دیني، سیرت او تاریخ

نبوي نعت شریف

اسرار نصرت‎

شـو خــبـیـب تـه ستا د مـــــیـنـې لــه اثـره دار زیــبا
هـم سـپـوږمـۍ شوه په ملا ماته ستا د مـخ له تـجـلا

پـیـدا کړي دي هـمــه واړه افـلاک خـدای ستا له رویه
تـه معـشـوق د رب منــان یـی هـم عاشـق پــه ربـــنا

په عـظـیم عـرش دي لیکلی مـبارک سپېڅلی نوم دی
بخـــــښـل ســـوې دي لــه رویـــه د ادم بـابـا خـطـــا

که جــبریل که اسرافیل دی میکائیل که عـزرائل دی
منزلت دي ترې اوچت دی که عـیسی دی که مـوسی

د مخ وړانـګـو ته یی نه رسي یـوسـف سره له حسنه
چـي جـانــان دی د خالــق د هـر یو ښـکلي او ښــکلا

د حـــجـاز د شــــګــو هـــومـــره رحمتونه دي نصرته
د آقــا پـه روضـه اوري هـــر مـــاښام او هــــر ســـــبا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx