افغانستان

په کابل کې بهرنی عسکر په چاړه حلال شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): تیره ورځ د کابل هوايي ډګر ته نیژدې یو بهرنی عسکر د نامعلومه کس له لوري په چاړه حلال شو، او بریدګر په بریا سره له سیمي پښي سپکي کړې.

د پيښي سمدستي وروسته خبرونه ضد او نقیض خپاره شول، او همداسي د بهرنیو عسکرو (ایساف) رسنیز دفتر اعلان وکړ چې ددوی یو عسکر د خپلو ټپونو له کبله ساه ورکړه، خو د پيښي او سیمي په تړاو یې هیڅ نه وه ویلي، یوازي دومره یې ویلي وه چې یو بهرنی عسکر د افغانستان په ختیځ کې ووژل شو.

بل خوا د کابل پولیسو رسنیو ته ویلي چې د کابل هوايي ډګر ته نیژدې د یوه غربي کس او ټیکسي چلونکي تر منځ لفظي شخړه را منځته شول، او له هغه وروسته یو بل کس راغلی، او د بهرني تابعیت لرونکي کس په غاړه یې چاړه را تیره کړه، او له سیمي څخه په تیښته بریالی شو، خو پولیس توانیدلي چې د پيښي په تړاو یو بل مشکوک کس ونیسي.

د نیویارک ټایمز امریکايي رسنۍ د راپور سره سم، عیني شاهدینو د پولیسو روایت ناسم بللی او ویلي چې د پيښي قرباني بهرنی عسکر وو، او په یوه زغروال موټر کې د نیژدې قرارګاه څخه د نفایاتو د انتقال د موټر سره یو ځای را وتلی وو.

د هغوی په وینا چې بهرنی عسکر د خپل ترجمان سره له موټر را ښکته شو، تر څو د هغه پولیس سره خبري وکړي کوم چې په نیژدې پوسته کې ناست وو، او په همدې وخت کې ناڅاپه یو کس را څرګند شو، او د هغه بهرني عسکر په غاړه یې چاړه را تیره کړه، او په موټر سایکل باندي په تیښته بریالی شو.

عیني شاهدین وايي چې څرنګه بهرنی عسکر ټپي شو، دغه وخت د زغروال موټر څخه یوه بهرنۍ ښځه هم له موټر څخه را ووتل، او د حلال شوي عسکر په انتقال کې د نورو سره مرسته وکړه، او هغه یې تر موټره ورسوی، او بیا له سیمي څخه ولاړه.

د هغوی په وینا چې بریدګر یو ناڅاپه را ښکاره سو، او داسي ښکاریدل چې د پولیسو سره یې څه اړیکه نه لرله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x