نړۍ

دفرانسی جنګي جیټ الوتکو یوه لیبیایی الوتکه را وغوځوله

libyab_air_shot_down(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۵) لیبیایی الوتکه هغه وخت فرانسوي جنګي الوتکو په نښه کړه کله چي دمصراتا ښار د پاسه د الوتو په حال کي وه، عینی شاهدان وايی مونږ ولیده چي الوتکي اور اخیستی وو، او  د ښار په منځ کې را پریوته.

خو د فرانسي د فوځ ویاند بیا خبر ورکړي وو چي الوتکه هغه وخت په نښه شوه کله چي بیرته له هوا څخه پر ځمکه د ناستي په حالت کي وه، نوموړي زیاته کړه زمونږ جنګي جیټ الوتکو له هوا څخه وهوا ته توغندي نده تغولی بلکه له هوا څخه یی پر ځمکي توغندی  تغولی دي. 

مخکي دفرانسي فوځ خبر ورکړي وو چي مونږ یوه الوتکه د لیبیا له ساحل څخه ۲۵۰ کیلومټره وړاندي په نښه کړه او را ومو غورځوله.
د غربي نړیوال ځواکونو له لوري پر لیبیا باندي له برید څخه وروسته دا اول ځل دي چي دبرید کونکو له لوري د لیبیا الوتکه راغورځول کیږي، له دی څخه وړاندي په لسګونو مزایل د اتحادیانو له لوري پرلیبیا باندي تغول شوي وه، تیره ورځ برطانوي چارواکو خبر ورکړي وو چي دلیبیا هوایی ځواک نور ځواکمن نه دي او د دې وړتیا نه لري چي دښمن په نښه کړي.
نن پنځمه ورځ ده چي لیبیا دګډو ځواکونو ترسخت برید لاندي دی، له تیرو څلورو ورځو راپدي خوا دمصراتا ښار دنیولو لپاره دقذافي دځواکونو او مخالف لوري ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

دمصراتا اوسیدونکي محمد رسنیو ته وویل، تیره شپه په ښار کی د ډیرو درنو چاودنو اوازونه اوریدل کیدل، تراوسه پوري ښار باندي جیټ الوتکي ګرزي، خو نسبت تیره ورځي ته نن ډزي کمي شویدي، خو بیا هم د سپکو وسلو ډزي اوریدل کیږي، قذافي ته وفادارو ملیشو د ښار مهمي کوڅي نیولی دي، دکورونو و بامونو ته وسلوال پورته شویدي د کوڅو مخ او شاته بی درکه ډزي کوي.
لیکن غټی ډزي اودرنه جګړه نن ارامه شویده، دښار اوسیدونکي وايي چې وضعه نن نسبتا ارامه ښکاري، له بله لوري د هیواد ختیځ لور ته پروت اجدابیا ښار کی چي ښه سټراتیجیک موقعیت لري، د تازه جګړو خبرونه ورکول شویدي، خلګ وایی دسپکو اودرنو وسلو ډزي رواني دي له کورونو څخه د اور لمبي او دودونه راپورته کیږي، ښارکي ویره خوره ده خلګ دتيښتي په حالت کي دي.
دملګرو ملتونو دسرمنشي ویاند میرټن نیسرکي په لیبیا کي له ټولو اړخونو څخه غوښتي، چي له دښمني څخه لاس په سر شي، دعامو وګړو له وژلو څخه دي ډډه وکړي، هرهغه څوک چي دنړیوالی بشري ټولني له قانون څخه سرغړونه کوي له سخت برخه لیک سره به مخ شي.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x