نړۍ

غزه: د اسرائیل په تلفاتو کې لس سلنه اتباع د امریکا دي

نن ټکی آسیا (یکشنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۲): د امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د راپور سره سم د غزې په جګړه کې په زرګونو امریکايي عسکرو ګډون کړی چې ځیني یې اسرائیلی تابعیت هم لري او ځیني یې نه لري.

د راپور سره سم د تېر کال اکتوبر پر اومه نیټه د حماس ډلې لخوا پر اسرائیلو د برید وروسته په زرګونو امریکايي او اسرائیلي اتباعو امریکا پرېښوده او په غزه کې د اسرائیلي عسکرو تر څنګ یې په جګړه کې برخه واخیسته.

د ورځپاڼې د راپور سره سم که څه هم یوازي دوه فیصده امریکایي تابعیت لرونکې په اسرائیل کې اوسیږي، خو بیا هم د تلفاتو په منځ کې د لس سلنه امریکایانو شتون د پوښتنې وړ دی.

د امریکا سفارت د فلسطین په اشغال شوې پلازمینه القدس کې رسنیو ته ویلي چې تر اوسه ۲۳ تنه امریکایان په وروستیو میاشتو کې د اسرائیلي عسکرو او پولیسو تر څنګ وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندي په واشنګټن کې د اسرائیلي سفارت مخته یوه امریکايي پيلوټ پوځې جامې په تن ځانته اور واچوئ او ویل یې چې نه غواړي د امریکايي پوځ تر څنګ د نسل وژنې په عملیاتو کې برخه وګرځي. د بوشنل په نامه ددغه نظامي پیلوټ یوه ملګري رسنیو ته ویلي چې نوموړي تر ځان وژنې څو ساعته وړاندي ورته د تلیفون پر کرښه ویلي وه، معلومات ورته رسیدلي چې د امریکا پوځ د فلسطین په روانه نسل وژنه کې لاس لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx