شعـــــرونه

ځوان مجاهد ته؛ اسرار نصرت‎

دا د سپوږمۍ سیال ښکاري، څه سپینه رڼا لري
دی څــراغ د سپین کاروان، پړکــنده ځــلا لري

وي دي ښاد ابــاد ودان، اېسي پرې هــیـواد ښـــکلی
ماتـــي یې تـیارې کـړلـې، زېـــری د ســــبا لــــــري

خـود به یې له مخ څخه،لمر اخلي رڼا پـه پــور
ښکلی دی دخدای په نور، بې مـــثله ښــکــلا لري

داسـي وي خـوږې لـکه، وي چې قند شکرې شات
څـه خـوږې خبـرې دي، څـه خـــــوږه ویـــــنا لري

ده یــوه تـوده څــــړیکه، د غـیـــرت د ویــنـې دا
تـوره د خالــد تـر مــلا ، نـــنــګ د مــرتضی لري

شـامه اوښـکې پاکې کړه، شکر دی بې څوک نه يې
سـتا غـم پر زړه ګـرځـوي، هـــم غـــم د اقـصی لري

وایـــــه اریــانـــا تــه چـې، وویاړه پرې وویاړه
ووایـــــــــه نـــصـرتـــه دا، تــــوره د بــابــا لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx