نظــر

دوہ خاطرې(سپیڅلتیا ژغورل کړ‎ي)

حفيظ الدين پيرزاده

په خواله رسنیو کې مې د ذاکر جلالي صیب یوہ په زړ‎ہ پورې خاطرہ ولوسته.
ھغه ته د ترکمنستان په عشق آباد کې د ھماغه ھیواد د بھرنیو چارو وزیر چې د تیر
امارت پر مھال ھم پر ھمدې دندې بوخت و، خپله یوہ خاطرہ داسې بیان کړ‎ې وہ:

“ په ۲۰۰۱ م کې چې امريکا پر افغانستان بمبارۍ شروع کړې وې، حالات ډېر کړکېچن و خو زموږ کونسلګرۍ په مزارشریف ښار کې لا فعاله وه.
کله چې د بمبارد په مقابل کې ستاسې ځواکونو ته مقاومت ناشونی شو او نور له مزار ښار څخه طالبان شاتګ ته مجبوره شول، ستاسې مسؤولينو زموږ کونسلګرۍ ته خلته کې د برېښنا د بيل پیسې راوړې او غوښتنه يې وکړه چې دا مو بیل دی موږ ځو چي تاسي زموږ پر خلکو بریښنا قطع نه کړئ.
سبا ته امارت له مزار شريف څخه شاتګ وکړ!
رشيد مُرَدوف ويل، زموږ اړيکو کې رښتينولۍ موږ ته دا باور راکړی چې موږ او تاسې پرمخ تللی شو.
دا د افغانستان رښتينې او مسؤولانه استازولي ده”
د دې خاطرې پر لوستلو، ماته د خپل گران ملگري ملا خیر الله صمیم صیب یوہ خاطرہ سترگو ته ودریدہ.
ھغه په تیر امارت کې په کندھار کې دندہ لرله. کله چې پر کندھار بمبارد زیات شو، او لوی ملا صیب مرحوم د کندھار پریښودو پریکړ‎ہ وکړ‎ہ، ملگرو ته وویل شول ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.
دا یو ډیر سخت حالت و؛ ناوړ‎ہ شرائط،
نامالوم راتلونکی، د یوہ نامالوم منزل پر لور کوچ او د ھرې خوا د نفسي نفسي نارې!
خو زموږ‎ صمیم صیب په ھمدې افراتفرۍ کې د امارت مالي مسؤل لټاوہ تر څو د امارت ھغه څه باندې پنځه سوہ ډالر ور تسلیم کړ‎ي چې د ھغه سرہ د دفتر د مصارفو څخه پاته و. په پایله کې یې مالي مسؤل پیدا کړ‎ې و، امانت یې ور تسلیم کړ‎ی و او بیا ورڅخه رخصت شوی و.
بیا چې کله حالات یو څه نورمال شول، ھغه مسؤل ملگري به د صمیم صیب دا کیسه په مجالسو کې د خندا په پار کوله؛ ویل به یې: د یوې خوا کلک بمبارد، د بل اړ‎خه محفوظ ځای ته د وتلو کش او گیر او د بلې خوا زہ ھغه ( صمیم ) د گریوان څخه نیولی وم چې دولتي امانت تسلیم شم او سند ورکړ‎م!
دوستانو!
دې دواړ‎و خاطرو زما سر د عربي ژبي پر ھغه مشھور مقال خلاص کړ‎ چې وایي: “سپیڅلتیا ژغورل کړ‎ي…..“
( االصدق ینجی و الکذب یھلک ).
سرہ له دې چې د صدق په اړ‎ہ ډیر مبارک ایاتونه او احادیث شریف موجود دي، لکه د عبدالله ابن مسعود رضي الله تعالی عنه څخه مروي دا متفق علیه حدیث:
“ عَلَيْكُمْ بِالصِّدْقِ، فَإِنَّ الصِّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ، وإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الْجَنَّةِ….او نور، لیکن دا چې صدق یا سپیڅلتیا د ژغورنې لامل گرځي؟! دا راته یو څه مبھمه وہ.
خو د دې دوہ خاطرو پر اوریدلو مې نور ھغه إبھام په زړ‎ہ کې پاته نشو.
دا چې امارت تر دې دمه په معجزانه توگه، د دې دومرہ ډیرو توطئیو، طغیاني توپانو او نړ‎یوالو سازشونو څخه ژوندی راوتلی، ښایي یو ستر لامل یې ھم د لارویانو سپیڅلتیا وي؛ بې له شکه چې؛ الصدق ینجی “سپڅلتیا ژغورل کړ‎ي”!

و الله المستعان
__________
حفیظ الدین پیرزادہ
د فبرورۍ ۲۵/ ۲۰۲۴ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx