نظــر

د کب ۱۰مه؛ د سر سپارونکو اتلانو ورځ!

عنایت الله خاموش
نن د کب لسمه وه. دا ورځ په افغان تاریخ کې د هغه ویاړمنو ورځو له ډلې څخه ده، چې له کبله يې د افغان خاورې یوې ځورېدلې؛ خو با عزمه طبقې، په نه امکاناتو او تش لاس، د نړۍ د کابو پنځوس هیوادونو په شمول، یوه لویه غربي امپراتورۍ وروسته له ۱۹ کلنې جګړې، دېته لېواله کړه ترڅو له افغانستان څخه پښې سپکې او د وتلو لاره ولټوي. تېر(۱۳۹۸) کال د کب په لسمه، د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک شو، چې د دې تړون له مخې به امریکا له افغان خاورې څخه پښې سپکوي او افغان خاوره به د هغې خپلو اصلي وارثینو ته پرېږدي. کېدای شي ځينې مخالفین او موافقین به د کب لسمې ته په کمه سترګو ګوري او وايي به چې که تړون مات شي، هیڅ لاسته راوړنه به ونه لري. هو یو شمېر د دې لپاره چې خلک احساساتي کړي، د دې ورځې په اړه ناسمې لیکنې او ویناوي خپروي. خو دوی ته باید وویل شي چې له امریکا سره د کب د لسمې تړون، هغه سر بایلونکو مېړنیو افغانانو کړی چې د تاریخ په اوږدو کې یې هر وخت په افغان خاوره ننګ کړی او یرغلګرو و اشغالګرو ته يې د دوی په کوپړۍ کې اوبه ورکړي. تاسو ته پکې د دې ځای نشته ترڅو تاسو د طالب په غیاب کې په هغه څه چې طالب يې نه غواړي شخوند ووهئ. دا ورځ د هغه اتلوالو استشهادیانو ورځ ده چې د خپلې خاورې د استقلال په موخه يې خپلې تنکۍ ځوانۍ نذرانه او ځانونه يې د اور او بارودو خوراک کړل. هوکې! نن د هغه سر سپارونکو اتلانو ورځ ده، چې له هیڅ ډول قربانۍ څخه يې درېغ ونه کړ.
هوکې! که چېرته د شهید امیرالمؤمنین غوندې مشرانو د الله تعالی د رضاء او خپل مسلمان ملت د ژغورلو په موخه ځانونه په اور سوځولي نه وای، نن به مو له امریکا سره د اشغال د خاتمې تړون نه لمانځه او نن به د کب لسمه نه وای. هوکې! دا د شاهي کوټ، د هغه سپېڅلو شهیدانو د قربانيو برکت دی چې په لوږه او تنده کې را ایسار ول، خو د دښمن په مقابل کې يې خپل مورال ونه بایله او تر اخېرې سلګۍ ورسره وجنګېدل. نن چې موږ د کب لسمه لمانځو او یا يې په راتګ سره خوشحالۍ کوو، دا په مفته نه ده راغلې؛ بلکې دا هغه شهیدانو د وینو برکت دی چې وچې او چاودلې شونډې له دنیا لاړل او د ابدیت په خوب بیده شول.
دې ورځې ته باید څوک به ټيټه ونه ګوري او نه دې هم څوک د یوه داستان په توګه له دې ورځې یادونه کوي. بلکې دا ورځ باید په داسې جوش او ولولو ولمانځل شي چې د نړۍ ټول اشغالګرو قوتونه او د هغوی غلامان حیران او خپلو وجدانونو ته خجالت کړي. دوی ته باید وښودل شي چې ملتونه د خپلې ازادۍ ورځې څومره په خوښۍ او ولولو لمانځي؟

کېدای شي، ځينې خلک به دې تړون ته په ټيټه سترګو ګوري او ناسم برداشت به ترې کوي. خو په ټوله کې باید ووایو چې اسلامي امارت ته يې بې شمېره ګټې ورسولې او که اوس مات هم شي د اسلامي امارت لپاره زیان نشته. ځکه د دې تړون له برکته و، چې نه اشغالګرو او نه د هغوی مزدورانو چاپې ووهلې، مجاهدین په خپلو مرکزونو کې هوسا ناست و. یعنې هغه انرژي چې نور کله به يې په ځان ساتنه او دښمن په مقابله کې مصرفوله؛ اوس يې په روزنه، د راتلونکې لپاره په پلان جوړونه او د نویو وسلو په اختراع مصرف کړه. که چېرته تړون مات شي. نو یو خو به دوی ښه ساه جوړه کړي وي او د راتلونکې لپاره به يې ښه انرژي اخیستې وي او له بله پلوه به د دښمن په وړاندې نوي تکتیکونه او هغه وسلې په ښه توګه وکاروي، چې په دغه یو کلنه موده کې يې اختراع کړي او جوړي کړي دي.
نو اوس که چېرته امریکا او متحدین يې یو ځل بیا د جګړې لاره غوره کوي، او جګړې ته مخه کوي؛ د اسلامي امارت مجاهدین به دا ځل له نویو تکتیکونو او انرژۍ سره یو ځای د دوی مقابلې ته ور درومي او دا ځل به که خدای کول، د دوی په وړاندې هغه څه کوي، چې دوی به يې تر اوسه سوچ لا نه و کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx