نظــر

د حوت لسمه د اشغال د خاتمې ورځ

ابوبکر صدیق سالار

په ګران هېواد کې کاملا سوچه اسلامي واحد نظام حاکم و.ټول هېوادوال تر سپین محمدي بیرغ لاندې راټول وو. د وخت امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد پر اخلاص تقوا، او امانتداری کې دومره شهرت درلود چې خلکو ورته د ثالث عمر لقب ورکړی و . په ټول هېواد کې چا غلا ، ظلم ، زنا ، او دې ته ورته نور نا وړه اعمال سرته نه شوای رسولای. د افغانستان جغرافیه ټوله په امن وه .

خو دا واحد او اسلامي نظام کفری نړۍ ونشوای زغملای ځکه د دوی ټولو هیلو ته یې د پای ټکۍ اېښی و . بلآخره کفري طاقتونه سره راټول او پر ګران هېواد یې بې رحمه یرغل وکړ، اسلامي او واحد نظام یې ونړاوه او څو کرایه شوي غلامان یې له ځان سره راوړل په ډېره سپین سترګۍ يې دافغانستان عرضي تمامیت تر پښو لاندې کړ او تش په نامه اداره یې رامنځته کړه چې دا اداره هېڅکله افغانانو ته د منلو وړ نه وه .

هو کفري نړۍ له دې نه وه خبره چې افغانستان د مغرورو امپراطوریو هدیره ده ، دلته د ډېرو مغرورو سوپر طاقتونو ښکرونه د ایمان په قوت مات او مغرورو امپراطوریو ته یې د سرپه کاسه کې اوبه ورکړې. د ګران هېواد تر یرغل وروسته د ثالث عمر تر قیا دت لاندې زړور ، په ایماني قوت سمبال ،میړني شازلمي له دفتره د جهاد او سرښندنې ګرمو سنګرونو ته لاړل او د اشغال او اشغالګرو پر وړاند ې یې په کلک هوډ او راسخه عقیده یو ځل بیا د جهاد سنګرونه ګرم کړل او د کفري نړۍ د طاغوتي قدرتونو پر وحشي پوځ يې ځمکه سره تبۍ وګرځوله او پر اشغالګرو یې په رڼا ورځ د آسمان ستوري وشمارل ،د حق د لارې زړورو مجاهدینو له هیڅ ډول سختیو تېرولو ډډه ونکړه آن تر دې چې پر خپلو بدنونو یې د بارودو ډک واسکټونه وتړل او د طاغوتي ملیشو د خوب بسترو ته ورغلل او دوی ته یې د خوب بسترونه د اور تنور وګرځول ،په ټکنالوژی سمبال طاقتونه یې د ایمان په زور دړې وړې کړل ، ناټو يې په ګونډو، غرورو یې مات، سترګې یې ټېټې او د حق پر وړاندې تسلیم شوه، دقدرتونو جزیرې ونړېدې، د ډیموکراسی تور څادر له ګران هیواد څخه ټول شو او د حق د لارې د تللو شهیدانو آرمان پوره شو او د حوت په لسمه کفري طاقتونو د ټولې نړۍ د نماینده ګانو په حضور کې خپله ماتې رسما ومنله او د وتلو لاره یې تعقیب کړه او الحمدلله د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د مجاهدینو تر بې دریغه قربانیو ورورسته په ګران زخمي زخمي هېواد یو ځل بیا واحد سوچه اسلامي نظام حاکم او هيوادوال مو د سپین محمدي بیرغ سیوري ته راټول او د ګران هېواد د زخمونو پر جوړولو بوخت دي>

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx