افغانستان

د افغانستان او برتانیې تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشوې

نن ټکی آسیا (جمعه ۱۱ حوت ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د افغانستان لپاره د برتانیې د شارژدافیر ښاغلي رابرټ ډیکسن سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه ناسته کې پر دوه اړخیزو او څو اړخیزو سیاسي مسايلو او د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخې پر ټویټر پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: همداراز په نړيواله کچه د ښې هغږۍ او بنسټیزو اړیکو رامنځته کولو په پار د افغانستان په تړاو د نړیوالو ناستو د مثمریت لپاره، د یو مسئول او حاکم اړخ په توګه، په دغه ناستو کې د ا.ا.ا په ګډون هم ټينګار وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx