افغانستان

د يکشنبې ورځې مهم خبرونه، نيټه: یکشنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۲

نن ټکی آسیا (یکشنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۲):

۱_د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، افغانستان په انزوا کې نه، بلکې د نړۍ د توجه په محوریت کې قرار لري او نړۍ لېواله ده، چې له افغانستان سره تعاملات لا زیات کړي.

۲_د دفاع وزارت يو لوړ رتبه هيئت د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد په مشرۍ قطر هيواد ته په سفر لاړ.
دفاع وزير به هلته د ډيميډيکس په نامه دفاعي نندارتون کي ګډون او د قطري جګپوړو چارواکو او دفاع وزير سره ملاقاتونه وکړي..

۳_د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستيال د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ او پانګونې خونې ترمنځ د صادراتي سندونو د طی مراحل مرکز د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې مرکز په جوړېدو سره به ملي سوداګرو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

۴_د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، یوازې په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه ثبت شوي، چې تر اوسه ۵۵۰ شرکتونو ته د دغو کانونو د استخراج لپاره د کار جوازونه ورکړل شوي دي.

۵_ملي دفاع وزارت وايي،
د ۲۰۵ البدر قول اړوند په درېمې سرحدي لېوا کې د دې وزارت د تخنیکي ټيمونو له لوري ۴۵ عرادې هاموي ټانګونه او ۴ عرادي انټرنېشنل کاماز موټر ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

۶_د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریز پیوستون کنفرانس نن په کابل کې ترسره شو. په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.

۷_د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یې له ۶۰۰ څخه زیاتې لویې او کوچنۍ ولسي شخړې حل او فصل کړې دي.

۸_امنیتي ځواکونو د نیمروز ولایت کې هغه کسان نیولي، چې څو ورځې وړاندې یې د کمیابه الوتونکو په ښکار کولو لاس پورې کړی وو. ولایتي ادارې ویلي، د کمیابه الوتونکو ښکار کول منع دي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

۹_د پروان د ټولګټو چارو رییس ویلي، چې د پروان – بامیان د لویې لارې په اوږدو کې شاوخوا ۱۵ کیلومتره سړک چې د واورې له امله تړل شوی و د یاد ریاست د کارکوونکو له لوري پاک او د ترافیکو پرمخ خلاص شوی دی.

۱۰_د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان سفارت جنرال کونسلګرۍ د هغه ښار له زندانونو څخه د یوې ښځې په ګډون د ۴۰ افغان بندیانو د خوشې کېدو او هېواد ته یې د راستنولو خبر ورکړی دی.

۱۱_د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي چې د ازبکستان سوداګر کولی شي د افغانستان په پنځو زونونو کې د توکو د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي

۱۲_د خوړو او درملو ملي اداره وایي، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې کارکوونکو په دې ولایت کې په تېره یوه اونۍ کې د پنځو ټنو په اندازه ۱۹۰ قلمه خوراکي او غیري خوارکي توکي راټول او له منځه وړي.

۱۳_د پروان د ټولګټو چارو رییس ویلي، چې د پروان – بامیان د لویې لارې په اوږدو کې شاوخوا ۱۵ کیلومتره سړک چې د واورې له امله تړل شوی و د یاد ریاست د کارکوونکو له لوري پاک او د ترافیکو پرمخ خلاص شوی دی.

۱۴_د لغمان، پنجشیر او کاپيسا سیمه ییز مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۷۷ کورونه ویجاړ شوي دي.

۱۵_د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې هرات ته د امریکا، انګلستان، اسپانیا او پولند هېوادونو څخه ۱۰ سیلانیانو سفرکړی دی.

۱۶_شهباز شریف د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شو. د پاکستان مسلم لیګ ګوند نوماند، شهباز شریف نن د پاکستان پارلمان لخوا د ۲۰۱ مثبو رایو په اخیستو سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند نوماند، عمر ایوب خان څخه مخکې او لومړی وزیر ټاکل شوی دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx