نړۍ

د امریکا د کانګریس غړو د بایډن څخه د پاکستان نوی حکومت په رسميت نه پيژندلو غوښتنه کړې

نن ټکی آسیا (جمعه ۱۱ حوت ۱۴۰۲): د امریکا د ډیموکراټ ګوند ۳۳ کانګریس غړو د ولسمشر بایډن او د بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتې تر څو په پاکستان کې تر عمومي ټاکنو وروسته جوړ شوی حکومت په رسمیت ونه پيژني.

دوی د پاکستان د وروستیو ټاکنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې تر مخه او هم یې وروسته په پراخه کچه درغلې شوې او په اړه یې باید مستقلانه تحقیقات او څیړنې وشي.

د کانګریس ۳۳ تنه غړي چې ټول د جو بایډن د ډیموکراټ ګوند سره تړاو لري، د ولسمشر جوبایډن په دوهم ځلې انتخاب کې هم مهم رول لري.

په هغه لیک کې چې د کانګریس غړو امضاوي هم باندي کړي، نه یوازي د رسمیت نه پيژندلو خبره شوې، بلکې پر بهرنیو چارو وزارت غږ شوی چې په پاکستان کې د سیاسي بندیانو په اړه معلومات را ټول کړي او د هغوی د خلاصون لپاره هڅه وکړي. او په ورته وخت کې د بشري حقونو، ډیموکراسي ته صدمه رسولو او مالي فساد په اړه دي د پاکستاني چارواکو سره حسابدهي وکړي.

د دوی په وینا داسي شواهد یې لیدلي چې تر ټاکنو وړاندي او هم د ټاکنو وروسته د نتایجو ژر نه اعلان او په پراخه کچه درغلې د پاکستان نوی حکومت تر پوښتنې لاندي راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx