شعـــــرونه

د شعر ادبي حجری بیتي مشاعره

سعادت مهاجر
ــــــــــــــــــــــ

له مهال ویش سره سم دادی بیاهم دشعرادبي حجره کي اونیزه فی البیهیه بیتي مشاعره دشاعرمحترم(خوشال خان خټک)صاحب پرلاندیني بیت وسوه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
تـوره چـې تېرېـږي خــو ګزار لره کنه
زلفي چې ولول شي خو خپل یار لره کنه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تازه تازه خوږې خوږې مالټې درباندې خورم
راتلونکې پنجشنبه راشه ننګرار لره کنه

نصرت طالب

ماهم په زړګی ډیر دردونه تیر کړل
پوهیږم نه چی رسم به خپل یار لره کنه

ذاکر ملــــنګ زابلی

ته لږڅه انتظارسه زه راځم ګوره لاړنسی
دالږتحفه به یوسی زمانګارلره کنه؟

وصال ثمین

هغه چي سوځيدله به په سرواورو عالمه
ډالۍ يي کړل سرونه وخپل يار لره کنه
ملا فيص الهام

عاشق یم پاکه مینه لرم جوش لرمه تن کي
جواب به یمه هروخت زه رویبارلره کنه

وصال ثمین

سترګی دی شایستی دي بیخی ډیری
تیره باړه دی جوړ  مین خمار لره کنه

نامعلوم

طواف ده پاکی مینې کړی احرام یی دی تړلی
زلمي د رب په مینه ځی انګار لره کنه

اتل یار طالب

ماستادوصال په هيله ډير خدای ته ژړلی دی
ستا هم تلوسه وه زما دیدار لره کنه؟

خالدانس

په نیمه که پوهیږې دا ځل پوه شه ایې رقیبه!
په کړنو دې نه کار لرم مه کار لره کنه.

انتقام پرهر

غوښتلي مې له تا پوره کیدل د ارمانونو
ډالۍ مې کړل سوالونه ستا دربار لره کنه

سعادت مهاجر

سرونه يي پري ځارکړه اوسرونه يي قربان کړل
سپيڅلي ګل زلمي وه چي تلل دارلره کنه

حقمل خلوزې

بس زه خو ورته ناست یمه دشپې ترنیمایي
ته هم ګورې وستورو او سستار لره کنه؟

دلرېش عمرزی

چي شهيد په پوري غره کي وي لاليه
ما دروړله ګلابونه ستا سينګار لره کنه

ملا فیض الهام

د تورو شپو مزل وو خو ما هېڅ پروا ونکړه
تا ولیدم چـې راغلم ســره انـګار لـره کنه؟

نصیب الله منصور

رویبار به راته څوڅوځله داکیسه کوله
تاڅۀ دې تیار کړي خپل دلدار لره کنه

سعادت مهاجر

وطن یی راته سم کړلو بیخی ګل اوګلزار
نمری به یی پوره ورکړو مالیار لره کنه

حنیف

ژونـــــــدی به شمه پاتي سهار لره کنه
روئی باره حال دی یوړو  نګار لره کنه

م سیحان کندهاری

له تاسره مې مینه وه اشنا له ډیره وخته
له تا سره مې مینه په هــر وار لره کنه

م نورالله حنیف

ژوند به دي هوسآ وي ددنیا او دعقبا
تل سر په سجده ږده رب غفار لره کنه

محمد باران جهادمل

زما په ورانولو کي تا هم ونډه لرل
ور دي کړله غشي و اغیار لره کنه ؟

ریاض

زړه مې دبیلتــون لمبو سوځلی دی خـــوږه
راشه ته ملهــــــــم یې شه پرهار لره کنــــه

مبارز اریوبي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه!

دکوموشاعرانوملګروبیتونه چي نه دي راوړل سوي هغوبیتونوکي ستونځه وه لکه سیلاب کم،قافیه تکرار،یاهم غلطه قافیه.

بیاهم کوشش وکړٸ بیتونه ولیکٸ اوموږبه یی په غوره بیتونوکي را اخلو.

دشعرادبي حجره ستاسوپه خدمت کي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx