نړۍ

د پاکستان ټاکنې: تحریک انصاف د درغلی پر خلاف لاریون کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه ،۸ کب، ۱۴۰۲ل): د پاکستان تحریک انصاف معاون مشر شیر افضل مروت په یوه خبرې ناسته کې وویل، ددوی ګوند به هیڅ کله په تیرو ټاکنو کې د درغلی خلاف چوپه خوله نه کښيني بلکې خپل قانوني او دستوري جګړه به روانه ساتي تر څو یې د پاکستان د ولس حق نه وي ګټلی.

نوموړي چې تازه یې د عمران خان سره په بندې خانه کې ملاقات کړی، د خپل مشر په حواله ویلي چې د مارچ پر دوهمه نیټه د شنبې په ورځ به په اسلام اباد کې ستر لاریون وکړي او که نور تنظیمونه په دغه لاریون کې ددوی سره ګډون کوي نو هم اماده دي.

نوموړي همداراز وویل، کوم جګړه چې دوی کوي د هغه هدف د پاکستان اوسني نظام څخه خلاصول او د قانون عملي کیدل دی چې قضائیه قوه په کښي خپلواکه وي، د ولس حقوق خوندي وي د هغوی پر حقوقو ډاکه نه وي اچول شوې او ددغه هدف تر لاسه کولو لپاره هر قسم قربانۍ ته دوی اماده دي.

باید وویل شي چې د پاکستان تحریک انصاف او یو شمیر نور ګوندونه وروستی ټاکنې او په ټاکنو کې بریالي شوې نوماندان د رایو په غلا تورنوي او ادعا لري چې د پاکستان د ټاکنو کمیسون او همداراز پوځ او نظامي ادارو په مشترکه توګه ددوی نوماندان چې ګټونکې وه، ناکامه اعلان کړل چې دوی به یې پر وړاندي خپل قانوني او دستوري جګړه روانه ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx