه شوی، چې د دغه ډول حالت د دوام په صورت کې به ډیر ژر له بهرنیو هېوادونو څخه د را واردېدونکو تولیداتو مخنیوی وشي.

۱۰- افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې څلورو کورنيو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.

۱۱- د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یوازینۍ ټسټ لوبې لپاره د ۱۶ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

۱۲- د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا سه‌شنبه د کب پر ۸مه د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx