نظــر

حق اخیستل

عبیدالله علم

په کار بوخت وم چې موبایل مې وشرنگید. شمیره نا آشنا وہ خو څرنگ چې د افغانستان څخه وه، نو اوچته مې کړہ‎.
د ھغې خوا آواز راغی: حاجی صاحب محترم، السلام علیکم!
او ورسرہ جوخت یې زما په توصیف پیل وکړ‎.
ما ځواب ورکړ‎: وعلیکم، مننه ورورہ، امر وکړئ!
راته کړ‎ل یې: ستاسې شمیره …… صیب ( زما یو دوست ) راکړې.
ما ور غبرگه کړ‎ہ، ډیرہ ښه دہ، زہ څه خدمت کولای شم؟
ځواب یې راکړ‎:
زموږ‎ د نیکونو څخه را پاته یو څه ځمکه دہ چې نھه څلويشت کاله پخوا یو ظالم غصب کړې، موږ پر تر سلو ځلو ډیر جرگه شو، خو ھغه حق ته غاړ‎ہ نه ږ‎دي او موږ‎ ته زموږ‎ حق نه را سپاري.
موږ‎ ټول اسناد په لاس کې لرو خو ھغه ډیر ظالم دی. اوس مو ستاسې ور وټکاوہ که تاسې یوہ چاره وکړ‎ئ او زموږ‎ د حق په استرداد کې مرسته راسرہ وکړ‎ئ!
که ممکنه وي تاسې چاته زنګ ووهئ او د مرستې سپارښتنه ورته وکړ‎ئ!
ماته دا خبرې یو څه ھیښونکې او پارونکې وې. زہ له ځایه غصه وم خو دې جریان لا یو څه نور ھم غصه کړ‎م.
ما له ځان سرہ سوچ کاوہ دې بیچارہ څومرہ ډیرہ مودہ پر جرگو، مرکو ضایع کړ‎ې.بیا مې فکر کاوہ، دا ملگری ښایي پښتون نه وي، ځکه د پښتنو جرگې دومرہ اوږ‎د زمان په بر کې نه نیسي.
نو مې و پوښتل:
ګرانه، تاسې پښتانه یاست؟
ځواب یې راکړ‎:
ھو، سوچه پښتانه یو!
ان نیکه می د باچا خان بابا د عدم تشدد د فلسفې سپاهی و او زه ھم د منظور پښتین د فکر لاروی یم.
ما ورته کړ‎ل:
سمه دہ که خپل حق په جرگو، مرکو، جلوسونو او پرلتونو غواړ‎ې نو بیا ایمل میلو خان، علي وزیر او یا ھم منظور پشتین ته ورشه. هغوی په پرلتونو، جلوسونو،
چیغو سورو، نڅاگانو او اتڼونو کې پورہ وړ‎تیا او تجربه لري.
پریږ‎دہ چې ھغوی، نر او ښځې، ستاسې د ځمکې مخې ته راټول شي، نڅاگانې او جلسې وکړ‎ي. گوندې وي، غاصب مو ځمکه پریږ‎دي خو که و نشوہ بیا د دې وطن اصلي بچیانو ته مراجعه وکړ‎ہ چې
مرسته در سرہ وکړي.
او زہ به ھم د یوہ نژدې ملگري او ورور په توگه، ستاسې تر څنگ ولاړ‎ یم.
بیا مې ورته وویل:
د دې وطن اصلي بچیان پیژنې؟
ځواب یې را کړ‎: اما ر ت یادوئ؟
ما و ویل: ھو، ھغوی پوھیږ‎ي د ظالم او غاصب سرہ څرنگ معامله وکړ‎ي؛ ځکه ھغوی د باچا خان د عدم تشدد فلسفې پر ځای د شرق نابغه علامه سید جمال الدین افغان پر ھغه وصیت عمل کوي چې وایي: حق اخیستل کیږ‎ي، ورکول کیږ‎ي نه!
ښایي د علامه صیب د دې مشھور قول د فلسفې مأخذ ھم د پیغمبر علیه السلام دا مبارک حدیث وي، چې وایي:
مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ. متفق علیه
د خپل مال څخه په دفاع کې وژل شوی، شھید دی.
والله اعلم
__________

عبید الله علم
د مارچ ۵/ ۲۰۲۴ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx