شعـــــرونه

افغانان به په مسکا کړم

عرفان حمزه‎

ویښ به ویدہ زړونه بیا د تورې په شرنګا کړم
خدای به مې نصـرت کوي امسابه اژدهــا کړم

بیابه له  ظالمه انتـــقــام دمظلـوم واخــلم
شنډ به یې سحرونه د بنګال او اینډیا کړم

خدای به مې په مټو کې قوت د ایوبي ژدي
نېزہ به د عــــــمر سم ازادہ به اقصی کړم

مـړي به ژوندي کړم د ړندو به سترګي وا کړم
څښتن  به مي نصرت کوي دم به  د عیسی کړم

راج بـه پـه دنــــیا کړم مسخّرہ به هوا کړم
زہ که یوہ ګوتمۍ د سلیمان په څېر پیدا کړم

زہ د ابــــــدال زوی یم توریالی یمه افغان یم
هند به توبه  ګار کړمه جهان به وار خطا کړم

ځه نیلی مي زین کړہ چی وروا وړم سوبه را وړم
بیا به اټـک خپل کــړم افـغـانـان به په مسکا کړم

زہ که خپل اشعار میدان ته وړاندې  کړمه ګورہ
بـــــــل به اور حمزہ په شــــاعرانو د دنیا کړم

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx