شعـــــرونه

د حوت لسمه/ جهادي عمري

جهادي عمري

ما د پاکې کلمې په خوږ احساس کې
ده سـپېڅلي بـغـاوت څــادر پـه سر کړ
پــه مـؤمـینې ارادې او اعتقاد مې
تری تم د هر باغي یاغي لښکر کړ

د دې خپل فولادي عزم منتبار یم
ده شاهانو ماتول مې اراده وه
د نـصـرت لښکرې واړه مې پر خوا وې
پر الله باندې مې کلکه عقـیده وه

ده یاغي زور خاوندان مې تری تم کړل
ده جهاد په مـستحکمو مـعرکو کې
د وطن د اذادۍ چیغه مې وکړه
ده سپیڅلي شهادت په ولولو کې

نـه تکتیک او نه مې زور ورسره یو وو
پر مختللیو وسائلو سره راغلل
غول پېکره الوتکې ورسره وې
نړوونکیو میزایلو سره راغلل

ما دداسې خطرناک قوت زور واخیست
چې جهان یې له هیبته پـه لړزان وو
چې ده وخت په زورورو، زورور وو
چې بایللی ورته هر قوت میدان وو

په سنکر د بغاوت کې مې را تم کړل !
پـه څټ – څټ کې مې څپېړې د ننګ ورکړې
دا په پښو راغلي ووتل په لېچو
د عبرت کیسې مې ډېرې د جنګ ورکړې

د نیکونو د ننګ توره یم , تېره یم
هر زور واکی سیتمګر مې میرات کړی
د سبا وړانکې په لر او بر خپرې دي
د تیارو هر یو خطر مې میرات کړی

زه یو داسې بې پروا یاغي ملنګ یم
ته زما  تاریخ کتلی شې جهانه!
ده ستړیا احساس مې نشته په خمیر کې
که لا زور لرې راتللی شې جهانه!

بد عزمونه ماتول زما عادت دی
زه ده ډېرو نابللیو هدیره یم!
جهادي افغانستان یم، متحد یم
تاریخ ساز یمه, تاریخ یم ,صفیحه یم

جهادي عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx