د نن سرلیکنه

په کابل کې د کودتايي شائعاتو د خپرلو ترشا د چا لاس دی؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله (چهارشنبه، زمري ۲۹مه، ۱۳۹۳): وروسته تر دې چې د ټاکنیزو نوماندانو ترمنځ د سیاسي جوړ جاړي ټولې هڅې له ناکامي سره مخ او د امریکي د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري د مداخلې تر څنګ یې ټول بهرني سفارت کاران په هواري کې پاتې راغلل په کابل کې د یو شمیر حاکمو چارواکو لخوا د پوځي کودتا ترسره کولو اوازې خپرې شوې.

د دغو شائعاتو اصلی سرچینه د نیویارک ټایمز ورځپانې د وتلي ژورنالیست Matthew Rosenberg هغه رپوټ دی چې د تیرې سه شنبې په ورځ یې په یاده ورځپاڼه کې نشر او د هغه په تعقیب د افغانستان د لويي څارنوالې لخوا د نوموړي خبریال پر وتلو بندیز ولګول شو.

د نیویارک ټایمز په دغه رپوټ کې کښل شوي چې د هیواد په حاکمه دستګاه كې ځیني هغه غښتلي چارواکي، چې پر امنیتي ځواکونو تسلط لري خبرداری ورکوي چې که د متنازعو ټیمونو ترمنځ ټاکنیزه لانجه ژر حل نه شوه نو دوی به د پوځي زور په وسیله د هیواد سیاسي واک په لاس کې واخلي.

په افغانستان کې روان فوق العاده بحراني وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې د کابل حاکمه اداره نور د دغه بحراني وضعیت له کنترولولو عاجزه او د بهرنیانو په لمسون افغانستان نور هم د بي امنۍ او بی ثباتي پرلور ور ټیل وهل کیږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له خوا د ځینو چارواکو لخوا د کودتا له خبر خپرولو څخه هم په حقیقت کې د حاکم نظام د استمزاج معلومول دی چې دوی تر کومه پوري د کودتا په اړه حساسیت ښیي؟

که څه هم چې اوس مهال د هیواد په حاکم نظام کې د منسلکو پوځي مقاماتو لخوا په یواځې سر د پوځي کودتا ترسره کول ناشونی کار دي؛ ځکه پوځي انقلاب او کودتا معمولا د یوه داسې پوځي عناصرو او مسلطو چارواکو لخوا رامنځته کیږي چې هغوي واقعا د هیواد په عسکرې ځواک مسلط وي، او اوس مهال خو ټول ویني چې په افغانستان کې پوځي واک او پوځي وسائل ټول د بهرنیو ځواکونو په اختیار کې دي، که چیري همدغه بهرني ځواکونه او د هغوي پوځي چارواکي له داخلي ځواکونو سره په کودتايي عمل او یالمسون کې ښکیل نه وي داخلي چارواکي په هیڅ صورت په یواځیتوب سره د کودتا جرئت په ځان کې نه ویني.

که څه هم چې اوس عملا د افغانستان پوځي اعلی سر قیادت ، د افغانستان دبین المللي ډګرونو کنټرول او همدا راز د افغاني سرحدونو اداره د بهرنیو ځواکونو په واک کې ده ،خو بیاهم په کابل کې د تش په نوم منتخب حکومت اومنتخب ولسمشر موجودیت هغه څه دي چې د هیواد یې د کودتايي حکومت له ګډوډویو څخه تریوه حده ساتلی.

که اوس د بهرنیانو د اشغال تر څنګ دهغوی په تحریک اولمسون په هیواد کې د کودتا په نوم بله ګډوډی هم رامنځته کیږي دا به د هیواد د روان کړکیچ په اضافه کولو او بحراني کولوکې د بهرنیانو یوه بله تخریبي هڅه وي چې د خپل اشغال غزولو لپاره به یې ترسره کوي.

په کابل کې ځیني امریکاپلوه پوځي چارواکو ته د کودتا دستور او په دې اړه خپریدونکي شائعات خپله د امریکايي استخباراتي کړیو هغه پلان شوی طرحه ده چې غواړي د هغې په وسیله په افغانستان کې نور هم خپل اشغال ته مبرر پیداکړي.

خو لکه څرنګه چې یې داشغال د بریالیتوب لپاره د امریکایانو ديموکراتیک اقدامات له ناکامي سره مخ شول ، د پوځي کودتا ترنوم لاندې سازشي پلانونه یې هم په افغانستان کې د بریالیتوب له امکانه لیري ښکاري.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x