شعـــــرونه

باران

ارسلا مفتون// ابرار بهیر

بارانه هر یو څاڅکی دي دارو شه او قوت شه
د ګران وطن په بیا ابادولو ڪي رحمت شــه

د غره په سر کې تږې د نښـتر ونې اوبه ڪړه
هواره ڪې غاټولو ته رنګــونه شه زینت شــه

دا ستا په اُوریدلو دي د ڪرڪې ټغر ټول شي
یووالي د قومونو ته سمبول شه او وحدت شه

له واورو سره یو ځــای د جانان کلي ته راشه
خَړوبه کړه رَغــونه اقتصـــاد ته بـــرکت شــه

دا ســتا لپاره لــوی، واړه وتلـي په سحــرا وو
راځه لږ شـــان دمه پر دغه ڪلي او مالت شه

د زړه د ارمـانونو غوټۍ تل درته ګل ګل شــه
مفتونه په دعـاوو زرکلــن دي امــ.ــ.ـارت شـه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx