نظــر

افغانستان- ایران اړیکې؛ فرصتونه او ننګونې

لیکوال: میا هدایت الله محمدي

لنډیز

نحمده و نصلی على رسوله الكريم أما بعد!

د افغانستان او ایران د اړیکو مخینه زرګونو کلونو ته رسېږي؛ د دې دواړو هېوادونو اړیکې کله ښې، کله پیکه او کله هم د خوابدۍ تر حده رسېدلي دي؛ خو په نسبي ډول د دواړو هېوادونو اړیکې له ۱۹۲۱ زیږدیز کال راپدېخوا د دوه اړخیزې دوستۍ د تړون تر سرلیک لاندې وغړېدلې. د دوستۍ دغه تړون هم ډېر دوام ونه کړ، وروسته دغه اړیکې په دواړو هېوادونو کې له سیاسي تحولاتو، طبعي او اقلیمي بدلونونو، سوداګرۍ او په ایران کې د افغان کډوالو په ځورېدو پیکه شوي هم دي.

په دې مقاله کې د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، په افغانستان کې د شته پراخو زرینو فرصتونو څخه د ګټې اخېستلو تر څنګ د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیکه والي په اصلي لاملونه او همدارنګه د افغانستان او ایران د اړیکو پر تاریخچې، د سوداګرۍ په برخه کې په راکړې ورکړې، د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د چابهار بندر په ارزښت او د ایران د حقابې په اړه د پورته شویو ناندریو د حل په لارو چارو بحث شوی دی.

د اسلامي امارت په حاکمیت کې ګاونډیو هېوادونو ته په ځانګړې توګه ایران ته په افغانستان کې کوم فرصتونه موجود دي چې له هغو څخه ګټه واخلي؟ ایران چې اوس مهال د امرېکا له لوري له سختو اقتصادي، سیاسي او مالیي بندیزونو سره مخ دی، څنګه کولای شي چې د افغانستان له اوسنیو پراخو فرصتونو څخه ګټه واخلي او له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو ته لا پراختیا ورکړي، ترڅو دوی هم د اسلامي امارت له اقتصاد محوره سیاست څخه ګټه تر لاسه کړي؟

دا او دې ورته نور مسایل په دې مقاله کې څیړل شوي دي.

کیلي:- فرصتونه، ننګونې، ستونزې، اړیکې، اغېز، متوازن سیاست، افغانستان، ایران

سریزه

له شل کلن اشغال وروسته په افغانستان کې په مختلفو برخو کې جوت تغییرات تر سترګو کېږي، داسې تغییرات چې حتی په څلوېښتو کلونو کې بېلګه نه تر سترګو کېدله، د دغو فرصتونو له جملې څخه یو هم په ټول افغانستان کې سرتاسري امن او امنیت دی. موږ تاسو شاهدان یو چې له پخوانیو کلونو اوس لله الحمد په دې برخه کې هېچا ته تشویش نشته هغه که افغانان دي که د سیمې او ګاونډ خلک دي او که د امرېکا یا اروپا وګړي دي.

ډاډمن امنیت سترو کارونو ته فرصت برابروي او دا فرصت اوس د اسلامي امارت د سپین محمدي توغ لاندې ښه احساسیږي، کله چې دا ستر نعمت په یو هېواد کې تامین شي، بیا نو هر څوک کولای شي چې هلته په مختلفو برخو کې له فرصتونو ګټه واخلي.

موږ د جمهوریت پر مهال د ډېرو داسې بوږنوونکو او خرابو پېښو شاهدان یو چې د ارګ دېوالونو ته څېرمه به تر سره کېدلې، حتی داسې خبرونه او شواهد هم شته چې د ارګ دېوالونو ته څېرمه به په یوه موبایل او نورو عادي توکو تنکي او ګلالي ځوانانو تالاترغۍ شول او چا یې سوڼ هم نه شو اورېدلی.

بله مهمه خبره هغه دا چې، د ښه او ډاډمن امنیت په شتون کې د هغو سترو او تاریخي پروژو د پیلېدو امکانات هم شته، کوم چې د افغانستان په شمول د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته لوړ ارزښت لري او د دغو پرژو د پیلېدو ارمانونه یې په زړونو کې دي.

پر دې سربېره ډاډمن امنیت پانګوالو ته هم د جرات بابونه خلاصوي او دې ته یې لیواله کوي چې په افغانستان کې سترو پانګونو ته زړه ښه کړي. موږ تاسو شاهدان یو چې د روان ۱۴۰۲ کال د وږي په نهمه نېټه په کابل کې د ۶ عشاریه ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت اوه ستر هوکړه لیکونه له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره لاسلیک شول، چې دا هم د افغانستان له پاره پر ځان د بساینې یو ستر اقدام و. دا فرصتونه یوازې د ښه امنیت پر مهال شتونتیا لري.

په افغانستان کې اوس یو تاریخي ډاډمنه فضاء رامنځته شوې ده او په داسې حالاتو کې بیا د ډېرو سترو کارونو له پاره فرصتونه برابرېږي. د ۱۴۴۵ کال د ربیع الاول په ۲۰ نېټه  د اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په ارګ کې له سوداګرو سره ناسته وکړه او دغې ناسته کې یې پانګوالو ته پوره ډاډ ورکړ چې اوس په هېواد کې د پانګونې له پاره مناسب فرصت رامنځته شوی دی.

له دغه مناسب فرصت څخه په استفادې موږ کولای شو چې اوس عملاً د کاسا زر پروژه پیل کړو، همدارنګه کولای شو د ټاپي پروژې په اړه د افغانانو، پاکستانیانو او هندیانو خوبونه رښتیا کړو. دا زرین فرصت موږ ته د دغسې حیاتي پروژو د پیلېدو چانس هم راکوي.

په ټوله کې اوس د افغانستان فضاء او ځمکه د سوداګرو له پاره د پانګونې، د ګاونډیو له پاره د پراخو او ښو اړیکو او د نړۍ له پاره د رسمیت پیژندنې او نېک تعامل جوګه ده. دلته اوس هغه چلینجونه چې د نړۍ، ګاونډ او سیمې هېوادونه ترې په ډار کې و، پای موندلی دی. د نشه یي توکو کرکیله صفر، له داعش سره مبارزه په صداقت او رښتینۍ سر صفر، د افغانستان خاوره د هېچا په ضرر د نه تمامېدلو عملي ژمنتیا، اسلامي امارت د هېچا په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ژمنتیا او د یو متوازن، بې پلوه، خپلواک بهرني سیاست کول، د اسلامي امارت له اساسي کارونو څخه دي.

په داسې حالاتو کې ګاونډیان په ځانګړې توګه ایران ته کوم فرصتونه ځلیږي؟ د افغانستان او ایران اړیکې څنګه لاپراختیا موندلی شي؟ او همدارنګه اسلامي امارت څنګه کولای شي چې افغاني توکي د سیمې او نړۍ بازارونو ته په ارزانه بیه ورسوي، یا افغان سوداګرو ته د ټرانزیت په برخه کې  بدیلې لارې برابرې کړي؟

  • له ایران سره اړیکې؛ اقتصاد محوره فرصتونه

د پراخې ګډې پولې د درلودلو له امله، افغانستان او ایران لوي سوداګریز شریکان ګڼل کېږي. د افغانستان صادرات ایران ته له منځنۍ آسیا سره د سوداګریز دهلیز د یوې برخې په توګه، په ۲۰۱۳ کال کې له ۴۰ میلیونو ډالرو څخه لوړ شول (چې ډېری یې د کرنیزو محصولاتو په بڼه کې وو)، خو په ۲۰۱۹ کال کې بېرته تر ۲۰ میلیونو ډالرو پورې راټیټ شول. په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته د ایران صادرات، چې زیاتره یې د نفتي توکو په بڼه کې دي، په پرله پسې ډول له ۲.۸ میلیاردو ډالرو څخه زیات شول.

د اسلامي امارت د بیا ځلې واکمنۍ په پیل کې د دواړو هېوادونو سوداګري ۴۰ سلنه کمه شوه، د ۱۴۰۰ څخه د ۱۴۰۱ کال اسد میاشتې پورې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه تر یو میلیارد او دوه سوه ملیون ډالرو ته رسېدله.[1]

په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان په بازار کې د ایران ونډه ۱۷ سلنه او په ۱۴۰۲ کال کې ۳۵ سلنه ته لوړه شوه د ۱۴۰۲ په نیمایي کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه تر ۹۷۵ میلیون ډالرو ورسېدله. د اقتصادي کارپوهانو له نظره د روان ۱۴۰۲ کال تر پایه به افغانستان ته د ایران د صادراتو کچه دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال ایران ته د افغانستان د صادارتو کچه ۲۸ میلیونه ډالره ښودل شوې ده.[2]

افغانستان او ایران ګڼ فرصتونه لري چې په بېلابېلو برخو کې له دوه اړخیزو همکاریو څخه ګټه واخلي.  دلته د همکارۍ ځینې حقیقي لارې دي:

اقتصادي همکاري: ایران وکولاى شي چې خپلو بندرونو او ټرانسپورټي شبکو ته د افغانستان د لاسرسي فرصت برابر کړي دا افغان سوداګرو  ته د سوداګرۍ لنډه بدیل لاره ده.  له بلې خوا افغانستان کولای شي د ایران د اړتیاو د پوره کولو لپاره خپلې بډایه معدني سرچینې او کرنیز محصولات وړاندې کړي، د ګمرک طرزالعملونه او اداري پيچلتياوې ساده کړي. دواړه هېوادونه کولاى شي د کرنې، انرژۍ، ټرانسپورټ او د ګډو صنعتي پارکونو جوړولو په برخو کې د ګډو پانګونو لپاره فرصتونه ولټوي.  دغه نوښتونه کولاى شي په دواړو هېوادونو کې د اقتصادي ودې او کارموندنې لامل وګرځي د انساني قاچاق، نشه يي توکو کاروبار او د غیرقانوني مهاجرت مخه ونیسي.

د انرژۍ همکاري: ایران د انرژۍ لوی تولیدونکی هېواد دی او افغانستان انرژي ته د پام وړ اړتیا لري. دواړه هېوادونه کولای شي د تیلو، ګازو او برېښنا په ګډون د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاريو لپاره امکانات ولټوي.  د انرژۍ د زیربناوو د پراختیا په برخه کې ګډې پروژې لکه پایپ لاینونه یا د برېښنا د لېږد لینونه کولای شي د افغانستان د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي او ایران ته د اړينو توکو د صادرولو فرصتونه برابر کړي.

په همدې موخه د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزیر ښاغلي مولوي عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوي د روان ۱۴۰۲ د لړم میاشتې په ۲۵ نېټه په تهران کې د ایران د انرژۍ له وزیر علی اکبر محرابیان سره د ایران او افغانستان تر منځ د وارداتي برېښنا د قرارداد د تمدید او د هغې د تعرفې د کمولو په اړه هم خبرې کړي دي.

ښاغلي منصور د ایران د برقي صنعت د نړیوال نندارتون د پرانېستلو په مراسمو کې ګډون کړی و او په خپلو خبرو کې یې ویلي وو: چې موږ زیاتې برېښنا ته اړتیا لرو، موږ هڅه کوو چې د ایران، تاجکستان او ازبکستان له تجربو زده کړو، که د اوبو، لمریزې او یا هم د بادي انرژۍ په برخه کې وي. موږ کولای شو په افغانستان کې بریښنا تولید کړو او په ځان بسیا شو. [3]

ټرانسپورټ او ارتباط: افغانستان او ایران د ټرانسپورټي اړیکو او د زیربناوو پراختیا، لکه د سړکونو او ریل پټلۍ ته وده ورکول د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته اسانتیا برابروي. دا هڅې کولای شي اقتصادي راکړه ورکړه ته نوره هم وده ورکړي، د افغانستان او ایران دوه اړخیزې ټرانسپورټي اړیکې به د سوداګرۍ په پراختیا او دوامداره اقتصادي اړیکو ښه اغېزه وکړي.

کلتوري او ګرځندویه همکاري: افغانستان او ایران تاریخي او کلتوري اړیکې لري چې د کلتوري تبادلې، ګرځندویه پراختیا او د خلکو ترمنځ د اړیکو د زياتوالي له لارې لا پیاوړې کیدای شي. د ګرځندویه لپاره هڅې کولای شي دواړه هېوادونه د لیدونکو په راجلبولو  اغیزمنې تمامې شي.

فرهنګي ډيپلوماسي د ملتونو د نښلون او د دوو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو په اړه ځانګړی رول لري، سره له دې چې په افغانستان کې درېیو لویو زبرځواکونو د افغانانو عقایدو، دین فرهنګ او عنعناتو ته په زوره د بدلولو کوششونه کړي؛ خو ټول مات او ناکامه تللي دي؛ نو له دې څخه ښکاري چې باید د خلکو د عقایدو او فرهنګ درناوی وشي او په زوره یې د بدلولو هڅې ونه شي.

د همدې موضوع په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال او د هرات مرستیال والي ښاغلي مهاجر فراهي د روسیې په سن پترزسبورګ ښار کې د متحدو فرهنګونو نړیوال فورم غونډې ته چې د نړۍ د ۴۱ هېوادونو د اطلاعاتو او کلتور وزیرانو په کې ګډون کړی وو، ویلي وو: ((د هېوادونو او نړۍ اړیکې د فرهنګي ډیپلوماسۍ پر اساس پراخېدای شي د ټولنو او هېوادونو فرهنګونه د هغوی د هویت حیثیت لري، باید درناوی یې وشي او هېڅکله یې د سیاسي فشار او زور له مخې د ننګونې هڅه ونه شي.))[4]

نوموړي زیاته کړې: ((افغانستان یو له هغو هېوادونو او ولسونو څخه دی، چې سنتي ویاړلی فرهنګ هلته تر بل هر څه محترم او یو منل شوی واقعیت دی؛ نو د فرهنګونو درناوی او د ولسونو پېژندنه په نړیوال فرهنګ پېژندنه کې اړین اصلی دی چې پر بنسټ یې د نړۍ په ننني یو کلي ژوند کې ټولنیزه هوساینه او د ولسونو او تمدنونو تر منځ متقابل درناوی رامنځته کولای شي.))

امنیتي همکاري: افغانستان او ایران د ګډو امنیتي ننګونو سره مخ دي. نړیواله ترهګري، داعش، د مخدره توکو قاچاق، او د سرحد امنیت د دواړو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ موارد دي.  دوی کولای شي د استخباراتي معلوماتو شریکول، د نشه يي توکو د قاچاق او د تروریزم ضد عملیاتو کې همغږي، او د  پولو په اوږدو کې ګډې ګزمې وکړي، ترڅو په امنیتي برخه کې هم بې باوري له منځه لاړه شي، په دې برخه کې په ګډه کار کولو سره به د دواړو هېوادونه امنیت او ثبات لا ښه شي.

علمي همکاري: افغانستان او ایران کولاى شي د زده کوونکو د تبادلې نوښت ته وده ورکړي، تحصیلي بورسیې زیاتې شي، د دواړو هېوادونو تر منځ د دولتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لنډمهاله زده کړه ییزې برنامې پیل شي، د رېل پټلۍ په اړه افغان زده کړیالان وروزل شي، د روغتیا، انرژۍ او کانونو په برخه کې د ظرفیت لوړونې هڅې وشي او د ګډو څیړنیزو پروژو او علمي همکاریو لپاره فرصتونه ولټول شي، د ساينس او ټيکنالوژۍ په برخه کې د معلوماتو شریکولو او نور علمي مهارتونو ته پراختیا او تخنیکي پرمختګونو به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او ښه ګاونډیتوب مثبتې اغېزې وکړي.[5]

سیمه ییزه ډیپلوماسي: افغانستان او ایران کولای شي د ګډو ګټو پر بنسټ په سیمه ییزو پرمختګونو او کنفرانسونو کې د اندېښنو حل او ثبات ته لاره ومومي.  د خپلو ډیپلوماتیکو تګلارو په ترتیبولو سره، دواړه هېوادونه کولای شي په دوه اړخیزه توګه  د سیمه ییزو همکاریو له زیاتوالي څخه ګټه پورته کړي، چې د امنیت او اقتصادي پراختیا لامل کیږي.

افغانستان او ایران په خپلو اړیکو کې له ننګونو سره مخ دي، د دوه اړخیزو همکاریو او ګټو لپاره څو فرصتونه هم شتون لري.  له دغو ننګونو سره د مقابلې او له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره دواړه هېوادونه کولای شي چې خپلې اړیکې لا پیاوړې او ښېرازه کړي.

پر دې سربېره ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو له هغو ګاونډیو څخه شمېرل کېږي چې زیات مشترکات لري، پراخې اړیکې لري او د همدغو اړیکو پر اساس یې تاریخي دوستي ده.

د سیمې په کچه افغانستان او ایران اړیکې د ورځینو چارو له کبله کله ښې او کله هم ترینګلې شوي؛ خو لوی او ستر بنبست ته نه دي پرېښودل شوي او هڅه شوې چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خوږې او لاپراختیا ومومي.

د روان ۱۴۰۲ کال د لړم پر ۱۳ مه نېټه د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ایران د حکومت په رسمي بلنه تهران ته ولاړ، له ایراني چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورټ، زېربناوو، رېل پټلۍ، سیمه‌ییز اتصال، چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه مهم هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. او د ایران دولت او خصوصي سکټور یې په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ټرانسپورټ او صنعت په سکټورونو کې پانګونې ته راوبلل.[6]

له ایران سره د اړیکو پراختیا د وخت غوښتنه  نه ده؛ بلکې افغانستان او ایران د اړیکو په باب اوږده مزلونه کړي دي او دا مزلونه لا هم دوام لري، سره له دې چې کله کله په سرحدي مسایلو، د اوبو پر مسایلو او یا هم امنیتي مسایلو د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پیکه شوي دي؛ خو د خوښۍ او ځیرکتیا ځای دا دی چې دا اړیکې بېرته ژر رغول شوي دي او پراخو ناندریو ته نه دي پرېښودل شوي. ایران اکثره وخت د اوبو په مسایلو کې له افغان حکومتونو څخه ګیلې کړي دي او داسې انګېرنې کوي چې ګواکې افغان مسؤولین د ۱۳۵۱ تړون ته ژمن نه دي او نه هم د ایران حقابې ته ارزښت ورکوي، په داسې حال کې چې د وچکالۍ په اړه نړیوالو بنسټونو[7] څیړنې وکړې او داسې معلومات یې نشر کړي دي چې ورځ تر بلې د اوبو کچه مخ په کمېدو روانه ده. دغو بنسټونو حتی داسې تحلیلونه هم کړي چې په راتلونکې کې به د وچکالۍ او د اوبو د کموالي په اړه د هېوادونو تر منځ لویې جګړې هم رامنځته شي.

همدارنګه کلید راډیو د وچکالۍ په اړه په یوه راپور کې د نيمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ د یوې ۱۵ کسیزې کورنۍ د مسؤول محسن رخشاني له قوله کاږي چې د اوړي د موسم له پيل راهيسې يې ٦٠ پسونه د اوبو د کمښت له امله مړه شوي دي.

په دغه راپور کې د همدغې سیمې د یوه بل اوسېدونکي نقيب الله له قوله کاږي چې، د وچکالۍ له امله يې له ١٢٠ څخه ډېر پسونه له لاسه ورکړي دي او په پراخه کچه یې خپلې حاصل خیزه جایدادونه او ځمکې پلورلي دي. [8]

د اوبو یا وچکالۍ ستونزه نړیواله اندېښنه ده او دا باید د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې دومره پیکه او ترینګلې نه کړي چې هر څه تالاترغۍ شي. د روان ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۲ مه نېټه کې د ایران یو تخنیکي پلاوي هم د هلمند له سیند او سرچینو څخه لیدنه وکړه[9] چې وروسته دوی خپل راپور نشر کړ او دا یې ومنله چې د وچکالۍ له کبله د هلمند سیند اوبه کمې شوي دي.

نو د اوبو مساله باید د دواړو هېوادونو پر روانو سیاسي حالاتو  منفي اغېزه ونه کړي، ځکه چې اوبه د طبعیت برخه ده او نړیوال اقلیمي بنسټونه اوس دې پایلې ته رسېدلي دي چې اوبه ورځ تر بلې په کمېدو دي او هېوادونه باید دې مسالې ته ځانګړي تدابیر ونیسي؛ نه دا چې یو پر بل تورونه ولګوي او نورو مغرضو هېوادونو ته د لاسوهنې فرصت په لاس ورکړل شي.

بله مساله له ایران سره د سرحد مساله ده، دا هم جدي مساله ځکه نه ده چې دا یوه یوویشتمه پیړۍ ده او اوس هر څه لکه د لمر په شان روښانه دي، په داسې حالاتو کې دوه مسلمان او ګاونډي هېوادونه باید یو بل وزغمي او سرحدي مسایل هم باید دومره جدي او ترینګلي نه شي چې د دواړو هېوادونو پر سیاسي اړیکو منفي اغیزه وکړي.

څه موده مخکې په نیمروز ولایت کې د ایران او افغان پوله ساتو ځواکونو تر منځ د سرحد په سر شخړه راپورته شوه[10] چې دغې شخړې له ځان سره څه تلفات هم لرل او فرصت طلبه هېوادونو دې ایرو ته سملاسي ببوځي ونیول چې دا ایرې په سکروټو بدلې کړي؛ خو د اسلامي امارت د یوه ښه متوازن بهرني سیاست پایله وه چې دا مساله ډېره ژر هواره شوه او اوږدېدو ته پرېنښودل شوه.

هماغه مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړه او زیاته کړې وه چې “د دواړو لوریو تر منځ مسایل د دوه اړخیزه خبرو او تفاهم له لارې ښه حل کېدای شي.”

دا معمول دی چې په سرحدي سیمو کې د هېوادونو تر منځ کله کله شخړې رامنځته کېږي او دا شخړې هوښیار ملتونه او د وخت زیرک حاکمان ژر مهار کولای شي؛ خو کله چې په داسې مسایلو کې د نورو مغرضو وګړو لاسونه دخیل شي، بیا ترې د روسیې او اوکراین، هند او پاکستان، پاکستان او بنګله دېش، ارمنستان او ازربایجان او همداسې نورو هېوادونو د بیلتون یا لاس او ګرېوان اوږدمهاله معضلې جوړيږي.

د اسلامي امارت د بهرني سیاست تر ټولو مهم او اساسي رکن هغه ناپیلی سیاست دی، هغه د لاضر ولا ضرار سیاست دی، نه چا ته د ضرر رسولو اراده لري او نه د چا ضرر زغملی شي؛ په دې اړه د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي په کرارتو کرارتو په لویو او وړو مجلسونو کې د دې پخلی کړی دی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کېږي. همدارنګه په دې اړه د امارت په سطحه کلک قول او ژمنتیا موجوده ده؛ نو د ایران سربیره باید هېڅ ګاونډی د ویرې او ډار تشویش ونه لري؛ بلکې د اسلامي امارت په حاکمیت کې دې د شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او د اقتصاد محوره سیاست ډګر ته دې راودانګیږي.

په افغانستان کې د امرېکا پخواني سفیر راین کراکر د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې په اړه ویلي وو چې ځینې هېوادونه د اسلامي امارت رسمیت پیژندنې ته نږدې شوي دي؛ خو دا کار ځکه نه کوي چې له امرېکا ویره لري. د دې خبر جزیات زیاتوي چې نړۍ اوس اړ شوې ده چې اسلامي امارت یو ناپیلی، خپلواک او متوازن سیاست مخته وړي او د افغانستان په ټوله خاوره واک او ځواک لري؛ نو که دنیا له افغانستان سره اړیکې پالل وغواړي باید له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او د رسمیت پیژندنې په موضوع کې کړندي ګامونه پورته کړي.

له دې سره سره څه موده وړاندې له امرېکا څخه د سوداګرو یوه پلاوی افغانستان ته سفر کړی و چې مشري یې جفري گریکو کوله. المان غږ دویچه ویلې راډیو (افغانستان ته د امریکا د سوداګریز پلاوي د سفر هدف څه دی؟) تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی و[11] او د جفري گریکو  له قوله یې ویلي وو چې ډېر شمېر امریکایي پانگوال د ۲۰۲۱م کال په اگست میاشت کې له افغانستان څخه وتښتیدل؛ خو اوس غواړي یو ځل بیا د خپل کسب او کار د پیلولو په هکله افغانستان ته راشي.

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر امرېکایي سوداګرو سره په خبرو کې یو ځل بیا کورنیو او بهرنیو پانگوالو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د پراخې پانگونې له فرصتونو څخه گټه پورته کړي او د کورنیو او بهرنیو پانگوالو د ملاتړ ژمنه یې وکړه.

سربېره پر دې د افغانستان له پاره د برېتانیا چارسمبالي سفیر ښاغلي هیوګو شارټر  (افغانستان د یوه کال په اوږدو کې) تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې ویلي دي چې: بریتانيا غواړي چې د افغانستان د مثبت راتلونکي  لپاره په عملي توګه کار ته دوام ورکړي. دوی وایي موږ چمتو یوو چې په څرګند ډول په ګډه کار وکړو او تاریخي اختلافونه څنډې ته کړو. [12]

نو له دې معلومیږي چې نړۍ اوس له پخوا څخه زیاته لېوالتیا لري، ترڅو له اسلامي امارت سره خپل تعامل جوړ کړي او هره مساله د خبرو او ډیالوګ له لارې حل کړي، کله چې نړۍ او د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه د نېک تعامل او اړیکو پر پراختیا ټېنګار کوي؛ نو ګاونډیو هېوادونو ته په ځانګړې توګه ایران ته بویه چې خپله تاریخي ورورولي ثابته کړي او د رئیس الورزا د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر په وینا چې ویلي یې وو چې افغانستان او ایران ښه اقتصادي شریکان جوړېدلای شي. یعنې ایران ته فرصت شته چې د افغانستان د برېښنا، اوسپنې پټلۍ، ټرانزیت، سوداګرۍ، هوایي چلند او روغتیا په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي، دا اقتصاد محوره سیاست یوازې د اسلامي امارت په حاکمیت کې صدق وموند.

2- چابهار؛ زوړ باب نوې هیلې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ایران ته د خپل یوه رسمي سفر په ترڅ کې د روان ۱۴۰۲ کال د عقرب میاشتې په ۱۸مه نېټه له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه او له ایراني لوري یې وغوښتل، چې چابهار بندر ته د افغانستان لاسرسی اسانه کړي، تر څو له دې لارې خپل صادرات د نړۍ بازارونو ته ورسوي. ایراني لوري په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وکړه او د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه په ګډه کار یې ټېنګار وکړ.[13]

چابهار بندر د افغانستان لپاره د کراچۍ بندر په پرتله څه کم درې سوه  کیلومتره لنډ دی، چې له دې لارې به د صادراتو په لګښت او وخت کې په بې ساري ډول کموالی راشي. [14]

چابهار بندر افغانستان ته نوي سوداګریز او ترانزیټي ملګري پيدا کولای شي او په لږ وخت او لږ مصرف سره به له نړیوالو سوداګریزو بازارونو سره ونښلول شي. له دغې لارې سره موږ کولای چې له هند او چین سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړو او د ایران په شمول ورسره یو ګډ سوداګریز دهلیز رامنځته کړو چې له مخې به دې د درې واړو هېوادونو په اقتصادي محیط کې اغېزناک تمام شي او همدارنګه به د ځینو نازدانه او بهانه پرورو هېوادونو له نازونو او بې ځایه بهانو هم خلاصون ومومو چې په (نه) بهانه به یې د افغان سوداګرو پوستکی وباسلو او په میاشتو میاشتو به یې سوداګریزو کاروانونو ته د تګ اجازه نه ورکوله.

د خوښۍ ځای دا دی چې اسلامي امارت په بهرني سیاست کې د هېچا له پاره د سرخوږي نیت نه لري او نه هم د ګاونډیو په وړاندې مغرضه سیاست لوبوي. د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له ژورنال سره په یوې تازه مرکه کې ویلي دي چې موږ غواړو د سیمې هېوادونو ته د اقتصاد محوره بهرني سیاست له لارې پیغام ورکړو چې افغانستان د امنیت له راتګ وروسته قوي سیاسي اراده لري چې د منطقې په اقتصادي اتصال او اقتصادي همکاریو کې مرکزي رول ولوبوي. همدارنګه زیاتوي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ ښې او موثرې اړیکې غواړي.[15]

د ښاغلي مولوي امیر خان متقي د همدې وینا په مصداق د ایران نېمه دولتي اژانس تسنیم هم د افغانستان او ایران د اقتصادي اړیکو له پاره د چابهار بندر مهم بولي او په خپل یوه تحلیلي راپور کې کاږي چې د ایران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ کچه تر میلیار ډالرو رسېدله؛ خو اوس به د چابهار بندر له لارې دغه کچه دوه یا درې سلنه نور هم لوړه شي، چې دا به د دواړو هېوادونو په اقتصادي اړیکو مثبتې اغیزې وکړي او هم به افغان توکو ته په نړیوال سټیج ښه بازار موندنه وکړي.[16]

په ورته وخت کې د ایران د نورو مسؤلو چارواکو سربیره د سیستان او بلوچستان د بندرونو او سمندري چارو عمومي رئیس قاسم عسکري نسب خوښي څرګنده کړې وه او ویلي دي چې: د چابهار بندر په کلني ډول له اته میلیونه او ۵۰۰ زره ټنو څخه د زیاتو بار وړلو او بارولو ظرفیت لري، د افغانستان د دوست او ګاونډي هېواد پانګوالو او سوداګرو لپاره یو ځانګړی فرصت دی.

3- افغانستان؛ سیمه نښلون او رقابتونه

یوناني تاریخ لیکونکی هیرودودت لیکي، چې د یوه هېواد سیاست د هغه په جغرافیې پورې اړه لري او د دې برعکس جغرافیوي موقعیت هم د یوه هېواد پر سیاست ژور اغېز لري. په همدې موضوع چې افغانستان د سیمې د اتصال او نښلون ښه څلورلارې دی، د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا هم «افغانستان او سيمه ييز اتصال: فرصتونه او ننګونې» تر سرليک لاندې یو ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار د ۱۴۰۱ هـ.ل کال د ميزان میاشتې پر ۲۰مه نېټه ترسره شو.

په دغه سیمینار کې د ریاست الوزرا اداري او مالي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم ګډون کړی و او افغانستان یې د سیمه ییز نښلون له پاره اساسي او مهم وباله. نوموړي وویل چې ((افغانستان په اسيا کې مهم رول لوبوي، زموږ امنيت د اسيا او حتی د ټولې نړۍ لپاره د اهميت وړ دی او که خدای مه کړه افغانستان ناامن شو، نو پر ټوله اسيا به منفي اغېزه وکړي؛ نو اړينه ده چې د سيمې هېوادونه د اوسني امنيت څخه حمايت وکړي او هغه غنيمت وګڼي. موږ د نړۍ د ټولو هېوادونو سره نېکې اړيکې غواړو او له دوی هم غوښتنه کوو چې له موږ سره خپلې متقابلې اړيکې نیکې او عادي حالت ته راولي.))[17]

د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیرخان متقي هم په کابل کې د ایران له ٧ کسیز پلاوي سره لیدنه کې ویلي و، د ګاونډيو هېوادونو په شمول د سیمې له هیوادونو سره سوداګري او ترانزیت ښه روان دی او افغانستان اوسمهال د هېوادونو تر منځ د اتصال په مرکز بدلیدونکی دی. همدارنګه نوموړي ویلي و چې افغانستان د ایران د صنعتي توکو لپاره ښه مارکيټ دی؛ نو لازمه ده چې افغانستان او ایران د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته کړي او له شته فرصتونو څخه پوره ګټه واخلي.

د ایران د استازو مجلس غړو په دې ناسته د اسلامي امارت له هڅو قدرداني کړې وه او  د قاچاق د مخنیوي، سرحدي ستونزو ښه مدیریت او د اړیکو په رغونه او پراختیا ییې ټینګار کړی و، دوی همدا راز زیاته کړې وه چې، ایران به په ګڼو مواردو کې د افغانستان له اسلامي امارت سره خپلې تجربې د استفادې په موخه هم شریکې کړي.

په حقیقت کې افغانستان د سیمې د اتصال او نښلون یو ښه څلور لارې ده او دا څلور لارې باید په یوه متوازن او بې پلوه سیاست مخته ولاړه شي، موږ په سیمه کې لوی قدرتونه هم لرو چې په افغانستان کې د سترو پانګونو لېوالتیا لري، روسیه، چین او هند هغه هېوادونه دي چې د افغانستان په اقتصادي رول کې ښه اغېزه لري. همدارنګه پاکستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره اوږده پوله لري او زیات مشترکات لري، دوی هم غواړي چې د افغانستان له لارې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان، ازربایجان، روسیې او نورو هېوادونو سره ځان ونښلوي او خپلو توکو ته د افغانستان په شمول په دغو هېوادونو کې بازار موندنه وکړي.

د اسلامي امارت مشرانو په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي په بار بار په لویو او وړو مجلسونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او اقتصاد محوره سیاست ټینګار کړی دی او دا یې ویلي دي چې اسلامي امارت د هېڅ ګاونډي له پاره د تشویش جوړولو اراده نه لري؛ بلکې د پیکه شویو اړیکو د بیارغونې او نښلون په اړه به هڅې کوي؛ نو ګاونډیو ته دا ښه فرصت دی چې دوی خپلمنځي اختلافات او تربګنۍ حاشیې ته کړي او له شته فرصت څه ګټه واخلي، ترڅو دوی هم د انفلاسیون له رنځونو خلاص شي او هم یې د قرضدارۍ ګراف ټيټ شي.

اسلامي امارت په خورا باتدبیره متوازن سیاست سره د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې د هېوادونو تر منځ د سیاست تعادل ساتلی دی او په دې تعادل کې تر هغو وختو پورې کوم تغییر، کموالی او زیاتوالی نه دی راغلی، ترڅو چې د مقابلو لوریو لخوا د تلې کومه پله درنه یا سپکه شوي نه وي.د افغانستان د سوکالۍ او ارامۍ په اړه د نړۍ لویو لیکوالونو، شاعرانو او سیاسي چارواکو خپل نظرونه او تبصرې کړي دي او په دې اړه یې کتابونه لیکلي دي چې، د افغانستان ارامي د ټولې اسیا ارامي ده، د افغانستان ناارامي د ټولې اسیا ناارامي ده، د شرق نابغه شخصیت علامه محمد اقبال لاهوري وایي چې:

آسیا یک پیکر آب و گل است

ملت افغان در آن پیکر دل است

از فساد او فساد آسیا

و از گشاد او گشاد آسیا [18]

نو اوس دا لوی فرصت دی چې دلته هغه ټول هېوادونه چې د افغانستان په خاوره کې د پانګونې لېوالتیا لري او یا هم له افغانستان سره خپلو دوامداره اړیکو ته لاپراختیا ورکوي، ګټه واخلي او ټولې تربګنۍ، ناندریزه بحثونه، زړه بوږونکي الفاظ، تورونه او تهمتونه، د خپلو بامونو واورې پر افغانستان اچول او یا داسې نورې هغه کړنې او کارونه چې اوضاع ترینګلې کوي او وضعیت له نورمال حالات څخه وباسې؛ باید درک کړل شي او ټولو ته د پای ټکي کېښودل شي.

اوس افغانان په افغانستان کې د ګاونډیو په شمول د سیمې او نړۍ د هېوادونو ښې همکارۍ او نېکو پیرزوینو ته له پخوا زیاته اړتیا ویني او دوی ته هم داسې زرین فرصت بیا حال او مهال دی.

4- د افغانستان او ایران د اړیکو د خرابوالي لاملونه:

افغانستان او ایران د اړیکو لسګونو کلونو مخینه لري، دا اړیکې کله خوږې، کله پیکه او کله کله حتی د جګړو تر حده رسېدلي دي.  په ۱۹۲۱ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د شاه امان الله خان او په ایران کې د قاجار د کورنۍ د واکمنۍ په دوره کې د دوستۍ تړون لاسلیک شو، چې په ۱۹۶۱ کې دغه اړیکې بیا پیکه شوې، وروسته بیا په ۱۹۶۳ کې پیل او تر ۱۹۷۹ پورې یې دوام وکړ. کله چې په دواړو هېوادونو کې سیاسي تحولات راځي او نظامونه بدلیږي، دلته ایران له افغانستان سره د اوبو مساله راپورته کوي او په لومړي ځل په ۱۸۷۰ کال کې دا مساله د شخړې تر حده رسیږي. ایران په ۱۸۷۲، ۱۸۹۸، ۱۹۰۲ او ۱۹۳۵ کلونو کې له افغانستان سره د اړیکو د پیکه والي وروستي حد ته رسېدلی دی.[19]

د دواړو هېوادونو مشرانو په ۱۹۳۹ زیږدیز کال کې د اوبو د حقونو د شریکولو یو تړون لاسلیک کړ؛ خو هېڅکله عملي نه شو. دا تړون په ۱۹۷۳ کال کې د دواړو هېوادونو د لومړیو وزیرانو تر منځ بیا تکرار شو؛ خو متاسفانه بیا یې هم عملي بڼه ونه موندله.

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي الحاج شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ښاغلي سید حسن مرتضوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه په خبرو کې ویلي وو چې د افغانستان او ایران اړیکې تاریخي سابقه لري؛ نو اجازه به ورنکړي چې متعصب عناصر د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو ترمنځ د اړیکو د خرابولو هڅه وکړي.

ښاغلي ستانکزي د افغانستان له خلکو سره د ایران د همکاریو له امله مننه وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان دوست او ورور وباله. هغه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د فضا په رامنځته کولو باندې ټينګار وکړ او په ايران کې یې د افغان کډوالو د بانکي حسابونو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د تجارت د ودې لپاره هیله مندي څرګنده کړه.

د افغانستان اسلامي امارت په ټوله معنی د ګاونډیو هېوادونو حق او حقوقو ته ځانګړې پاملرنه کوي او په دې یې ژمنتیا او کلک هوډ نسبت د ګاونډیو هېوادونو مسؤولینو ته جوت او د حس وړ دی. ایران او افغانستان سره له دې چې د دوستۍ او ښو اړیکو په اړه تاریخي سابقه لري؛ خو کله کله د دې دواړو خوږو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې دومره پیکه او وضعیت داسې ترینګلی شي چې دواړو لوریو ته امنیتي مسؤولین ګوتو په ماشوو ودرېږي او جګړه پیل شي، لارې بندې شي. د دې ستونزو د راوړېدلې اصلي علتونه څه دي او څنګه یې مخنیوی کېدای شي؟

  • سرحدي ستونزې:

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې پاللي دي او له خپلې خاورې څخه یې پر دوی د نه تعرض، په کورنیو چارو کې یې د نه لاسوهنې او نورو ضررونو د نه رسولو ډاډ ورکړی دی، افغانستان له ایران، پاکستان، چین، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان سره ګډې پولې لري. ایران د دغو هېوادونو له جملې څخه دویم مهم هېواد دی چې له افغانستان سره په لوېديځه برخه کې ٩٣٦ کيلومتره اوږده پوله لري.

د ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې په ۲۷ مه نېټه د افغان او ایران پوله ساتونکو ځواکونو تر منځ یوه وړه نښته رامنځته شوه او دا نښته خوشبختانه ډېر ژر د دوه اړخیزو خبرو په وسیله مهار شوه. د ایران د هوایي ځواکونو قومندان امیر علي حاجي زاده د دغې نښتې په وخت کې ویلي وو چې د افغانستان او ایران تر منځ جګړو ته ځینې کړۍ لمن وهي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه پراخه جګړه رامنځته کړي؛ خو د افغانستان او ایران دښمنان دې پوه شي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به هیڅ کله جګړه ونه‌شي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي چې اوس مهال په چین کې د افغانستان لوی سفیر دی، هم ویلي وو چې، افغانان د ایران په ګډون له ټولو ګاونډ هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او اجازه به ورنکړي، چې وړې ستونزې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

د افغانستان او ایران تر منځ ګډه اوږده پوله د دواړو هېوادونو له پاره هم فرصت او هم تهدید بللی شو، که چېرې دواړه هېوادونه په دې اړه خپلې همکارۍ او همغږۍ یو له بل څخه وسپموي؛ نو لرې نه ده چې دا پوله دې د دواړو هېوادونو له پاره په لوی خطر او ګواښ بدله شي او که چېرې ښه همغږي او ښه امنیتي همکاري وشي، د دواړو هېوادونو تر منځ به هېڅکله د پولې پر سر بحث راپورته نه شي.

  • داعش

د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې د تعداد په اړه د یو شمېر امریکايي چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو چې، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او شمېر یې پخوا ته په مراتبو کم شوی دی. نوموړي همدارنګه ویلي، د افغانستان دفاعي ځواکونه له ملي حاکمیت څخه د دفاع توان لري او د اسلامي امارت پر موثریت، داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه کمزوری شوی دی.[20]

د ننګرهار د علماو شورا مشر ښاغلي شیخ حضرت جان په جلال اباد کې د ایران له سرقونسل مجید صادقی دولت ابادي سره په یوې ناسته کې ویلي وو چې داعش د افغانستان او ایران د خلکو او حکومتونو ګډ دښمن دی او د دې ګډ دښمن پر وړاندې هر ډول مبارزه د دواړو هیوادونو او خلکو شریک مسؤولیت دی.

ایران باید په افغانستان کې د داعش په حضور هېڅ تشویش ونه کړي، داعش یوازې ایران ته نه؛ بلکې افغانستان ته هم ګواښ دی او دا ګواښ د دواړو هېوادونو په امنیتي همکاریو، استخباراتي همکاریو او ښې امنیتي همغږۍ له منځته تللی شي، مخکې له دې چې دا بیرونۍ پدیده په افغانستان او ایران کې خپلو موخو ته ورسیږي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې کړي، باید ایراني مسؤولین خپلې امنیتي او استخباراتي تجربې له افغان مسؤولینو سره شریکې کړي او په دې اړه  لازیاتې همکارۍ وکړي.

اسلامي امارت په ډېرو کمو امکاناتو دا ډله له پښو غورځولې ده؛ که په دې برخه کې نړیواله ټولنه، د سیمې هېوادونه، ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ایران له افغان مسؤولینو سره خپلې رښتینې همکارۍ ونه سپموي، دا له امکان لرې نه ده چې دا ډله له رېښو سره شنډه نه شي او یا دې په یو ستر سرخوږي بدله شي.

  • مخدره مواد او قاچاق

د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د راپورونو پر بنسټ افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی و؛ چې د کال تولید یې ۶۲۰۰ ټنو ته رسیدو. په داسې حال کې چې په نړۍ کې (۷۸۰۰) ټنه استعمالېدل، افغانستان د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولید کول. په داسې حال کې چې په میانمار کې د تولید کچه شاوخوا ۷۹۵ ټنه او په مکزیک کې شاوخوا ۵۰۴ ټنو ته رسېدله. د تېرو کلونو په نسبت د مخدره موادو په کښت او قاچاق کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی. [21]

د امیرالمومنین شیخ هیبت الله اخندزاده له لوري د «۱۴۰۱ کال د وري ۱۴مه» نېټې کې د یو ه ځانګړې فرمان له مخې په ټول هېواد کې د کوکنارو په کرنه په مطلق ډول بندیز ولګید ده، په دغه فرمان کې راغلي وو چې “په ټول هېواد کې د نشه‌يي موادو د ټولو ډولونو لکه شراب، هیروئین، شیشه، ټابلېټ کا، چرس او نورو استعمال، انتقال، پېر او پلور، تجارت، واردات او صادرات او د نشه‌یي توکو د تولید کارخانې په جدي توګه منع دي.”[22]

پر دې سربېره د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» غونډې کې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي هم ویلي وو چې موږ له ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي همکاریو په برخه کې د قاچاقبرانو او نورو ورانکارو عناصرو د تګ او راتګ د مخنیوي په برخه کې خپل تیاری بیا تکراروو. د دغو ګواښونو دفع ډله‌ییزو همکاریو ته اړتیا لري. موږ په دې برخه کې مؤثرې هڅې کړې دي او په کور دننه مو د مخدره موادو کښت د صفر کچې ته راښکته کړی دی؛ مګر د قاچاق په برخه کې دوو اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.

له دې زاویې څخه هم د ایراني چارواکو د تشویش رفعه کېدو په اړه کلکه ژمنتیا او هوډ موجود دی، کله هم که په دې برخه کې کوم تشویش ایجادیږي، د تفاهم او سیاسي ډیالوک له لارې دې ژر حل شي او دا مساله دې هم دومره جدي نه شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې وننګوي.

4- اوبه

‎د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو په سر په وروستي ځل دغې ستونزې په ۱۹۷۲ م کال کې د پخواني پاچاه محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال زور واخيست، له يو څه وخت خبرو وروسته دغه ستونزه د افغانستان د هغه مهال د لومړي وزير محمد موسی شفيق او د ايران د هغه مهال د لومړي وزير امیر عباس هویدا ترمنځ د يو تړون په لاسليکولو سره ختمه شوه، چې له مخې به يې افغانستان ايران ته په يوه ثانيه کې ۲۲ متره مکعبه اوبه پريږدي.

د دغه تړون په دویمه ماده کې ویل شوي چې، ټولې هغه اوبه چې د هلمند سیند څخه ایران ته ورکول کېږي په نورمال یا غیرې نورمال حال کې په منځني ډول په یوه ثانیه کې ۲۲ متره مکعبه دي؛ خو افغانستان د ښه ګاونډیتوب له کبله څلور متر مکعب اضافه ورکوي چې ټولې ۲۶ متره معکب کيږي. اوس ایران د دې تړون خلاف لومړی یو نهر بیا وروسته څلور نهرونه چې ۵۵ متر مکعب اوبه په هر ثانیه او اوس نهه نهرونه جوړ کړي دي. چې ۱۵۰ متر مکعب اوبه په هر ثانیه کې زیرمه کوي بل دا چې د ياد تړون د پنځمې مادې له مخې ايران، د هلمند د سيند پر اوبو له هغې كچې پورته چې په تړون كې تثبيت شوې ده، د هېڅ ډول ادعا حق نه لري. همدارنګه د ياد تړون په هېڅ ماده کې داسې تعهد نه شته چې ګويا ايران دې د سيستان او بلوچستان او د زاهدان ښار د ځمکو خړوبولو لپاره د اړتيا وړ اوبه د هلمند له سيند څخه واخلي؛ خو له بده مرغه چې د راپورونو له مخې همدا اوس هم د تړون خلاف زاهدان ته ۳۷ مليون متر مكعبه اوبه د هلمند له سيند ورکول کيږي.[23]

افغانستان له ایران سره د هلمند د اوبو د وېش رسمي تړون لري. دا یوازینی رسمي تړون دی چې د اوبو په اړه یې افغانستان له یو ګاونډي سره لري. ایران د هلمند د سیند په اوبو کې د ۱۳۵۱ هـ ش کال د تړون مطابق معینه حقابه لري؛ نو ځکه ایران باید له افغانانو او افغانان له ایرانیانو سره د اوبو پر مسایلو وقتاً فوقتاً خبرې وکړي. دلته زموږ ګټې سره شریکې دي، دغسې خبرې نه یوازې خیانت نه دی؛ بلکې ضرورت او مصلحت دی. په داسې حال کې چې رسمي تړون شته او د هر طرف مسئوولیتونه او مکلفیتونه پکې مشخص دي، اوبه علم دی او د اوبو پر سر مذاکرات يو مهم فن دی چې الحمدلله موږ افغانان دواړه لرو. [24]

له ایران د اوبو تړون، کچه یې او حقابه یې هر څه روښانه دي، کله کله له دغې زاویې څخه ایرانیان ځکه اواز پورته کوي چې په نړۍ اوس د اوبو کچه مخ په ښکته روانه ده او د اقلیم بدلون له کبله افغانستان هم درېیمه درجه هېواد بلل شوی دی. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي د ایران د حقابې په اړه ایران ته ډاډ ورکړی وو چې د افغانستان اسلامي امارت د ۱۳۵۱ تړون ته ژمن دی؛ خو وچکالي چې په افغانستان او سیمه کې راغلې، باید له پامه ونه غورځول شي. د ژغورنې د نړیوال سازمان د وروستي راپور پربنسټ افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له کبله درېیم زیانمن شوی هېواد دی. د ایران له مسوولینو هم په جدي توګه غواړو چې خپلې غوښتنې د ۱۳۵۱ کال له تړون سره عیارې کړي، قضاوت او د نظر څرګندول هم باید د دغې تړون د مادو پربنسټ وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت (۱۴۰۲ کال د زمري۲۲) په یوه اعلامیه کې د ایراني پلاوي د ارزیابۍ پخلی کړی دی چې د هلمند سیند “خورا کم د اوبو جریان لري او معاون سیندونه یې لکه ارغنداب، موسی قلعه، ارغستان او ترنک په بشپړه توګه وچ دي او یوازې د سیلابونو پر مهال پکې اوبه بهیږي.”بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې د ایراني پلاوي د سفر هدف د “ابهامونو لیرې کول” و، تر څو هغوي وکړای شي د “هلمند پر سیند د دهراوود د اوبو اندازه کولو دستګاه کې د اوبو جریان وګوري او اندازه یې کړي”.

 

په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو د (FAO) نړیوالې ادارې له لوري د (۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د کرنیزې وچکالۍ د شدت ارزونه) تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ او په دغه راپور کې یې کښلي وو چې  ۲۰۲۳ زیږدیز کال په افغانستان کې د وچکالۍ تر ټولو سخت او ځپلی کال دی.  د دغه راپور په بنسټ د افغانستان د هرات، فراه، هلمند، کندهار، جوزجان او بلخ ولایتونه وچکالي سخت ځپلي دي. [25]

په ورته وخت کې د ایران د انرژۍ وزیر علی اکبر محرابیان هم د ایران د ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې وچکالي ډیره جدي ده.[26] د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی او کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي هم د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې کمېدل تائید کړي و.

په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د ۲۸م نړیوال کنفرانس یا COP28 غونډه چې د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۳۰ مې د ډسمبر تر ۱‍۲مې یې دوام وکړ او له ۲۰۰ د ډېرو حکومتونو استازي وربلل شوي، افغانستان یې د اقلیمي بدلون له مخې د درېیم کال لپاره په تېرو دېرش کلونو کې له بې مخینې سختې وچکالۍ څخه ډک هېواد بللی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې یا (UNDP) مشر سټیفن رودریګس هم په دې اند دی چې افغانستان د اقليمي ناورین پر ژۍ ولاړ دی. د دغه بنسټ د بشري چارو د همغږۍ ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۵ يې د وچکالۍ له سختو ناوريني حالاتو سره مخ دي چې له پنځوس سلنې ډېر نفوس اغېزمنوي.

سټیفن رودریګس په دوبۍ کې د اقليمي بدلون د ۲۸م نړیوال کنفرانس یا COP28 غونډه، د افغانستان د اقلیمي بدلون اغېزونو ته د مقاومت ډېرولو له پاره فرصت بللی و او ویلي يې وو چې دا نه یوازې اخلاقي مسؤولیت دی؛ بلکې د سیمه‌ييز ثبات او نړیوال امنیت لپاره ستراتیژیکه اړتیا ده.[27]

نو اوبه یوه حیاتي موضوع ده، اسلامي امارت د ۱۳۵۱ تړون ته ژمن دی، د ایران د حقابې په اړه سترګې نه پټوي، اقلیمي بدلون هم یو حقیقت دی، کله چې دا هر څه دومره روښانه او واضح وي، بیا ناندریو ته هېڅ توجیه نه لیدل کېږي، ښه لاره همدا ده چې په دې اړه راپورته کېدونکي مسایل باید د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي، نه دا چې بنبست ته پرېښودل شي او یا ترې یوه لویه معضله جوړه شي.

5-  په ایران کې افغان کډوال

له ګڼو نیوکو او اندېښنو سره سره په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایران حکومت روان چلند هم د افغانستان او ایران په اړیکو منفي اغیزې کړي دي، د 1399 کال د غوايي پر 12 مه نېټه د ایران امنیتي ځواکونو ځینې افغان کډوال چې د کار په لټه ایران ته اوښتل له ایران سر پر پوله د هرات د ګلران ولسوالۍ په کارېز الیاس سیمه کې ونیول او له وهلو ټکولو او شکنجې وروسته یې پر هریرود اوښتو ته اړ کړل چې په نتیجه کې یو شمېر ډوب او ځینې بچ شول.[28]

دا پېښه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هغه وخت ویاند عباس موسوي رد کړه او ویلي وو چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده او له ایران سره هېڅ تړاو نه لري.[29] خو بیا هم دې پېښې په افغانستان کې دننه او بهر لوی غبرګونونه راپارولي وو د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي وو، د ایراني ځواکونو په لاس د افغان کډوالو ځورونې، شکنجې او وژنې رپوټونو سخت خواشینی کړی دی. په کور دننه افغان چارواکو هم په خورا تونده لهجه د ایران دا ډول عمل غندلی و او دا یې د نه بښلو جنایت بللی و. همدارنګه په 1399 کال کې د ایران امنیتي ځواکونو د ایران د یزد ولایت په کمربندي واټ کې یو موټر ته چې افغان تنکي ځوانان په کې سپاره ول، اور ورته کړی و او په دې پېښه کې درې افغانان وژل شوي وو، دې پېښې هم په پراخ کچه د افغانانو او نړۍ غبرګونونه راوپارول.

د بي بي سي راډیو راډیو د خبر په اساس چې دوی ته په نږدې وختونو کې داسې ویډیوګانې رسېدلي دي چې ان عام ایراني وګړي د افغان کډوالو په کورونو بریدونه کوي. یوه خو داسې هم ده چې ایران ځوانان یو عمر خوړلی افغان سړی وهي، او سپکې سپورې ورته وایي. دارنګه په ځينو نورو سیمو کې د افغان کډوالو پر ضد لاریونونه هم شوي دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفان دوجاریک ایران او پاکستان ته د غبرګون په ډول ویلي دي چې، دا د ټولو کډوالو حق دی چې خپلې خوښې ته پرېښودل شي، چې دوی خپلو هېوادونو ته ستنیږي که کوربه هېواد کې ژوند اختیاروي.

د ایران شرق ورځپاڼې د روان ۱۴۰۲ کال د لیندۍ پر ۱۲ مه خبر خپور کړی و چې په ایران کې پر افغان کډوالو نوي بندیزونه لګول شوي دي او دوی نه شي کولای چې د ایران ۱۶ ولایتونو ته سفر وکړي او یا هلته د استوګنې له پاره کورونه انتخاب کړي.

دغې ورځپاڼې د ایران د کرمانشاه ایالت د بهرنیو وګړو د کنټرول عمومي مسؤل حمزه سلیماني له قوله ویلي دي چې، “د ایران د ملي امنیت شورا لخوا نوې داسې تګلاره ورکړل شوې چې له مخې یې د دغه ولایت په ګډون د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د افغانانو هستوګنه او کار روزګار منع اعلان شوی دی.”

یادې ورځپاڼې د سلیماني له قوله زیاته کړې چې، د ایران په شرقي آذربایجان،غربي آذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحال‌وبختیاري، کهګیلویه‌ وبویراحمد، ګیلان، مازندران، سیستان‌وبلوچستان، هرمزګان او همدان هغه سیمې دي چې پکې د افغانانو هستوګنه او ګرځېدل منع شوې دي.[30]

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر  UNHCR)  ) د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ملګرو ملتونو له خوا ثبت شوي۷۸۰ زره کډوال. ۲،۶ میلیونه بې اسنادو کډوال او ۶۰۰ زره هغه کډوال چې په پاسپورټونو ایران ته تللي، په دغه هېواد کې ژوند کوي.

په ایران کې پر افغان کډوالو سخت محدودیتونه، د پولیسو نامناسبه رویه، د ویزو، بانکي، مخابراتي، روغتیایي، ښوونیزې او تحصیلي ستونزو سربېره په اجباري توګه د افغان کډوالو اېستل، هغه څه دي چې اکثره وخت یې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې کړي دي.

 

 

 

6- غیرمسؤولې خبرې

په سیاسي ډګرونو کې تورونه او تهمتونه د معمول برخه ده، په ټولنیز ژوند کې هم کله چې یو انسان په خپلو چارو کې پاتې راشي او یا ترې لارې ورکې شي بیا پر مقابل لوري ملامتي اچوي او مقابل لوری چې په حقه وي بیا ورته په عامیانه اصطلاح وایي چې، «د خپل بام واورې زما پر بام مه را اچوه!» موږ د دا ډول تورونو او تهمتونو سره له پخوا اشنا یو. دا که په سیاسي ډګرونو کې وي که او په ټولنیز ژوند کې.

په سیاسي ډګرونو کې هم وخت ناوخت د مسؤولو چارواکو، دوه ګاونډیو، دوستانو او حتی وروڼو تر منځ دا ډول ناندرۍ راپورته کېږي، چې کله په یوه کار کې پاتې راشي، پړه یې پر نورو اچوي.

ایران هم کله کله له دې رویې څخه کار اخلي او وخت ناوخت پر افغان مسؤولینو د فشار په ډول تورونه او تهمتونه لګوي. د ایران ولسمشر ښاغلي ابراهیم رئیسي څه موده وړاندې د هلمند د سیند په اړه د امارت مسؤولینو ته ګواښ وکړ او داسې تورونه یې وتړل چې ګواګې د اسلامي امارت مسؤولینو پر دوی د هلمند اوبه کمې کړي دي، سره له دې چې په دې تړاو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي د شهید ملا اختر محمد منصور د اووم تلین په نمانځغونډې کې وویل، تهران دې د “اوبو حیاتي موضوع نه سیاسي کوي.” نوموړي زیاته کړې وه چې “داسې مسایل باید د مطبوعاتي غوغا جوړولو پر ځای د مخامخ خبرو اترو او پوهاوي له لارې حل شي.”[31]

له دې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امير عبداللهیان تور پورې کړ چې ګواکې داعش مشران له عراق، سوريې او ليبيا څخه افغانستان ته نقل شوي دي، په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې دا ادعا په کلکه رد کړه او ویلي یې وو (افغانستان له يادو عربي هيوادونو سره ګډه پوله نه لري، د دې‌ پر ځای چې پر نورو مسئوليت واچول شي، ښه دا ده چې هېوادونه د خپلو پولو د خونديتوب په برخه کې نړيوال مکلفيتونه ترسره کړي.)

په اعلامیه کې راغلي وو، ايراني چارواکو ته په کار ده، چې د افغانستان په اړه د تشويش اچوونکو څرګندونو پرځای د دواړو ګاونډيو او دوستو هېوادونو او ولسونو تر منځ پر رغنده اقتصادي، سياسي او ټولنيزو اړيکو تمرکز وکړي.

همدارنګه د ناچله نسخو او د همه شموله په نوم د سولیدلي او کلیشي جملو په وسیله هم وخت ناوخت د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پیکه شوي دي، ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ایراني چارواکو اکثره وخت په لویو غونډو کې اسلامي امارت ته د همه شموله او ناچله نسخو وړاندیزونه کوي، په داسې حال کې چې سرورکاینات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، مسلمان چې څه د ځان له پاره خوښه وي، باید د بل مسلمان ورور له پاره یې هم خوښ کړي.[32]

آیا ایران به دې ته تیار شي چې دا ډول نسخه په خپل هېواد کې عملي کړي؟ هېڅکله هم نه!

نو کله چې یو مسلمان ګاونډی د ځان له پاره څه شی نه خوښه وي، د بل ګاونډي مسلمان ورور له پاره یې ولې خوښ کړي؟

په همدې موضوع د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي یادونه کړې وه او ویلي وو چې «موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو هیله لرو، لکه څنګه چې موږ نورو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای د افغانستان اسلامي امارت سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي.»

پایله

نړۍ د انسانانو د ژوند ګډ کور او کلی دی، په دې کور او کلي کې په یوازې ځان پرمختګونه ناشوني دي، دا چې په افغانستان کې یو ټولواکه، خپلواکه او ناپیلی حکومت واک ته رسېدلی دی او دلته اوس د انسان تښتونې، قاچاق، مخدره موادو، قتل، چور، بې ځایه ربړونې او په ټوله کې د انسان د ژوند ستر ګواښونه او ځورونې له منځه تللې دي؛ نو نړۍ، د سیمې او ګاونډ هېوادونه ته بویه چې له دې زرینو فرصتونو څخه ګټه واخلي او له اوسني حکومت سره دې خپل نظرونه، پوهه، سرچینې او تجربې د پخوا په پرتله ګړندي او لاپراخه کړي.

ایران ته د پخوا په پرتله اوس ښه زمینه برابره ده چې په افغانستان کې د برېښنا، روغتیا، ټرانسپورټ، هوایي چلند، کرنې، ټیکنالوژۍ، سوداګرۍ، رېل پټلۍ، کانونو، پوهنې، فرهنګي اړیکو پراختیا او همدارنګه خپلو تولیدي توکو ته ښه بازارموندنه وکړي. له تورونو، شکونو، تهمتونو، ځورونې، ناچله نسخو وړاندې کولو او نورو ناوړه چارو څخه د ځان ساتنې په پایله کې د افغانستان او ایران اړیکې لا پراختیا موندلی شي او دا اړیکې د دواړو هېوادونو په اقتصادي پرمختګ مثبتې اغېزې لرلای شي.

سره له دې چې ایران د امرېکا له لوري تحریم شوی هېواد دی، پراخ بندیزونه پرې لګول شوي دي، له نړۍ سره یې سوداګرۍ، راکړه ورکړ او روابط نورمال حالات کې نه دي؛ نو لازم ده چې د افغانستان له دې زرینو فرصتونو څخه ګټه واخلي او له اسلامي امارت سره همکاریو ته لاپراختیا ورکړي؟

وړاندیزونه

  • اسلامي امارت دې له ګاونډیو سره همدا اقتصاد محوره متوازن او بې پلوه سیاست ته دوام ورکړي او د همدې سیاست پر بنسټ دې د افغانستان ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه وپالي.
  • د ګاونډیو تر منځ دې د اړیکو تعادل په پام کې ونیول شي، ډېری وختونه له مهمو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د تعادل د خرابولي له کبله پیکه شوي دي، که دې برخې ته پام وشي؛ نو امکان لري چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې نوې اړیکې جوړې کړي او د اسلامي امارت په رسمیت پیژندنه کې هم مهم رول ولوبوي.
  • د اسلامي امارت د بهرني سیاست یو مهم اصل هغه دا دی چې (لاضر ولاضرار)، نه چا ته د شر رسولو اراده لري او نه دې څوک دا جرات کوي چې افغانانو ته دې شر ورسوي. که ګاونډي هېوادونه هم همدا حدیث شریف په خپلو بهرنیو پالیسو کې وکاروي او په ریښتینې توګه دې اصل ته ژمن پاتې شي، تر ډېره پورې به د لویو شکونو او لویو ستونزو حل ومومي.
  • د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ اکثره وخت د اړیکو پیکوالی د شکونو، تهمتونو، تورونو او غیرمسؤلو خبرو له کبله رامنځته شوی دی، لکه د پاکستان د سرپرست وزیراعظم ښاغلي انورالحق کاکړ وروستۍ څرګندونې چې ویلي وو، له افغانستان سره اړیکې هغه وخت ښې کېدای شي چې په افغانستان کې یو مشروع حکومت رامنځته شي، په داسې حال چې نوموړی خپله سرپرست دی او موده یې هم په پاکستان کې د ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته پای مومي، یا هم د ایران د ولسمشر ښاغلي ابراهیم رئیسي او نورو ایراني چارواکو وروستۍ ګوتڅنډنې. که دا ډول نامناسب الفاظ، غیرمسؤولې خبرې، تهمتونه، تورونه او شکونو له منځته ولاړ شي؛ نو اړیکې لا پیاوړې کېدای شي او د باورمندۍ فضاء رامنځته کېږي.
  • ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ایران او پاکستان باید له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي، په دغو هېوادونو کې له کډوالو سره ناوړه چلند، ځورونې، په کورونو یې چاپې وهل او یا هم بې ګناه افغانان بندیان کول، د اړیکو د خرابولي او پرېکون لامل ګرځي. موږ په دې وروستیو کې د ګاونډیو له دې ډول یومخیزو پرېکړو سره مخ شوي یو، سره له دې چې اسلامي امارت په ټوله ځواک، واک او اخلاص سره دا مسایل مهار کړي دي او په اړه یې ځان مسؤول ګڼي؛ خو ګاونډي هېوادونه باید د کډوالو مسایل د خوږ ګوتې نېولو په څېر تمثیل نه کړي؛ بلکې د دوه اړخیز تفاهم له مخې دا ستونزې ښې هوارېدلی شي.
  • د سوداګرو پر مخ د دروازو بندول، د ویزو ځنډول، د سوداګریزو کاروانونو ودرول، په مختلفو بهانو له سوداګرو څخه پیسې اخېستل، هغه مسایل دي چې مخکې پرې بشپړ بحث وشو، که ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ایران او پاکستان په دې اړه له اخلاص څخه کار واخلي او راتلونکې کې له افغان سوداګرو سره نېک چلند وکړي، تر ډېره بریده د اړیکو په رغونه او پراختیا کې مثبت رول لرلای شي.
  • اسلامي امارت دې د افغان پانګوالو او بهرنیو پانګوالو له پاره په افغانستان کې د پانګونې له پاره پراخ سهولیتونه رامنځته کړي، د ګاونډیو په شمول د سیمې او نړۍ هېوادونه اوس په افغانستان کې سترو پانګونو ته لېوالتیا لري؛ د دغو پانګوالو جلب او جذب ته دې لاپراختیا ورکړل شي.
  • په ګاونډیو هېوادونو کې دې د افغان کډوالو او افغان سوداګرو ستونزې حل شي، افغان سوداګر اکثره وخت د ویزو له ځنډ او خنډ څخه شکایتونه کوي، که دې برخه کې، د بهرنیو چارو محترم وزارت، د سوداګرۍ محترم وزارت، د اقتصاد محترم وزارت، د کډوالو چارو محترم وزارت او د ټرانسپورټ او هوایي چلند محترم وزارت په کډه لاس په کار شي، امکان لري چې په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال د کوربه هېوادونو له لوري ونه ځورول شي او یا هم افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې راولاړ شوي شکایتونه له منځه ولاړ شي.
  • سره له دې چې اوس افغانستان د انفلاسیون له رنځ خلاص دی، افغاني کرنسۍ د نورو بهرنیو اسعارو په مقابل کې لوړه شوې ده؛ خو د نرخونو قیمتونه په خپلو ځایونو ولاړ دي، که اسلامي امارت افغان سوداګرو ته د نرخونو په اړه سپارښتنې وکړي او یا هم خپله افغان سوداګر د افغانانو ناوړه اقتصادي وضعیت درک کړي او د نرخونو له جګولو څخه ډډه وکړي، د هېواد په بیارغونه، له هېواد څخه د تېښتې صفونو په کمولو او په افغانستان کې د افغانانو په اوسېدو کې به رغنده رول ولوبوي.
  • اسلامي امارت دې د چابهار بندر په بیا ځلې فعالیت سره یو مخ له پاکستان څخه مخ نه اړوي، چابهار خپل ارزښت لري؛ خو له پاکستان سره اړیکې ساتل د وخت تقاضا ده، هلته په میلیونونو افغانان اوسېدلو، د افغانانو خپلمنځي روابط، شناخت او خپلولۍ، په پاکستان کې د افغان سوداګرو پراخې پانګونې او نور ګڼ مناسبات دا ایجابوي چې له پاکستان سره دې هم د اړیکو بابونه نه بندیږي.

سرچینې:

  • (https://www.independentpersian.com/)، (ګڼه: ۱۲۴)، د ستراتيژیکو او سيمه یيزو څېړنو مرکز، (۴لیندۍ –۱۰لیندۍ ۱۴۰۲هـ ش)
  • (https://www.ariananews.af/irans-non-oil-exports-to-afghanistan-up-4/)، (https://thekabultimes.com/iran-biggest-trade-partner-of-afghanistan/)، (ګڼه: ۱۲۴)، د ستراتيژیکو او سيمه یيزو څېړنو مرکز، (۴لیندۍ –۱۰لیندۍ ۱۴۰۲هـ ش)
  • د افغان غږ خبري آژانس، د انرژۍ او اوبو له وزیر ښاغلي مولوي عبداللطیف منصور سره ځانګړې مرکه.
  • باختر خبري اژانس، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
  •  استاد، وحید، عبدالوحید لیکنه (د افغانستان او ایران د اړیکو زرین فرصتونه)
  • ۳۱۰ګڼه، ۱۴۰۲ د عقرب ۲۱ نېټه، شریعت ورځپاڼه، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
  •  د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) کلنی راپور
  •  د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې ۲ مه (په نیمروز کې د وچکالۍ زیانونه (د کلید راډیو ځانکړی راپور
  • د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمی قمي د یکشنبې په ورځ د اګست په ۱۳ مه نېټه د ایران د فارس خبري اژانس سره ځانګړې مرکه. تهران
  • ۶ غبرګولی ۱۴۰۲ – ۲۷ می ۲۰۲۳، بي بي سي ځانګړی راپور
  •  (افغانستان ته د امریکا د سوداګریز پلاوي د سفر هدف څه دی؟) دویچه ویله راډیو ځانګړی راپور (۱۶/۶/۱۴۰۲)
  • (Afghanistan: One Year On) لیکوال هیوګو شارټر – د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر،۷ وږی ۱۴۰۱
  • افغانستان ملي راډیو تلویزیون، کابل
  •  (اهمیت بندر چابهار بر گسترش میزان صادرات افغانستان) د باسط احمد حافظی لیکنه، پژواک خبري اژانس
  • د ستراتیژیکو مطالعاتو ژورنال، ځانګړې مرکه، ۱۴۳ پاڼه، بهرنیو چارو وزارت
  • تسنیم خبري اژانس، تهران
  • د افغانستان علومو اکاډمي، د سیمه ییز مطالعاتو مرکز او باختر خبري اژانس
  • (جاوید نامه)، د علامه محمد اقبال لاهوري کتاب
  • سمون، نظیم، لیکنه، (د ایران سیاسي مانورونه)
  • د انیس ملي ورځپاڼه، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
  • World Drug Report 2023 by the United Nations Office on Drugs and Crime (UNODC) د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر UNODC د مخدره توکو د کښت او قاچاقو په اړه د ۲۰۲۳ کال راپور
  • د افغانستان د قوانینو د ډیټابیس وېبپاڼه
  • نیازی، داود، لیکنه (د افغانستان او ایران د اوبو اړوند)، 28/08/2018
  • https://pajhwok.com/ps/opinion/any-kind-of-political-meeting-with-iran-regarding-helmand-agreement-is-rejected-and-national-betrayal/  (د هلمند اوبو معاهدې په اړه د خان محمد تکل لیکنې ته د ډاکټر فاروق اعظم ځواب)
  • (Assessment of agricultural drought severity in Afghanistan for2023) FAO, 2023 CC8298EN/1/10.23
  • ایسنا خبري اژانس، تهران
  • په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د ۲۸م نړیوال کنفرانس یا COP28 د غونډې راپور
  • د بي بي سي (BBC) راډیو راپور
  • ایرنا خبري اژانس، تهران
  • [1] https://www.sharghdaily.com، کدخبر: 908337 ، د ایران شرق ورځپاڼه، د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ ۱۲ مه.
  • ۱۴۰۲ غبرگولي لومړۍ، د شهید ملا اخترمحمد منصور اووم تلین، RTA Pashto، کابل
  • مشکاة المصابيح (۴۴۰ مخ) عن احمد و الترمذي.

[1] (https://www.independentpersian.com/)، (ګڼه: ۱۲۴)، د ستراتيژیکو او سيمه یيزو څېړنو مرکز، (۴لیندۍ –۱۰لیندۍ ۱۴۰۲هـ ش)

[2] (https://www.ariananews.af/irans-non-oil-exports-to-afghanistan-up-4/)، (https://thekabultimes.com/iran-biggest-trade-partner-of-afghanistan/)، (ګڼه: ۱۲۴)، د ستراتيژیکو او سيمه یيزو څېړنو مرکز، (۴لیندۍ –۱۰لیندۍ ۱۴۰۲هـ ش)

[3] د افغان غږ خبري آژانس، د انرژۍ او اوبو له وزیر ښاغلي مولوي عبداللطیف منصور سره ځانګړې مرکه.

[4] باختر خبري اژانس، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

[5]  استاد، وحید، عبدالوحید لیکنه (د افغانستان او ایران د اړیکو زرین فرصتونه)

[6] ۳۱۰ګڼه، ۱۴۰۲ د عقرب ۲۱ نېټه، شریعت ورځپاڼه، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

[7]  د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) کلنی راپور

[8]   د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې ۲ مه (په نیمروز کې د وچکالۍ زیانونه (د کلید راډیو ځانکړی راپور

[9] د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمی قمي د یکشنبې په ورځ د اګست په ۱۳ مه نېټه د ایران د فارس خبري اژانس سره ځانګړې مرکه. تهران

[10] ۶ غبرګولی ۱۴۰۲ – ۲۷ می ۲۰۲۳، بي بي سي ځانګړی راپور

[11]  (افغانستان ته د امریکا د سوداګریز پلاوي د سفر هدف څه دی؟) دویچه ویله راډیو ځانګړی راپور (۱۶/۶/۱۴۰۲)

[12] (Afghanistan: One Year On) لیکوال هیوګو شارټر – د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر،۷ وږی ۱۴۰۱

[13] افغانستان ملي راډیو تلویزیون، کابل

[14]  (اهمیت بندر چابهار بر گسترش میزان صادرات افغانستان) د باسط احمد حافظی لیکنه، پژواک خبري اژانس

[15] د ستراتیژیکو مطالعاتو ژورنال، ځانګړې مرکه، ۱۴۳ پاڼه، بهرنیو چارو وزارت

[16] تسنیم خبري اژانس، تهران

[17] د افغانستان علومو اکاډمي، د سیمه ییز مطالعاتو مرکز او باختر خبري اژانس

[18]  (جاوید نامه)، د علامه محمد اقبال لاهوري کتاب

[19] سمون، نظیم، لیکنه، (د ایران سیاسي مانورونه)

[20]د انیس ملي ورځپاڼه، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

[21] World Drug Report 2023 by the United Nations Office on Drugs and Crime (UNODC) د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر UNODC د مخدره توکو د کښت او قاچاقو په اړه د ۲۰۲۳ کال راپور

[22] د افغانستان د قوانینو د ډیټابیس وېبپاڼه

[23] نیازی، داود، لیکنه (د افغانستان او ایران د اوبو اړوند)، 28/08/2018

[24] https://pajhwok.com/ps/opinion/any-kind-of-political-meeting-with-iran-regarding-helmand-agreement-is-rejected-and-national-betrayal/  (د هلمند اوبو معاهدې په اړه د خان محمد تکل لیکنې ته د ډاکټر فاروق اعظم ځواب)

[25] (Assessment of agricultural drought severity in Afghanistan for2023) FAO, 2023 CC8298EN/1/10.23

[26] ایسنا خبري اژانس، تهران

[27] په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د ۲۸م نړیوال کنفرانس یا COP28 د غونډې راپور

[28] د بي بي سي (BBC) راډیو راپور

[29] ایرنا خبري اژانس، تهران

[30] https://www.sharghdaily.com، کدخبر: 908337 ، د ایران شرق ورځپاڼه، د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ ۱۲ مه.

[31] ۱۴۰۲ غبرگولي لومړۍ، د شهید ملا اخترمحمد منصور اووم تلین، RTA Pashto، کابل

[32]  مشکاة المصابيح (۴۴۰ مخ) عن احمد و الترمذي.

—-
دا مقاله د ستراتيژیکو مطالعاتو ژورنال کې خپره شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx