نړۍ

پاکستان: د ټاکنو وروسته سند او پنجاب لپاره لومړي وزیران انتخاب شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه ،۷ کب، ۱۴۰۲ل): د پاکستان د جنجالي انتخاباتو وروسته په سند او پنجاب ایالت په قومي اسمبلۍ کې تر ټاکنو وروسته لومړي وزیران وټاکل شول.

د راپورونو سره سم په سند ایالت کې د پاکستان پیپلز ګوند لخوا نوماند مراد علي شاه د سند لپاره دریم ځل د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه، بلخوا د پاکستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پنجاب ایالت لپاره ښځینه نومانده د نواز شریف لور مریم د لومړي وزیرې (وزیر اعلی) په دنده وګمارل شوه.

د یادونې ده د پاکستان عمومي ټاکنې تل د سیاسي ګوندونو تر منځ د کشمکش او سیاسي جنجالونو سره مل وي، سیاسي ګوندونه او د پاکستان د چارو کارپوهان تل پوځ او نوري نظامې ادارې تورنوي چې د خپلې خوښې نوماندانو د بریا لپاره په پراخه کچه په ټاکنو کې لاسوهنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx