افغانستان

د سه شنبې ورځې مهم خبرونه – نیټه: سه شنبه ،۸ کب، ۱۴۰۲ل

نن ټکی اسیا (سه شنبه ،۸ کب، ۱۴۰۲ل):

۱_د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.

۲_د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د ترکمنستان هېواد د ترانسپورټ په چارو کې د وزیرانو شورا مرستیال محمد خان چکي‌ییف سره په لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د انتقالاتو پر زیاتوالي، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ ظرفیت لوړولو او ترکمنباشي بندر کې افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو خبرې کړې.

۳_د اقتصادي معاونیت، د صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په ګډون د حکومت تخنیکي پلاوي په چابهار بندر کې له ایراني چارواکو سره لیدنه کړې ده، په دې لیدنه کې د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانان پانګوالو پر پانګونې، د لګښتونو کچې پر ټیټېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

۴_د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي چې نږدې راتلونکې کې به د ترکمنستان په همکارۍ، هېواد کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل کړي.

۵_د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې کب مياشتې له ۹مې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

۶_د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي، چې له تېرې یوې اونۍ را پدېخوا یې د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کیندلو چارې پیل کړي، اوس مهال د یاد کانال د دویم فاز په چارو کې ۵۰۰ ماشینري کار کوي، چې هڅه کوي نور هم د ماشینري تعداد زیات کړي.

۷_د پکتیا ولایتي چارواکي وایي چې د تېرو اتو میاشتو پر مهال له دغه ولایت څخه له هېواده بهر د ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

۸_د تورخم او اسلام کلا سرحدي امریتونه وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې د تورخم او اسلام کلا بندرونو له لارې له ایران او پاکستان څخه دوه زره او ۹۱۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.

۹_د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې جنوبي کوریا له افغانستان سره د خوراکي ملاتړ او د لوږې د مخنیوي په موخه څلور میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

۱۰_پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د واورې او باران له کبله په بامیانو، دایکندي، سرپل او غزني ولایتونو کې د شلو ولسوالیو لارې د ولایتونو له مرکزونو سره تړل شوې دي.

۱۱_د لوګر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د مرکز سربېره په محمد آغې او خروار ولسوالیو کې ۲۵۹ تنو نارینه او ښځینه وو ته کاري زمینه برابره شوې ده.

۱۲_د خوړو نړېوال پروګرام وايي، چې په نورستان ولایت کې یې د تېرې اونۍ غره ښوېدنې په پېښه کې له زیامنو څه باندې ۲۰۰ کورنیو سره بیړنۍ مرستې کړې دي.

۱۳_د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست په تېرو ۱۱ میاشتو کې له څلور سوه میلیونه د زیاتو افغانیو د عوایدو راټولېدو او د دولت خزانې ته د سپارلو خبر ورکړی.

۱۴_قطر کې افغان سرپرست سفیر له یو شمېر هغو افغان سوداګرو سره لیدلي، چې د دوحې اکسپو ۲۰۲۳ نندارتون کې یې خپل سوداګریز توکي نندارې ته وړاندې کړي وو. افغان سوداګرو په دغه لیدنه کې د سرپرست حکومت له ملاتړ څخه مننه کړې.

۱۵_امنیتي ځواکونو د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې د غلا، وژنې، جوارګرۍ او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۳۱ تنه نیولي دي، ورته مهال امنیتي ځواکونو ۴۷ عرادې وسایط چې له محصول پرته هیواد ته را وارد شوي وو، د کندهار ولایت په شورابک سیمه کې پېژندلي او ضبط کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx