افغانستان

د صنعت او تجارت وزیر په مشري پلاوي ترکمنستان ته سفر وکړ

نن ټکی آسیا (شنبه ۱۲ حوت ۱۴۰۲) د افغانستان صنعت او تجارت وزیر الحاج نور الدین عزیزي په مشري د دولتي چارواکو او ملي تجارانو یوه پلاوي نن ورځ د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته سفر وکړ.

د تجارت وزارت پر اکس پاڼه خپاره شوې خبر کې ویل شوي، ددغه سفر موخه په ترکمنستان کې د افغاني محصولاتو لومړنی نندارتون پرانیستل او هلته د افغاني تولیداتو نندارې ته وړاندي کول دي.

په خبر کې ویل شوي چې د نندارتون پرانیستلو سربېره به د افغانستان هیئت د ترکمنستان د دولتي مسؤولینو او تجارانو سره هم لیدنې ولري تر څو د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت وده وکړي او ترانزیت هم زیات شي.

باید وویل شي چې د دې تر مخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم عشق اباد ته سفر کړی وو او هلته یې د خپل سیال رشيد مردوف، د ترانسپورټ په چارو کې د وزیرانو شورا مرستیال محمد خان چکي ییف، د نفتو او ګازو په چارو کې د وزیرانو د شورا مرستیال باتر آمانوف، او د ترکمنستان د ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سربېره د افغان او ترکمنستاني تاجرانو سره ولیدل او پر تجارتي، ترانزیت او سیاسي موضوعاتو یې بحثونه او پریکړې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx