نظــر

کابل-عشق‌آباد د لسیزو خوب رښتیا کوي!

ذاکر جلالي

له فتحې یوازې څو میاشتې وروسته کابل ته د ترکمنستان خارجه وزیر رشید مُرَدوف راغلی و. د بهرنیو چارو وزارت کې زموږ ګڼو وزارتونو په ګډون کاري مجلس و. حاجي ملا عیسی اخند هغه مهال د کانونو او پټرولیم وزیر و. د ترکمنستان خارجه وزیر ته یې ویل «زه ځوان وم، د ټاپي کیسه روانه وه، اوس مې ږیره سپينه ده؛ خو موږ او تاسې لا هم هماغو بحثونو کې یو….دا به کله عملي کېږي».

د ترکمنستان خارجه وزیر ورته په ځواب کې وویل «رښتیا هم ډېر وخت تېر شو، دلته اوږده جګړه وشوه، ډېر لاسونه وو چې نه یې پرېښودل د افغانستان او ترکمنستان خلک د ټاپي له ګټو برخمن شي….خو اوس هېڅوک نه شته، زه او ته یو، ما و تا به دا کار کوو!».

له هغې راهیسې کابل او عشق‌اباد په مختلفو سطحو کې د ټاپي په اړه کارونه جاري وساتل. په ۲۰۲۳م کال کې ډېر احتمال و، چې د افغانستان په خاوره کې کار پیل شي. خو بیا هم پیل نه شو؛ دواړو خواوو کې څه کورنۍ دندې پاتې وې او څه نور خنډونه هم وو چې نه يې پرېښودل ټاپي عملاً پیل شي.

سږ کال ډېرې هیلې شته چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي عملي کار پیل شي. تېر ډسمبر کې هرات ولایت ته د ترکمنستان د خارجه وزیر سفر او اوس عشق‌اباد ته زموږ د خارجه وزیر سفرونه د هغو تیاریو برخه دي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل لپاره ترسره کېږي. د افغانستان او ترکمنستان خارجه وزیرانو د هغه ځای لیدنه هم وکړه چې ټاپي د افغانستان او ترکمنستان په صفري نقطه کې افغان خاورې ته ننوتې ده. د اوږده ځنډ په وجه د ټاپي نل لیکې دغه برخه زنګ وهلې وه. دا ځل ترکمنستان په طرف کې د پام وړ لېوالتیا او جدیت لیدل کېږي او له نیکه مرغه دواړو لوریو خپلې کورنۍ دندې د بشپړېدو تر درشله رسولي دي.

خارجه وزیر سره تر مفصل کاري مجلس وروسته نن د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف هم د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل. دا ښيي چې د ترکمنستان اول تصمیم‌نیوونکی شخص هم په دې اړه لېوالتیا لري او چارې شخصاً څاري.

بحثونه یوازې ټاپي پورې هم نه دي راټول. ترکمنستان د ټاپي ترڅنګ د افغانستان وسپنې پټلۍ ظرفیت لوړولو او برښنا کې هم کافي لېوالتیا لري.

افغانستان د پاکستان له لارې اوبو سره د ترکمنستان د وصل تر ټولو نژدې او ارازنه لار ده. د همدې لپاره ترکمنستان افغانستان کې د وسپنې پټلۍ غځونه او پراختیا کې لېوالتیا لري. ښايي څو میاشتو کې ترکمنستان د تورغنډۍ د وسپنې پټلۍ پر سټېشن کار شروع کړي.

ترکمنستان د افغانستان هرات او شبرغان ولایتونو ته برښنا ورکوي. اوس عملاً د هرات نورالجهاد سبسټېشن باندې کار روان دی چې ظرفیت یې لوړ شي ترڅو د هرات ولایت برښنا زیاته شي. همداراز امارت د دشت الوان – ارغندي د ۵۰۰ کیلو ولټ لاین قرارداد خصوصي سکټور ته ورکړی. د دې لاین له غځېدو سره کابل د باثباته او ارزانه برښنا څښتن کېږي. د ترکمنستان برښنا له یوې خوا باثباته ده او له بلې خوا د ټولو وارداتي برښناوو په پرتله ارزانه ده.

باور دا دی، چې د افغانستان په خاوره کې به د ټاپي عملي کار راتلونکو میاشتو کې پیل شي. دا د افغانستان او ترکمنستان د لسیزو ارمان رښتیا کېده دي!

دا هغه خوب دی، چې ډېرو یوازې په تبلیغاتي سترګه ورته کتل…. خو د عملي چارو د پیل یې ښايي نه جذبه درلوده او نه هم اجازه!

اوس هم جذبه شته او هم خپلواکه اراده…. دغه دوه د لویو کارونو کیلي دي. امارت به ان شاءالله هغه تیوري عمل ته راولي چې افغانستان د وصل نقطه شي.

په همدې ارمان!

عشق‌اباد، ترکمنستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx