نظــر

د کب دریمه اونۍ او حماسي شاهیکوټ!

عنایت الله خاموش

کله چې په نیویارک کې د سپتمر د ۱۱مې له پېښې وروسته امریکا وغوښتل ترڅو په افغان خاوره بې رحمه او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف تېری وکړي. د هغه وخت امریکايي مشر بوش په ډېر غرور له نورې نړۍ څخه وغوښتل چې یا له موږ سره ودرېږئ او یا زموږ خلاف( اسلامي امارت سره). دا چې په هغه وخت کې ټولې نړۍ له امریکا څخه سترګه کوله او دې ته چمتو نه و ترڅو د امریکا خلاف خبره وکړي؛ نو کابو ټولې نړۍ په مستقیم او غیر مستقیم توګه، په افغانستان باندې د امریکايي یرغل ملاتړ وکړ او هغوی ته يې د همکارۍ ټټر وډباوه. هغه مهال، دا چې ټوله نړۍ کې د امریکا په ملاتړ او د هغه د برلاسۍ په موخه تبلیغات کېدل، هیچا د دې جرئت ونه شو کړای ترڅو په افغانستان باندې د امریکا دغه بشرضد او د نړیوالو اصولو خلاف تېری وغندي او ورته ووايي چې په افغان خاوره ستاسو تېری ستر ظلم او وحشت دی. دوی(امریکا او متحدینو يې) په ظاهره، په افغانستان باندې د یرغل هدف دا ښوده چې ګواګې د سپتمبر د ۱۱ مې غچ اخلي او د هغې عاملینو ته سزا ورکوي کوي؛ خو په حقیقت کې دوی ونه شو زغملی تر څو د نړۍ په یوه بې وسه او غریب هیواد کې حقیقي اسلامي نظام مستحکم او د نړۍ نور مسلمان هیوادونه ترې الهام واخلي- ځکه که چېرته په افغانستان کې رامنځته شوي اسلامي نظام څخه الهام اخیستنه د نړۍ نورو هیوادونو ته سرایت وکړي او په نورو اسلامي هیوادونو کې، اسلامي امارت ته ورته نظامونه رامنځته شي، د اسلامي نړۍ د یووالي سبب کېږي او که چېرته اسلامي نړۍ یووالی حاصل کړي؛ نو مسلمانان به یو ځل بیا په نړۍ کې د فاتحینو په توګه راڅرګند شي- ځکه خو يې په ډېر غرور او بې شرمۍ سره په داسې حال کې چې ټولې نړۍ يې ملتیا او افغان ګوډاګیانو لارې ګودرې ورته ښودلې، د وږو لېوانو په څېر په افغانستان را ودانګل او دلته يې هغه ظلمونو ته ملا وتړله چې تر دې مخکې يې ډېر کم مثالونه لیدل شوي و.

دوی چې کله په افغانستان یرغل کاوه او د دوی داخلي ګوډاګیانو دا مشوره ورکړه چې که چېرته په افغانستان باندې حمله وشي، طالبان به ډېر ژر له منځه یووړل شي او د دوهم ځل راپورته کېدا توان به بیا ونه مومي. خو د تقدیر فیصلې او د وخت د امیرانو تدبر؛ امریکا او د هغوی نړیوال متحدین او داخلي ګوډاګیان حیران کړل. او داسې غاښ ماتونکی ځواب او ټينګ چریکي مقاومت يې په وړاندې پيل شو، چې حتی د امریکا لوړپوړي چارواکې يې په ژړا کړل.

په افغانستان باندې د امریکا یرغل، په افغانانو باندې د الله تعالی یو سخت امتحان و. څوک يې په تش لاس د دښمن مقابلې ته وړاندې کړل، شهیدان او فاتحین شول؛ خو چا بیا لاره بدله کړه، څوک په خپلو کورونو کې کښېناستل او خپل ارام ژوند ته يې دوام ورکړل او څوک بیا د یرغلګرو ترڅنګ ودرېدل او د هغوی د خوښ ساتلو او مادي امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه يې له ملت سره خیانت کول پيل کړل. هغه مهال، کله چې د اسلامي امارت د مشرانو او نورو مجاهدینو ترمنځ اړیکه وشکېده او د بیا منسجم کېدا احتمال ډېر لیږ لیدل کېده او که ووایو خلک د یرغلګرو تبلیغاتو دومره وېرولي و، چې هر چا د ځان ساتنې لپاره لارې لټولې او هیچا د دې جرئت نشو کولای ترڅو د امریکايي یرغل په وړاندې بغاوت وکړي او یو ځل بیا افغانانو ته روحیه ورکړي، چې که چېرته د نړۍ یرغلګر د پرمختللیو وسلو په مټ کولای شي، افغان خاوره تر پښو لاندې کړي کړي؛ نو دلته هم د اکبرخان او ایوب خان په څېر غازیان او مجاهدین شته، چې د دښمن په وړاندې په تش لاس او نه امکاناتو د هغوی په وړاندې داسې مقاومت وکړي چې د هغوی د ککریو د ماتېدلو سبب شي. د شاهیکوټ حماسې؛ اشغالګرو ته وښوده چې دلته نور میوندونه هم شته او د افغان خاورې هر میدان میوند دی. هو؛ د شاهیکوټ حماسې د میوند یاد تازه کړ.

هوکې! په داسې سختو شرایطو کې، چې ټول نړیوال قوتونه او د وخت ټکنالوژي دي د نابودولو په لټه کې وي او څوک د دې جرئت نشي کولای تر څو د یرغلګرو په وړاندې مقاومت وکړي او د هغوی سره ډغره ووهي؛ داسې سختې ازموینې د معرکې میدان ته رادانګل د هر چا د وس کار نه دی او نه هم هر څوک داسې ګمنامې قربانۍ ته چې د بریا احتمال پکې صفر وي، ځان چمتو کولای شي. خو د اسلامي امارت د یوه مېړني قوماندان په ګډون سلګونه ګمنامو مجاهدینو د غرونو او سنګرونو لار ونیوه. دغه ګمنامه مجاهدین د یوې سختې او نامعلومې قربانۍ؛ خو د الله تعالی د نصرت په تکل د شاهیکوټ( دوهم میوند) حماسي ډګر ته پناه وړي او هلته د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په وړاندې د مقاومت کولو سنګرونه او مرکزونه جوړوي. هوکې! دوی فکر نه کاوه چې د دوی دغه قربانۍ به نړیوال زبرځواکونه شرموي او نورو مجاهدینو ته به، د مبارزې ډګر ته د رادانګلو الهام ورکوي. دوی یوازې د الله تعالی د رضاء په خاطر، د شاهیکوټ حماسي ډګر ته لاړل او هلته يې خپل مرکزونه او د غزا مورچلونه جوړ کړل، چې بلاخره یوه ورځ په داسې حال کې نړیوال اشغالګر قوتونه او د هغوی داخلي ګوډاګیان د معرکو دغه ډګر ته په دې موخه ورځي، ترڅو د مجاهدینو مرکزونه له منځه یوسي او د هغه احتمالي خنډ مخنیوی وکړي چې دوی ته په راتلونکې کې پېښېدونکی دی.

هوکې! د نړۍ اشغالګرو قوتونو او د دوی داخلي ګوډاګیانو، د ۱۳۸۰ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲ نېټه، په داسې حال کې چې د شاهیکوت په غرونو د واورو بخمل غوړېدلی او د ونو څانګو په څانګو پسې د یخ نېزې را ځړېدې؛ وروسته له اوږده پلان څخه په دغه حماسي ډګر، د مجاهدینو په مورچل او د امریکايي اشغال په وړاندې د بیا پيل کېدونکې معرکې په مرکز باندې حمله وکړه. د روایتونو له مخې؛ جګړه دومره سخته او پېچلې وه چې د شاهیکوټ په اسمان بې شمېره الوتکې او لاندې په ځمکه سلګونه یرغلګر او د هغوی ګوډاګي عسکر د مجاهدینو مقابلې ته را وړاندې شوي او د مجاهدینو په مرکزونو يې له هر لورې حملې کولې. هر لور ته د تکبیر ملکوتي غږونه اورېدل کېدل او هر ځای به د بمونو غورځولو له کبله تور دودونه پورته کېدل. هوکې! دا په ۲۱ مه پېړۍ کې د کفر او اسلام ترمنځ، لومړنۍ هغه معرکه وکه چې د شاهیکوټ په میدان رامنځته او د نړۍ ډېری هیوادونو ته يې دا جرئت ورکړ ترڅو له امریکا سره خوله چوله کړي.

هوکې! د شاهیکوټ دغه معرکې او امریکايي اشغال په وړاندې بیا پيل کېدونکې حماسې، وښوده چې که د نړۍ هرڅومره قوي او په موډرنو وسلو سمبال کفار په اسلامي نړۍ او د ایمان په ګاڼه سمبالو ملتونو تېری وکړي هم؛ په همغه ملتونو کې داسې څوک شته چې په تش لاس او نه امکاناتو د یرغلګرو مقابله وکړي او هغوی ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي. هوکې! د شاهیکوټ دغه حماسې هغه مجاهدینو ته جرئت ورکړ او د اشغالګرو په وړاندې مقابلې ته يې را وړاندې کړل، چې له اشغالګرو سره په مقابله کولو کې زړه نا زړه و.

د کب دریمه اونۍ د شاهیکوټ د حماسې اونۍ ده او دغې معرکې دښمن ته وښوده چې که هر څومره په پرمختللیو وسلو سمبال او په یوه کمزوري هیواد یرغل وکړي؛ نو په هغه هیواد کې داسې څوک شته چې غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او خپلې سینې سپر او د قربانۍ میدان ته راودانګي. دا اونۍ د امریکايي اشغال په وړاندې د بیا پيل کېدونکې جهاد د بنسټګر او د شاهیکوټ غزا د رهبري کوونکي، شهید قوماندان ملا سیف الرحمن منصور د شهادت اونۍ ده. دغه اونۍ دې ده او د ده په څېر نورو نوم ورکو اتلانو ته مبارک وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx