نړۍ

امريكا: د نصرانیانو په کلیسا کې دننه قرآن کریم سوځول کیږی – ویډیو

quran_kareemنن ټکی اسیا: د امریکا په فلورېډا ښار کې د یو انجیلي نصراني کلیسا له خوا د قرآن کریم محاکمه شو، او بیا د حاضرینو په مخ کې وسوځول شو.

دغه محاکمه چې د نصراني بیناد پرست تیري جونز له خوا جوړه شوې وه، قرآن کریم په دې محکوم کړ چې جهاد او د غربیانو په ضد جګړې ته بلنه ورکوي، او دا چې د همدې قرآن له وجې نن د اسلام دین د امریکا په اولس کې لکه اور په وچو خاشو کې په تیزي سره خپریږي.

تیري جونز چې د اسلام او قرآن کریم په ضد یې لاس پوري کړی او مختل العقل نصراني پاپ دی، او تر دې دمخه یې هم د 11 سپتمبر په ورځ د قرآن کریم د سوځلو هڅه کړې وه چې بیا د امریکا له خوا صرف له دې وجي منعه کړه شو، چې که دا کار تر سره کړ نو په افغانستان کې به اولس را وپاریږی او د طالبانو سره به ملګری سي چې له امله به یې په افغانستان کې ددوی پر فوځونو فشار نور هم زیات سي.
نصراني پاپ ژمنه کړې وه چې دی به خپل دغه شوم کار نه تر سره کوي، مګر پرون نه وړمه ورځ په ناڅاپه توګه خپل دغه ناوړه عمل تر سره کړ، او بیا یې د مسلمانانو لپاره دغه اذیت ناکه پېښه په ویډیو کې هم ثبت کړه، تر څو د نړی ټول مسلمانانو ته اذیت ورسوي، او خپل حقد د اسلام او قرآن سره خلګو ته وښيي.
اسلامي نړی په تېره بیا دعربي هیوادونو که څه هم دغه واقعې ته ډېر پام نه دی ور اوښتی مګر بیا یې هم ځيني د غم او غصې ډګ غبرګونونه را پارولي دي.
د مؤتمر اسلامي ، الازهر او د اسلامي ټولو دیني ادارو دغه کار په کلکه غندلی.
توقع کیږي چې په پاکستان کې به هم د جمعې په ورځ ددغه ناوړه عمل په خلاف پراخي مظاهرې وسي.

ویډیو:

{youtubejw}-KyQCOF4fZ0{/youtubejw}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x