افغانستان

د کورنیو چارو وزارت یو ماشوم د اختطاف چیانو څخه ژغولی / ویډیو

نن ټکی آسیا (یکشنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۲): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددغه وزارت منسوبینو یو ماشوم تر دوه اونیو اختطاف وروسته په بریا سره یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغولی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع رسنیو ته په لیږلي پيغام کې ویلي:

«د کورنیو چارو وزارت اړوند د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست کشفي منسوبینو د یو لړ، دقیقو او پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې نن مازدیګر د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو تن عبدالفهیم نومی ماشوم، چې څلورلس ورځې وړاندې د يوولسمې حوزې له مربوطاتو تښتول شوی و او د خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ څخه د اته سوه زره امریکایي ډالرو غوښتنه کوله له انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی. د یادو عملیاتو پر مهال نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه انسان تښتوونکي وژل شوي دي. »

په هغه ویډیو کې چې پر اکس پاڼه خپره شوې، ماشوم کورنی ته سپارل کیږي، د ماشوم د کورنی غړي د خوښي ژړا کوي او ماشوم په غیږ کې تر نیولو وروسته چیغي وهي چې امیرالمؤمنین دې ژوندی وي، امارت ته ژوندی وی، واقعا د مظلوم ملت تر څنګ ولاړ دي او خدمت کوي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت راتګ وروسته په هیواد کې د پخوا په پرتله اختطافونه او غلاوې کمې شوي او په مکرر ډول اختطاف چیان نیول شوي او یا هم وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx