شعـــــرونه

د حوت د لسمې په ویاړ- اسرار نصرت‎

له اورونـــو مــــــو را وایــسـتې جـــانــان افغانستانه
تـــا بــه ســـیال کــړو د نــړۍ او دجــهان افغانستانه

چې ازاد مـو کـړې په نره نو اباد خو به دي هم کړو
هسي نه وړو پر ســـــرو کـاږه پـټـکیـان افغانستانه

له ارضـــي تـمـامـیـته بـه دي کـړو دفـاع په کـــلـکـه
پرهــــرو تـه دي مـلـــهــم یــو او درمــان افغانستانه

چې دي څوک خوا ته در وګوري په بد نظر په سپکه
د نـــړۍ له نقشــــې ورک بَــې کړو نښان افغانستانه

کـــړو بــه زور اوبـه د هـــر یو زورور په خپـلو مـټـو
کــــړو به ســپر درته ځـانـونه عالي شان افغانستانه

چې یې تـه پـه خپله پاکه غـېـږ کې وروزې په مینه
یا مـحـمـود شـي یا احـمد او ایوب خان افغانستانه

درتـه کـړو به په ســجده دا کبـــرجن نمرود د عصر
درته خـم بــه کـړو قـیصـر او کـسـرایان افغانستانه

کـــړي دي زور ته سلامونه زورور هم په دوه لاسه
ستا د ننګ به نـصـرت لیکي هر داستان افغانســتانه

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx