افغانستان

د سره صلیب پنځه تنه نیول شوي کارکوونکي خوشي شول

نن ټکی اسیا( چهارشنبه، زمري۲۹مه، ۱۳۹۳ل): نن ټکي اسیا ته تازه را رسېدلی خبر کاږي، چې نن ناوخته د طالبانو له لورې په هرات کې د سره صلیب پنځه تنه نیول شوي کسان خوشي شوي او تر خپلو ځایونو پورې په خوندي توګه رسېدلي.

د سره صلیب دغه پنځه تنه کارکوونکي شپږ ورځې وړاندې د اګست به څوارلسمه نېټه د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې تښتول شوي ول.

ویل کېږي، دا کسان په ادرسکن کې د پسونو په ويشلو بوخت ول، چې د دوو موټره پسونو تر ويشلو وروسته له پنځو موټرو سره بیرته هرات ښار ته پر لاره ول، چې وتښتول شول..

له پېښې وروسته په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند رفیع الله ستانکزي د خپلو پنځو تنو کارکوونکو ترې تم کېدنه ومنله او زیاته یې کړه، چې پنځه واړه تښتول شوي کسان افغانان او د سره صلیب د نړیوالې کمیټې کار کوونکي دي.

د سرچینې په خبره، نیول شوي کسان تر خوشي کېدا وروسته همدا نن خپلو کورنیو ته روغ رمټ رسېدلي او ورسره یو ځای شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x