افغانستان

شفیع اعظم: د کابل-عشق اباد ناستې نه یواځې دوه ملتونه بلکې سیمه پر اقتصادي کمربندو تړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ،۷ کب، ۱۴۰۲ل): د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د سیمه اییز اقتصادي همکاریو ریاست رئیس شفیع اعظم په اکس پاڼه کې ترکمنستان ته د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سفر او هلته دوه اړخیزو ناستو ته په اشاره ویلي چې دغه ناستې نه یواځي دوه ملتونه بلکې سیمه پر اقتصادي کمربندونو تړي.

نوموړي زیاته کړې:

ټاپي، ټاپ-500، لاجوردو لاره او ارزښتمن کاڼي (رخام،اونکس) ته لابي ښیي چې نور افغانستان عملا د سیمې لپاره د اقتصادي «پرېکون» پرځای د «وصل» رول لوبوي.
کابلل ننۍ واورې نښه بولئ چې سږ کال نایابه زېري لرو.

د یاونې وړ ده چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د یوه لوړ رتبه هیئت په مشرې د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته ورسید او نن یې د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي سره ملاقات وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې سره سم په دې کاري ناسته کې چې دواړو د بهرنیو چارو وزیرانو یې مشري کوله د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د افغانستان د دیپلوماتیک حضور د سطحې لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لاري احیا، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د ترکمنستان د پانګونې په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې.

د ناستې وروسته د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي مرکه:

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر : افغانستان د ټاپي پروژې د کار عملي پیل ته هر اړخیز چمتووالي لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx