افغانستان

رئیس الوزراء د اورښتونو او سیلابونو له امله د مواشیو د تلف مخنیوي په خاطر پنځوس میلیونه کومک او بیړنۍ کمیټه وټاکل

نن ټکی آسیا (جمعه ۱۱ حوت ۱۴۰۲): وروسته تر هغه چې د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې د زیاتو اورښتونو او واورو له امله د مواشیو د تلف خبرونه خپارل شول، په پلازمینه کابل کې د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند له لورې په یوه بیړنۍ ناسته کې ځیني تصامیم ونیول شول چې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لورې خپارل شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د رئیس الوزراء له لورې د مواشیو د تلف د مخنیوي په خاطر په عاجله توګه پنځوس ملیونه افغانۍ بیړنۍ مرسته منظوره شوه او په ورته وخت کې د مختلفو وزارتونو او ولایتي ادارو په همغږۍ کمیټې جوړې شوې چې یادو پیښو ته رسیدګي وکړي.

خبرپاڼه:

د رئیس الوزراء په لارښوونه د ژمنیو ورښتونو له امله په پنځو ولایتونو کې د مواشیو د تلف مخنيوي لپاره ځانګړي تصامیم ونیول شول.

وروسته له هغه چې د سختو ورښتنو او ډیرو واورو له امله د هیوا په پنځو ولایتونو (بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات او بادغیس )  کې زموږ د ګڼ شمیر هیوادوالو د مواشي او څارویو د تلف کیدو او یا د تلف له خطر سره د مخ کیدو راپورونه ترلاسه شول  د هیواد د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند لخوا په دې اړوند عاجله او ځانګړی غونډه وشوه. په دې غونډه کې د کرني او مالدارۍ وزارت، اقتصاد وزارت او د سرحدونو چارو وزرات  وزیرصاحبانو او استازو ګډون درلود. د حالاتو تر څیړني وروسته عاجله کمیټه وټاکل شوه، ترڅو یادې موضوع ته هر اړخیزه رسیدګي وکړي.

په یاده غونډه کې تصمیم ونیول شو چې د یادو ولایتونو د والي صاحبانو په مشرۍ په هر ولایت کې یوه یوه کمیټه جوړه شي، چې د قول اردو ګانو، امنیه قومندانانیو، ټولګټو چارو، عامي روغتیا او نورو خدماتي ادارو استازي به پکې موجود وي او هرڅه ژر به په یادو ولایتونو کې  د توان مطابق  خپل ټول امکانات په کار اچوي.

د خلکو مالونو ته به خوراکي توکي رسوي، د هغوی د تودو ساتلو په منظور به اقدامات ترسره کوي، د لارو د خلاصون په اړه به جدي ګامونه اخلي او په دې اړوند به د خلکو نورو غوښتونو ته عاجله رسیدګي کوي.

د اوس لپاره د چارو د ښه تنظیم په موخه د ریاست الوزراء مقام لخوا پنځوس میلیونه افغانۍ په عاجل ډول منظورې شوې، او د اړتیا په صورت کې به نوره مرسته هم واستول شي.

د دغه کار د ښه مدیریت لپاره به په مرکز کابل کې ټاکل شوې کمیټه کار کوي او د خپلو ټولو اجرأتو راپور به د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کوي.

د محترم رئیس الوزرا لخوا له خلکو هم غوښتنه کیږي چې د خپلو نیږدې سیمو له مالدارانو سره کمک وکړي ترڅو د خلکو او مواشيو د نور تلف مخه ونیول شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۸/۸/۱۴۴۵هـ ق

۱۰/۱۲/۱۴۰۲هـ ش ــ 2024/2/29 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx