افغانستان

د چهارشنبې ورځې مهم خبرونه – نیټه: ۹ کب، ۱۴۰۲ل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۲ل):

۱_سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر ويلي : اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه چا ته ګواښ پېښ کړي.

۲_د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د امو سیند نفتي حوزه کې ۶ نوې څاګانې فعالې شوې دي، چې ورسره د استخراج ورځنۍ سطحه ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلې ده.

۳_د ټولګټو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ۱۷۳ پلان شویو پروژو څخه څه باندې ۱۰۰ پروژې بشپړې شوې دي.

۴_د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قزاقستان هېواد له سفیر علیم خان یسین ګیلیدییف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکو پر پیاوړتیا د خبرو سربېره د قزاقستان سفیر استانه فورم کې د ګډون په موخه د یاد هېواد د لومړي وزیر بلنلیک نورالدین عزیزي ته سپارلی چې جون میاشت کې به ترسره شي.

۵_د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ ګنده کوتل سیمې د ۱۵ زره ټنه جستو داوطلبي ترسره شوه. دغه وزارت ویلي، یاده داوطلبۍ کې د عزیزي یونین شرکت پنځه زره او ګل احمد فهیمي د ۱۰زره ټنه جستو ګټونکي اعلان شول.

۶_پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي، چې د وروستیو واورو او بارانونو له کبله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته پر مالي زیانونو سربېره، په دایکندي او غزني ولایتونو کې دوه تنو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

۷_د هلمند د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د روان لمریزی کال په بهیر کې ۴ لویې پروژې پلې کړې

۸_د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت ټولې موصلاتي لارې د ورستیو سختو واورو او توپانونو له امله تړل شوې وې،نن بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصې شوې.

۹_د بلخ ولايت د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د روان ۱۴۰۲ کال په ۱۱ مياشتو کې د حيرتان بندر له لارې شاوخوا ۲.۸ ميليونه ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

۱۰_د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کونړ د مناګي برېښنا کوټ د اساسي بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د کونړ ولايت د مناګي برېښناکوټ د اساسي رغونې چارې پرون د ۶،۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

۱۱_د سمنګانو د ټولګټو چارو ریاست چارواکي وايي، چې د سمنګان – بلخ او سمنګان – بغلان د لویې لارې د ترمیم او رغونې کار یې پيل کړی دی. د چارواکو په خبره د ټولګټو چارو وزارت د دغو لویو لارو او ساتنې لپاره ۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

۱۲_امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په ۹ ولایتونو کې ۳۰ تنه د غلا، ځورونو او وژنې په تړاو نیولي دي.

۱۳_د بغلان د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ مسوولین وايي، چې یاده تصدۍ د روان کال په ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

۱۴_نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په عملیاتو کې لسګونه جریبه کوکنار په ننګرهار، زابل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې له منځه وړې دي.

۱۵_‏نیمروز ولایت کې د کورنیو چارو وزارت لخوا په ولایت مقام او زرنج ښار کې څه باندې ۱۰۰ امنیتي کامرې ولګول شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx