نظــر

د هر نظام بقا د اولس په رضا او رفاه کې ده

د،ب،هيښ

خبرې به سپينې کوو. په جرائت به يې کوو. واقعيتونه به بيانوو . د ديني-ملي ارزښتونو او ګټو د تقدس او تقدم په بنياد به يې کوو.

په هغه څه ،عمل او نظر به نيوکه کوو چې د ديني-ملي ارزښتونو ،ملي ګټو دفاع او د ټولنيز عدالت د پياده کېدو په مقابل کې خڼډونه جوړوي.د ټولنې د سولې-ثبات -ترقۍ-رفاه -په ځان بسيا توب او نېکمرغه ژوند د جوړولو مخه ډب کوي او يا دې مقاصدو ته د رسېدو حرکت ورو،ټکنی او بطي کوي.

البته نيوکې به علمي، منطقي ،مستندې او اصلاحي بنه لري ، نه غرضي ، توهيني او يا تهديدي .

همدا شان هغه څه به ستايو ، تشويقوو او حمايت کوو چې زموږ د ټولنې او نظام (د ا.ا.ا) د تقويت، ودې او پايښت، د ديني-ملي ارزښتونو او ګټو د دفاع ، د ټولنيز عدالت د پياده کېدو ، د خپلواکۍ او آزادۍ د بقا او د ملک د آبادۍ او رفاه د پاره وي .

ټولنه او نظام يې د يوې سيکې دوه مخونه دي ، چې وجود او عدم يې يو په بل پورې تړلي دي.

نو ددې د پاره چې دا سيکه سوچه، پاکه ،محکمه ارزښتناکه او معتبره پاته شي د سيکي د دواړو مخونو مسؤليت او وجيبه ده چې بايد يو د بل په همکارۍ ،همغږۍ، مرسته او تلاش د هر رنګه تخريب، خيرې او زنګ نه وژغورل شي.

نظام هغه وخت مشروع ، باثباته ، محکم، معتبر او دوامداره پاته کيږي ، چې د اولس د بطن نه زېږېدلی وي او تاييد ،حمايت او همکاري يې ورسره موجوده وي .

د اولس د حمايت او همکاري کچه د نظام د چلوونکو په اعمالو پورې ارتباط لري ، چې څومره د اولس د غوښتنو ، ضرورياتو او خدماتو د پاره په ورکړل شوي ماموريت کې ريښتيني ، کاميابه او کاري وړتيا لري؟

د فعاليت او اجرااتو محور يې ديني-ملي ارزښتونه او ګټې دي او يا د شهرت ، قدرت ، ثروت او شهوت په زندانونو کې اسیر دي ؟

بدبختانه زموږ تېر تاريخ د سياسي واکمنانو د ځانغوښتنې او شخصي-فاميلي-ګروپي ګټو د بقا د پاره فعاليت کاوه . د نظام اصلي اړخ چې اولس دئ ، ورنه‌ هېر او ارزښت يې نه ورته لرلو . همدې غفلت ، شخصي-فاميلي-ګروپي غوښتنو او مزاياوو يې رېښې ور وخوړلې، د اولسي اوبو، حفاظت او حمايت نه محروم او په داسې حالت کې واقع شول لکه لغړه ، بې څانګو او بې ريښو ونه، چې دمقاومت وس يې نه درلود او يوه کمزوري شمال چپه او د تاريخ کندې ته ګوذار کړل .

د ا.ا.ا يو ديني-ملي-اولسي نظام دئ، چې د ملت د قاطع اکثريت په مبارزه، تلاش او قربانۍ منځته راغلئ دئ . د تېرو نظامونو خلاف د ملت د غوښتنو او پريکړو محصول او د همه جانبه حمايت، تائيد او اعتبار نه برخورداره دئ . په کوم شخص -کورنۍ -ګروپ -سازمان او ډلې پورې منحصر نه دئ، بلکې د ټول اولس ملکيت او شتمني ده. ګټه او تاوان، کاميابي او ناکامي ، نېکنامي او بد نامي يې د ټول ملت ده او چلوونکي يې د ديني-ملي-اولسي ارزښتونو په چوکاټ کې د اجرااتو او اقداماتو مسؤل دي .

خو باخبر !

د اولس تاييد ، حمايت او اعتبار د هر نظام نه مطلق ، دايمي او بې شرايطو نه دئ ، بلکې مستقيما د اوليايې امورو په عمل او کردار پورې اړه لري چې څومره د ملت غوښتنو ( ديني-ملي ارزښتونو او ګټو نه دفاع، اولس ته خدمات وړاندې کول، د ټولنيز عدالت پياده کول، ملي استقلال او ازادۍ ته وفاداري، د خاورې د تماميت نه دفاع او ..‌) ته جدي، صادق او متعهد دي.

اوليايې امور بايد په دې ښه سر ښه خلاص کړي چې اولس د اوليايې امورو د اعمالو ، اجرااتو او اقداماتو دقيقه څارنه او محاسبه کوي او د همدې نظارت او محاسبې په اساس د اوليايې امورو سره بر خورد کوي. که خدای ناخواسته د ا.ا.ا مامورين (د اعلی نه تر ادني پورې) د تېرو حاکمانو او واکمنانو په شان د ملت څارنه او محاسبه بابېزه وګني . د ملت عکس العمل او غوښتنو ته اهميت ور نه کړي او سياسي واک چلونه په خپل طبيعت او خواهش مخته بوزي ، بيا د اولس حمايت او تاييد صفر ته تقرب پيدا کوي او کومه سياسي واکمني چې د اولس د ملاتړ نه بې برخي شي ، برخليک يې ناکامي او نابودي ده .

الله پاک د وکړي چې د ا.ا.ا او د اولس ترمنځ اړيکې او اعتماد لکه تر اوسه چې محکمې او قوي دي ، نورې هم قوي، پراخه او پايدارې شي او خدای پاک دې د ا.ا.ا اوليايې امور د ځان غوښتنې، شهرت طلبۍ، ثروت اندوزۍ او کبر په ويروسونو د ککړتيا او ضرر نه مصؤن او محفوظ ولري، څو ملت او نظام دواړه روغ پاته شي .

#د ابادۍ او خدمت جهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx