نظــر

پاکستان کومې خوا ته ځي؟

ليکوال: احمدالله احمدزی
د روان اګست مياشتې له څوارلسمې نېټې د پاکستان د صدراعظم نوازشريف پر ضد لاريونونه او مظاهرې پيل شوي او دغه مظاهرې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند او ډاکټر طاهرالقادري په مشرۍ پاکستان عوامي تحريک پيل کړي دي.
اول خو د دواړو ګوندونو غوښتنې جلا جلا دي او وخت پر وخت بدليږي رابدليږي.

عمران خان چې ملي اسمبلۍ کې ۳۵ څوکۍ لري، پر حکومت يې د ټاکنیزو درغليو تور لګولی او اعلان يې کړی و، چې تر هغو به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي، تر څو چې ميانوازشريف استعفا ورکړي، پارلمان منحل شي او د نوي لنډ مهال حکومت په مشرۍ يو ازاد او ټولمنلی ټاکنو کميسيون جوړ شي.

بل پلو د ډاکټر طاهرالقادري په مشرۍ پاکستان عوامي تحريک دی، چې ټاکنو کې برخه نه اخلي او پارلمان کې استازي هم نه لري، نو نوموړی ګوند پاکستان کې سياسي ګوند نه ګڼل کيږي، مګر بيا هم وخت پر وخت مظاهرې او لاريونونه کوي.

ښاغلی قادري د مظاهرو له پيله تر نن غرمې ویل چې دا نظام له سره نه مني او د اصلاحاتو پر ځای بايد دا نظام ټول ړنګ شي او له سره يو نوی ديموکراتيک او ملي حکومت جوړ شي، مګر ښاغلی قادري تر اوسه په دې نه دی توانيدلی، چې د خپل طرحه شوي حکومت نمونه او نقشه خلکو ته وړاندې کړای شي.

د مظاهره چيانو شمېر او دعوې…

دواړو مظاهره چي ګوندونو اعلان کړی و، چې اسلام اباد ته به لکونه پلويان راولي او د حکومت تر نسکوريدو به هلته وي.

بې پرې څارونکي وايي، چې د دواړو ګوندونو راټول شوي خلک تر يو لک پورې نه رسيږي، حال دا چې عمران خان ويلي و، چې يوازې دی به لس لکه پلويان اسلام اباد ته راولي او د نوازشريف د حکومت تخته به نسکوره کړي.

د «اې آر وای» تلويزوني شبکې وتلی ژورناليست او د «کهراسچ» پروګرام چلوونکی مبشر لقمان، چې د حکومت تر ټولو سرسخت مخالف او پوځ او طاهرالقادري ته نژدې سړی بلل کيږي، وايي، چې د طاهرالقادري راټول شوي پلويان ايله پنځه ديرش زره او د عمران خان په مشرۍ راټول شوي کسانو شمېر تر ۲۵۰۰۰ پورې رسيږي.

د عمران او قادري تر منځ توپير دا دی، چې قادري شپه ورځ خپلو پلويانو سره وي او وخت پر وخت د هغو د جذباتو د راپارولو لپاره ويناوې کوي، مګر عمران خان د خپل تقرير او څه وخت تېرولو وروسته خپلې ماڼۍ «بني ګاله» ته ولاړ شي او خپل پلويان په شنه ډاګ پريږدي.

د رسنيو له قوله د عمران خان د احتجاجي ناستې يو ناکامي دا هم ده، چې عمران خان نه وي، نو پلويان يې د اسلام اباد لارو او واټونو کې چکرې وهي او کله چې عمران خان راځي، پلويان يې هم ځانونه راورسوي.

حکومت تر اوسه له صبر او زغم څخه کار اخلي

د مظاهرو په پيل کې حکومت پريکړه کړې وه، چې د قادري او عمران خان مارشونو ته به اجازه نه ورکوي او د قادري مارش به د لاهور ماډل ټاون څخه بهر نه راپرېږدي، مګر له سلا مشورو وروسته حکومت له مظاهره چيانو ژمنه واخيسته، چې تاوتريخوالی به نه کوي او سوله ييز مارش به کوي او د اسلام اباد ريډ زون ته به نه ننوځي.

حکومتي چارواکي وايي، چې د عمران هغه تړون اوس هم دوی سره شته، چې ورته ليکلي يې دي، چې دوی به هيڅ ډول تاوتريخوالی نه کوي او د پلازمينې ريډ زون ته به نه داخليږي.

د يادونې وړ ده، چې ريډ زون کې ستره محکمه، ولسمشرۍ ماڼۍ، صدارت ماڼۍ، پارلمان، سنا، د بهرنيو هېوادونو سفارتونه او يو شمېر نور مهم ځايونه دي.

د چارواکو په وينا عمران خان او طاهر القادري په خپله خبره ونه دريدل او ريډ زون ته داخل شول.

دواړو مظاهره چي ګوندونو تر نن (زمري ۲۹مه، چهارشنبه) ماخستنه نوازشريف ته وخت ورکړی، چې له واکه لاس پر سر شي او پارلمان منحل کړي او که نوازشريف په خپله خبره ټينګ پاتې کيږي، نو دوی پارلمان او صدارت ماڼۍ ته ننوځي.

اوس پوښتنه دا ده، چې ولسي جرګه کې د عمران خان ۳۵ وکيلان دي او دوی څنګه پاتې ۳۰۷ وکيلان يرغمل کولاي شي او مشرانو جرګه کې خو يو وکيل هم نلري. نو دا کار هم د دوی لپاره ناشونی دی.

وروستي حالات ډېر ترينګلي ښکاري او د حل لارې چارې يې هم ډېرې نازکې بريښي.

طاهرالقادري او عمران خان خپل ټول انتخابونه وکارول او اوس ورسره يوازې يو کارډ پاتې دی، هغه دا چې پر پارلمان او صدارتي ماڼۍ قبضه وکړي او پارلمان منحل اعلان کړي.

د مظاهره چيانو د دغه عمل پر وړاندې به پوځ خپل فعاليت ښيي، ځکه چې د پارلمان او صدارت ماڼۍ امنيت د پوځ په غاړه دی او کېدای شي مرګ ژوبله هم پېښه شي.

نوازشريف به استعفا ورکړي؟

په عين حال کې ګردو سياسی ګوندونو د نوازشريف حکومت ته ډاډ ورکړی، چې استعفا دې نه ورکوي او دوی ورسره تر اخره ولاړ دي.

د نوازشريف ايتلافي ګوندونو اعلان وکړ، چې دوی به د کودتا او ديموکراسۍ ضد هڅو پر خلاف پراخ لاريونونه او مظاهرې وکړي.

محمودخان اڅکزي او ميرحاصل بزنجو وويل، چې دوی به کوټې کې د حکومت او ديموکراسۍ په پلوي پراخې مظاهرې وکړي.

مولانافضل الرحمن هم نن غرمه پارلمان کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د څو زرو کسانو په غوښتنه بايد نوازشريف استعفا ورنه کړي او که خبره د لاريونونو او مظاهرو شي، نو دی به خپلو پلويانو ته امر وکړي، چې داسې لاريونونه پيل کړي، چې عمران او قادري خپل احتجاجي لاريونونه هېر کړي.

مولانا پر عمران او قادري تور ولګاوه، چې ښځې او ماشومان د ډال په توګه کاروي او د دوی يې تر شا د حکومت پر ضد ريډ زون خوا ته را روان دي.

حکومتي چارواکي هم وايي، چې دوی به تر خپل وسه له زغم او صبر څخه کار اخلي او دوی د ښځو او ماشومانو پر ضد هيڅ نشي کولای ځکه چې دا د دوی خپل ولس دی.

د حل لار څه ده؟

اول ـ کارپوهان وايي، که سياستوال په خبرو اترو کې پاتې راشي، نو کېدای شي، پوځ د يو درېيمګړي په توګه مداخله وکړي او د دواړو اړخونو تر منځ داسې يوه لار راوباسي، چې دواړو ته د منلو وړ وي.
پرون هم د پوځ وياند ويلي و، چې سياسي ګوندونه بايد مثمر مذاکرات وکړي.

نوازشريف د لاريونونو او مظاهرو د فشار په نتيجه کې استعفا نه ورکوي او د اپوزيسيون په ګډون ټولو ايتلافي ګوندونو ډاډ ورکړی، چې دوی ورسره دي او د ديموکراسۍ پر حریم به د هيچا بريدونه ونه زغمي.

د صدراعظم د لرې کولو قانوني لارې چارې هم شته، نو خلک ولې په لارو او کوڅو کې د څو زرو کسانو په راټولولو د صدر اعظم د لرې کولو غوښتنې کوي.

که د هېواد پرېکړې يو وار په لارو او کوڅو کې پیل شوې، نو بيا به پاکستان د تل لپاره د کورنۍ جګړې ښکار وي او هر وخت به څو زره کسان راپورته کيږي او د حکومت د ورانولو غوښتنې به کوي.

دوهم ـ دا چې پوځ پر خپل ځای پاتې شي، د نوازشريف او ايتلافي ګوندونو غړي د عمران خان او طاهر القادري پر ضد لاريونونه پيل کړي، نو دې وخت کې به پاکستان د اوږدې مودې لپاره د کورنۍ جګړې ښکار شي، چې بېرته ختمول به يې ډېر وخت ونيسي. دا چانس هم د منلو نه دی.
د کارپوهانو په ګومان حالات ډېر ترينګلي دي او د حل لاره يوازې يوه پاتې ده.

هغه دا چې لومړی وزير ميانوازشريف په واک کې پاتې شي، ځکه که دی لرې کيږي، نو بل صدراعظم چې راځي، هغه به هم د ده د ګوند وي. او د پنجاب اعلی وزير ميا شهباز شريف دې له خپلې دندې استعفا ورکړي او د نوموړي پر ضد دې محکمه کې قضيه درج شي او د لاهور ماډل ټاون کې د مظاهرو په ترڅ کې د وژل شويو کسانو په اړه دې ترې پلټنې وشي او تر هغو چې دی له محکمې براءت اخلي، پر ځای يې بل اعلی وزير کار وکړي.

بيا که نوموړي له محکمې براءت واخيست خپله دنده دې پيل کړي او که مجرم ونومول شو، نو خپله سزا دې وګالي.

د مذاکراتو چانس لاهم شته

د ليکنې په پيل کې مو وويل، چې د عمران خان غوښتنې وخت پر وخت بدليږي. لومړی يې ويل، چې نوازشريف دې استعفا ورکړي او پارلمان دې منحل شي؛ مګر شېبه مخکې د تحريک انصاف ګوند مرستيال شاه محمود قرشي رسنيو ته د مذاکراتو لپاره خپلې غوښتنې وړاندې کړې، چې له پخوانيو غوښتنو سره توپير لري.

1- صدراعظم نوازشريف او د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف دې استعفا ورکړي؛
2- د ټاکنيزو اصلاحاتو لپاره دې يو بې پرې کميسيون وټاکل شي؛
3- د ټاکنو اوسني کميسيون دې لغوه اعلان شي او پر ځای يې بايد نوی، خپلواک او بې پرې کميسيون وټاکل شي؛
4- د يو شمېر سيمو رايې دې بيا وشمېرل شي؛
5- په تېرو ټاکنو کې دې درغلي کوونکو ته سزا ورکړای شي؛
6- او اخري غوښتنه يې دا ده، چې منځمهالې ټاکنې دې وشي.

کارپوهان وايي، چې دا شپږ غوښتنې د حکومت لپاره يو شين څراغ دی او حکومت به د خپلو ايتلافي ګوندونو او اپوزيسيون په مرسته يو شمېر مرکچيان وټاکي تر څو د دواړو لوريو غوښتنې واوري او د خبرو اترو په ترڅ کې طبعي خبره ده، چې د درېيمګړي په خوله به دواړه لوري له خپلو ځينو غوښتنو تېريږي او ځينې به يې منل کيږي.
قادري هم له ضده تېر شو

بل پلو ډاکټر طاهرالقادري چې له هر ‌ډول مذاکراتو انکاري و او د نظام نړول يې غوښتل، شېبه مخکې يې وويل، چې دوی هر وخت خبرو اترو ته تيار دي او که د حکومت له لوري ورته څوک خبرو اترو ته راشي، نو دوی به ورسره مذاکرات وکړي.

وروستي راپورونه وايي، چې د جنرال ضياءالحق زوی اعجازالحق د او د «ايم کيو ايم» ګوند غړي حيدر عباس رضوي په مشرۍ يو پلاوی ډاکټر طاهرالقادري ته هم ورغلی، تر څو هغه سره د حکومت په استازيتوب خبرې اترې وکړي.

د پاکستان لپاره راتلونکوي ۴۸ ساعته ډېر مهم دي، که سياسي هلې ځلې بريالۍ نشي، نو يا به پوځ مداخله کوي او يا به پاکستان د کورنۍ جګړې ښکار شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

الله ج دی هاغه څه پیښ کړی چه د باکستان انګریزی او سکولریست حکومت په اسلامی نظام بدل او زمونږ د ګران هیواد د اسلامی نظام د پیاوړتیا د پاره هم موثر او ګټور ثابت شی په ځانګړی ډول د نواز شریف اوسنی غلامه اداره خو تر مشر ف هم بده اداره ده زه تری ډیره کرکه لرم چه د یو څو بیلنو ډالرو په سر یی زمونږ د وزیرستان مظلوم خلک په شهادت او له کورونو په شړولو مجبور کړل چه ۴۰ زره کسان یی د عقلی او عصبی ناروغیو سره مخ سوی ځکه دوی ورباندی کیمیاوی دواوی شیندلی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x