افغانستان

د افغانستان دفاع وزیر او لوی درستیز قطر ته په سفر ولاړ

نن ټکی آسیا (یکشنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۲): د افغانستان د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب او لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او ورسره یو جګپوړی پلاوی قطر هیواد ته په درې ورځني سفر ولاړ.

نن ټکی اسیا ته د دفاع وزارت سرچینو وویل چې نوموړی به هلته د قطر دفاع وزارت ځانګړی میلمه او د دفاع وزیر سره به ملاقاتونه ولري او هم به د قطر نورو نظامي او سیاسي چارواکو سره وویني.

په قطر کې سبا د مارچ پر ۴مه نیټه د ډیم ډیکس (DimDex2024) په نامه دفاعي او نظامي وسلو نندارتون او غونډه جوړیږي، په دغه نندارتون کې به د نړۍ مختلف هیوادونه خپلې وروستۍ وسلې نندارې ته وړاندي کوي او همداسي به د نړۍ مؤثر نظامي شخصیتونه ګډون په کښي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx