نظــر

د دوحې تړون څلور کلن شو…

عبدالحی قانت

کال ۲۰۰۱م کې د امریکا دفاع وزیر رمز فیلډ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دوی د یرغل اصلي اهداف؛ د طالبانو له قدرته لرې کول او پر ځای یې یو ډیموکراتیک حکومت انسټالول، د القاعدې له بېخه ویستل او ملت جوړونې نوې پروسه پیلول دي. له دې اعلان سره سم رمز فیلډ او کنډولیزا رایس دا اعلان هم وکړ چې طالبانو سره د سولې په خبرو باندې رسمي بندیز دی، یعنې دوی له وژلو یا بندي کېدلو پرته بله لاره نه لري.

ملا محمد عمر مجاهد لا په کندهار کې ؤ چې د سولې آفر یې وړاندې کړ. یرغلګرو د ملا صاحب آفر رد کړ. بیا ملا صاحب د ملا عبید آخوند، ملا برادر او طیب آغا په واسطه دوه ځله د کرزي له ادارې سره رابطه وکړه او د سولې په بدل کې یې یواځې د مصؤن ژوند غوښتنه وکړه، کرزي د طالبانو آفر د خپل شخصي امنیت امریکايي مشر په واسطه واشنګټن ته ولېږه. له هغې خوا د سخت رد ځواب ورکړل شو. د جګړې کولو مخکې ملا محمد عمر سولې لپاره خپلې ټولې غاړې خلاصې کړې خو پوه شو چې د سولې له لارې دوی هېڅ نه مني او د ټوپک ځواب له ټوپک پرته په بل څه نه ورکول کېږي. د امریکا لخوا د سولې په خبرو د پابندۍ دا هم په ډاګه شوه چې په کابل حاکمه اداره په خپل تصمیم هېڅ نشي کولای او د افغانستان قضیه مستقیما امریکا رهبري کوي.

د سیاست په معادلو کې محاسبه د زور او ځواک پر مټ ده، ضعیف خلک په دغه محاسبه کې ځای نه لري. بوش ولاړ، اوباما راغی، اوباما لا پسې جګړې ته زور ورکړ. امریکايي پوځونه یې د ۴۰،۰۰۰ څخه ۱،۴۰،۰۰۰ ته ورسول. طالبانو بیا بې جوړې مقاومت وکړ. اوباما یو کال وروسته په دې پوه شو چې د پوځونو ډېروالي ګټه ونکړه. دغه وخت په افغانستان کې د یو نظامي فرد کلنی مصرف یو میلیون ډالر ؤ. ۲۰۱۴ کې مجبور شو پوځونه کم کړي. دا هغه وخت ؤ چې د طالبانو مقاومت او قدرت د رمز فیلډ په “سولې بندیز” ننګولی ؤ. امریکایانو له یوې خوا د قطر دفتر ومانه تر څو طالبانو سره د سولې رسمي چېنل خلاص کړي بل اړخ ته یې له خپلو افغانو خادمانو سره شرمیدلی امنیتي‌ تړون BSA امضاء کړ.

امریکایانو غوښتل طالبان په نورمال ډول د داسې حکومت برخه کړي چې هغه تیار له امریکا سره امنیتي تړون لري. دوی فکر کاوه که دې کار کې کامیاب شي هم به له افغانستان څخه ووځي او هم به یې خپل نظامي شتون ساتلی وي.

امارت له لومړي مجلسه امریکایانو ته واضح دا ویلي ؤ چې دوی د امریکایانو یو پوځي بوټ هم د افغانستان په خاوره نه مني او له دې پرته په بله ایجنډا خبرو ته هم نه حاضرېږي. امریکایانو د قطر دفتر په وخت کې د فشار او خبرو ګډه ستراتیژي پر مخ بېوله. ټرمپ چې راغی سوېل آسیا ستراتیژي یې اعلان کړه، خبرې یې ودرولې، خپلو پوځیانو ته یې وویل؛ له اټومي وسلو پرته هر څه استفاده کړئ، زه یو کال کې نتیجه غواړم. امارت بیا بې مثاله مقاومت وکړ.

۲۰۱۸ کې امریکایان پوه شو چې دې خلکو سره نه کېږي. خلیلزاد یو نیم کال کوښښ وکړ چې طالبانو سره د امریکايي اډو په اړه یو توافق ته ورسېږي خو طالبانو ونه منله. د ۲۰۱۹ په آخر کې یو ځل ټرمپ خپل خارجه وزیر ته ویلي ؤ چې خلیلزاد توافق ته نه وي رسېدلای، واشنګټن ته یې راپرېنږدې. امریکایان د جګړې میدان د سیاسي تړون لاسلیک ته مجبور کړل.

د صبر، استقامت او ریښتینې مبارزې دا زور ؤ چې امریکایان او لاسپوڅي یې په داسې شرمیدلي‌ حالت وویستل شول چې چا یې ګمان نشو کولای.

اوس دا ګټلای اسقلال ساتل غواړي، له نظامي او سیاسي سوبې وروسته مرحله د حکومتدارۍ په برخه کې د میدان ګټل دي. دا مرحله د ۴۰ میلیونه انسانانو د زړونو ګټلو مرحله ده. دا مرحله جرأت، کار، پوهه او ډېر ژور سیاسي درک غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

الحمدلله چې اشغال ګر او د هغوى بوټ پاکى ګوډاګيان مات او استقلال تر لاسه او اسلامي نظام ټينګ شو، خو ساتنه يې مهمه ده. اول. اسلامي نظام معتدل او د افراط او تفريط ځنې پاک وي. دويم. بنسټ يې په عدل او انصاف ولاړ وي. دريم. حکومتولي د تقوا او اهليت په بنسټ وى. څلورم. د علم او پوهې دروازې بايد په ښځو او نارينه وو خلاصې وي. پنځم. د پوهاوي او نرمښت د لارې شرعى احکام تطبیق شي نه د زور د لارې. يو ځل بيا په امير المومنین غږ کوم چې د اناثو د تعلیم او کار… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx